ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک رییس مراکش ته سفر کړی

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) کلنۍ نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه مراکش ته سفر کړی.

یاده غونډه د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش په پلازمېنه رباط ښار کې جوړېږي، چې تمرکز به یې د اسلامي مالي سکټور، بانکي شفافیت، مالي ثبات او نړیوالو همکاریو پر پراختیا وي.

په دغه غونډه کې، د افغانستان بانک د پلاوي ګډون د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د نړیوالو اسلامي مالي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام دی او تمه ده چې دا سفر به د اسلامي مالي او بانکي خدمتونو په برخه کې د همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزي.

د افغانستان بانک په وینا، چې په دې ناسته کې به د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړپوړي استازي ګډون ولري او د اسلامي بانکوالۍ مهمې تجربې به سره شریکې شي.

همدارنګه د افغانستان بانک د استازو ګډون کولای شي، چې د هېواد دننه د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراخوالي لپاره نوې لارې هوارې کړي.