ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي د یوه پلاوي په ملتیا د بست تاریخي کلا څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د اوسپنې پټلۍ ادارې د تخنیکي انجینرانو او د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په ملتیا د لښکرګاه ښار اړوند د بست تاریخي کلا څخه لیدنه کړې ده.

ښاغلي عزیزي د بست تاریخي کلا پر ارزښت او ساتنه خبرې کړي او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسولینو څخه یې مننه کړې، چې یادې تاریخي کلا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

نوموړي د بست تاریخي کلا او ششک سیمو څخه په داسې مهال لیدنه کړې، چې د ششک حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري بشپړې شوې دي.

دغه راز د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي انجنیرانو د بست کلا څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې د دې لیدنې څخه یې موخه د ریل پټلۍ د لیکې جوړېدو پرمهال د تاریخي ځایونو ساتنه ده، ترڅو تاریخي سیمې زیانمنې نشي.

په ورته مهال د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ښاغلي عزیزي ته ډاډ ورکړی، چي په هلمند ولایت کې به ټولو تاریخي سیمو ته پاملرنه او ورڅخه به په جدي ډول ساتنه کوي.