ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غونډه وشوه

د امنیتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمېسیون غونډه د ملي دفاع وزیر او د یاد کمېسیون مسوول مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ وشوه.

کمېسیون وایي، په دې غونډه کې د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت تفصیلي ارزونه وشوه او د روان امنیتي وضعیت په اړه ډاډ څرګند شو.

د معلوماتو له مخې، د کمېسیون غړو او د زونونو مسوولینو، د مشرتابه د هدایت پر بنسټ له لوی اختر وړاندې ترسره شوي سفرونه د امنیت او همغږۍ په برخه کې ګټور وبلل او د ټولو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه یې تفصیلي راپورونه وړاندې کړل.

د دې ترڅنګ د غونډې ګډونوالو په لوی اختر کې د ولس لپاره د ډاډمن امنیت او ارامې فضا تامین، د امنیتي ځواکونو د سرښندنو، چمتووالي او هڅو ثمره وبلله او د مجاهدو سرتېرو له هڅو يې قدرداني وکړه.