د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني کاپیسا ته د سفر په ترڅ کې د شهیدانو په یاد غونډه کې ګډون او وینا کړې.
نوموړي په دې غونډه کې د شهیدانو وینو ته د درناوي، د هغوي وارثانو ته د رسېدنې تر څنګ، پر زده کړو، پراختیا او نورو پرمختیایي چارو خبرې کړې دي.
ښاغلي خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، د هېواد ازادي او خپلواکي د شهیدانو د پاکو وینو ثمره ده او اړتیا ده چې ټول افغانان ترې ساتنه وکړي.
دغهراز نوموړي په خپلو خبرو کې د تېر ۲۰ کلن اشغال پرمهال د دې ولایت د اوسېدونکو مالي او ځاني قربانۍ ستایلي دي.
همدارنګه په ورته مهال ښاغلي حقاني د یاد ولایت د قومي مشرانو، علماوو، مجاهدینو او سیمهییزو چارواکو سره هم لیدنه کړې ده.
د کاپیسا والي ویلي، چې مجاهدین او مسوولین د خلکو خدمت کوونکي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي شریعت د تطبیق او اسلامي نظام ټینګښت لار کې به هڅې وکړي.
همدارنګه د غونډې برخه والو د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سراسري امنیت، یووالی او ټیکاو د افغانستان د خلکو پخوانۍ هیلې وې چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې دغه هیلې پوره شوې.

