د ایران د اټومي تاسیساتو، په ځانګړې توګه د فردو مرکز د بشپړې ویجاړۍ په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وروستۍ ادعا سره سره، خبري سرچینې وایي چې یاد ویجاړۍ یوازې جزیي دی.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د استخباراتي ادارو د یوه لومړني راپور پر بنسټ لیکلي، چې د امریکا بریدونو ونشوای کړی، چې د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي، بلکې یوازې یې له یوې تر دوو میاشتو ځنډولی دی.
په راپور کې د یوې باخبره سرچینې له قوله راغلي، چې لا هم په ایران کې د غني شويو یورانیمو زېرمې پاتې دي او دا هېواد د خپل اټومي پروګرام د بیا پيل ظرفیت لري.
ایران تل ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې سولهییز اهداف لري او د انرژۍ د تولید او نورو غیرنظامي موخو لپاره یې پرمخ وړي.
سربېره پردې، امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې ایران نور پټ اټومي تاسیسات هم لري چې په دې بریدونو کې نه دي په نښه شوي او لاهم فعال دي.

