د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایيٍ، چې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د څو لسيزو اوږد مهاله حقوقي شخړه، چې ژور قومي اختلافات يې رامنځته کړي وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسوولينو په مشرۍ د قومي مشرانو، ديني عالمانو او سيمه ييزو خلکو په دوامداره هڅو پای ته ورسېده.
یاد وزارت زیاتوي، چې د ځمکې د ملکيت پر سر راپوته شوې شاوخوا دې ۷۰ کلنې بدۍ دواړو خواوو ته د قومي اختلافاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه اړولي وو، چې له همدې کبله مشرانو او مسوولينو له يو لړ اوږدو خبرو اترو وروسته طرفين یوې هوکړې ته راضي کړل او د جرګې دعادلانه وېش پر اساس يې هرکس ته خپل حق وسپاره.
په پای کې دواړو خواوو له هر ډول دعوې دښمنۍ او يادې حقوقي شخړې څخه په لاس اخيستلو سره د اسلامي امارت هڅې وستايلې او د دوی ترمنځ ترسره شوې پرېکړه يې د سیمې د ثبات او قومي همغږۍ لپاره یو مهم ګام وباله.

