په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د برېتانیا له نوي ځانګړي استازي ریچارډ لینزي سره لیدنه کړې.
قطر کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، برېتانیا کې افغان وګړو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو، له افغانستان سره د بشري مرستو ترسره کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

