الجزیرې د یوې اسرائیلي رسنۍ په حواله راپور ورکړی، چې په غزه کې اسرائیلي اشغالګر په قصدي ډول مرسته ترلاسه کوونکي په نښه کوي.
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر ویلي، چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴۹ فلسطینیان د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د انتظار پر مهال شهیدان شوي او څلور زره او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې راپور له مخې، چې د اسرائیلو اشغالګرو د بې نومه سرتېرو له قوله ویلي، ځواکونو ته ویل شوي وو، چې د مرستو ترلاسه کوونکو د کنټرول لپاره د هغوی پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړي.
صهیونیستي رژیم دا تګلاره له یو ځای څخه بل ځای ته د خلکو د راټولېدنې لپاره کاروي.
د غزې د بشردوستانه بنسټ (GHF) چې د اسراییلو او امریکا په ملاتړ جوړ شوی، له مې میاشتې راهیسې له پراخو نیوکو سره مخ دی.

