د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د محترم مقام د ځانګړي هدایت پر بنسټ، د یو شمېر زیدخلو وزارتونو او ادارو لوړپوړي پلاوي، د بلخ حیرتان بندر څخه تر هرات او د هرات تور غونډې بندر څخه تر کندهار پورې د ریل پټلۍ د مسیر وروستي ټاکلو په موخه د بلخ ، جوزجان، فاریاب، بادغیس،هرات، فراه، هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو ته سفرونه وکړل.
په دې سفرونو کې د ټولګټو، مالیې، کانونو او پټرولیم، کرنې او مالدارۍ، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او کلتور او اقتصاد وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې او د چارو ادارې د ښاروالیو د سمون ریاست استازو ګډون درلود.
چارواکو د رېل پټلۍ د احتمالي لارو طبیعي، تخنیکي، اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیز وضعیت له نږدې وڅېړه، ترڅو د داسې یوه عملي او غوره مسیر وروستی ټاګنه وشي، چې د هېواد اقتصادي ودې، سیمهییز توازن او ترانزیټي اسانتیاوو لپاره تر ټولو اغېزناک وي.
یاد پلاوي همداراز د سفر پر مهال له ولایتي مسوولینو سره هم لیدنې کړي، تر څو د سیمهییزو خلکو نظریات او اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي.
ټاکل شوې چې د دغو ارزونو پر بنسټ به ډېر ژر یو تخنیکي راپور ترتیب او د ریاستالوزرا مقام ته وړاندې شي، تر څو د رېل پټلۍ مسیر رسمي اعلان او د عملي کارونو لپاره چمتووالی ونیول شي.
د رېل پټلۍ دغه ستره پروژه، چې ټولټال یې اوږدوالی یو زر او ۴۶۸ کیلومتره اټکل شوی، له نهه ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او شاوخوا ۸۰۰ کلیو څخه تېرېږي چې په دوو پړاوونو کې به بشپړه شي.
لومړی پړاو له مزارشریف څخه تر هرات پورې ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او دویم پړاو یې له هرات څخه پیل، د فراه، نیمروز او هلمند له ولایتونو تېرېږي او تر کندهار ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ پورې رسېږي، چې اوږدوالی یې ۸۱۱ کیلومتره ښودل شوی دی.
مسوولین وایي، د دغې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې او نړۍ له مهمو سوداګریزو لارو سره وصل، د هېواد اقتصادي زېربناوې به پیاوړې شي، پراخ کاري فرصتونه به رامنځته او د سوداګرۍ مهمې دروازې به پرانیستل شي.

