چين کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د ټرانس همالیا فورم په پینځمه غونډه کې ګډون او وینا کړې.
مولوي بلال کریمي دغه فورم د سیمهییز اتصال، اقتصاد، اقلیم، انرژۍ او پانګونې لپاره ارزښتناک بللی او د عملي پایلو هیله یې څرګنده کړې ده.
ښاغلي کریمي ویلي، چې افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی او د ښه ګاونډ، پانګونې او سیمهییزو همکاریو هرکلی کوي.
دغه راز نوموړي له اقلیمي بدلون سره د نړیوالو پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او بهرنیو پانګوالو ته یې بلنه ورکړې، څو افغانستان کې وضعیت له نږدې وګوري او له فرصتونو ګټه واخلي.

