ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عراقچي: د ایران د مشر په وړاندې د ټرمپ بې ادبه ګواښونه بې ځایه دي

د تسنیم خبرې اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د یوه ملت په توګه زموږ اساسي منطق ډېر ساده دی، موږ خپل ارزښتونه پېژنو، خپلواکي ته درناوی لرو او هېڅکله اجازه نه ورکوو چې نور زموږ برخلیک وټاکي.

ښاغلي عراقچي ویلي: “که ټرمپ هوډ لري چې له موږ سره هوکړه وکړي، نو باید د اسلامي انقلاب د ستر مشر حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي پر واړندې خپله بې احترامي او د نه منلو وړ لهجه پرېږدي او د هغه د میلیونونو مخلصو پیروانو زړونه ونه رټي”.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایران باعزته او ځواکمن ملت نړۍ ته وښوده، چې د صهیونیستي رژیم یوازینۍ لار دا پاتې شوې، چې د خپلو بادارانو تر سیوري لاندې پناه واخلي، څو زموږ د توغندیو له لارې له خاورې سره یو نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران ملت ګواښونه او سپکاوی نه زغمي او که دا ګواښونه او سپکاوی دوام ومومي، ایران به له هېڅ ډول ځوابي اقدام څخه ډډه ونه‌کړي، بلکې د خپلو ریښتینو وړتیاوو په څرګندولو سره به نړۍ ته د خپل ځواک اصلي حقیقت څرګند کړي.

دا غبرګون داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ د ایران د رهبر علي خامنه‌اي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، که تهران د یورانیمو غني کول په اندېښمنوونکې کچه جاري وساتي، نو پر ایران به بیاځلي برید په پام کې ونیسي.