ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې څه‌باندې لس زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې روان د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د ټول هېواد په کچه لس زره او ۲۰۹ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي، چې اووه زره او ۲۰۷ یې د لویانو او درې زره او ۲ نور یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي چې د روان کال په غبرګولي کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (اووه زره او ۱۵۲) کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، بلخ د ۵۶۳، ننګرهار د ۵۶۰، خوست د ۴۵۶ او هرات ولایت د ۳۸۰ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

له بل لوري ارقام څرګندوي چې پینځه زره او ۳۱۰ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې څلور زره او ۸۹۹ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د ټول هېواد په کچه یو زر او ۶۱۹ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې، چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، فراه، خوست او پکتیکا ولایتونو کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ژوند پېښو د ثبت او بهرنیو وګړو د چارو ریاست چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په تشکیل کې نوی رامنځته شوی، په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونو، مړینو، ودونو او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسولیتونه پر غاړه لري.