د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د چین له یو شمېر تخنیکي انجنیرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد موسی مبین هم ګډون کړی و.
په دغه لیدنه کې چیني تخنیکي انجنیرانو ویلي، چې د خپلې کړنلارې له مخې غواړي د بلخ ولایت د کرنیزو محصولاتو د مناسبه موقعیت له امله له یوې منظمې سروې وروسته د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړه کړي.
همدارنګه مولوي نورالهادي ابوادریس په داسې حال کې چې نوموړو ته د ښه راغلاست ويلو سربېره ټولو اړوندو سکتوري اداراتو سره په ګډه همغږۍ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه به وشي، چې دغه اقتصادي اړیکې لا ټینګښت ومومي.
نوموړي د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او ټول بهرني او کورني سوداګر کولی شي په افغانستان کې د دې نظام له پاليسۍ سره سم خپلې سوداګريزې چارې پرمخ یوسي.
همداراز ښاغلي ابوادریس په افغانستان کې د سړو خونو د زېربناوو پر پراختیا ټینګار کړی او له چين څخه یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ورتهمهال د چين هېواد یو شمېر انجنيرانو په استازيتوب، هوانګ شوانګ شي ډاډ ورکړی، چې هېواد يې د افغانستان د کرنې پراختيا ته ځانګړې پاملرنه لري او چمتو دی چې د معياري سړه خونو په جوړولو کې په پوره توګه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څو موده مخکې هم چیني او افغاني پانګوالو په بلخ ولایت کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو یوې کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې وه، چې له امله به یې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

