د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ د ترکيې هېواد د علماوو له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د علمي او قضایي پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
شیخ محمد قاسم راسخ ویلي، په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او افغانان له دې ستر نعمت څخه برخمن دي.
همدارنګه له ترکیې څخه راغلي پلاوي افغانانو ته د اسلامي نظام د بریا د مبارکۍ تر څنګ یې د اشغالګرو په وړاندې جهادي عزم ستایلی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په نړۍ کې بې مثاله اسلامي نظام حاکم کړی دی.
د سترې محکمې مسوولین وایي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په راتلونکې کې د همکاریو په لاپراختیا ټینګار کړی او ترکي پلاوي د اسلامي امارت د قضایي نظام د پرمختګونو ستاینه کړې ده.

