ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تخار کې د سمتي سرو زرو کان د کیندنې عملي چارې پیل شوې

د تخار ولایت چاه اب ولسوالۍ کې د سمتي د سرو زرو کان د لومړي بلاک د کیندنې او پروسس عملي چارې د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت بدري، د دې ولایت امنیه قومندان، سیمه ییزو مسوولینو، د چاینا افغانستان شرکت استازو او رسنیو په شتون کې پیل شوې.

 د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان د عملي چارو د پیل په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د یاد کان د چارو په پیل سره به ډېرو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او د کار په برخه کې به لومړیتوب د سیمې خلکو ته ورکړل شي.

نوموړي همدا رنګه په کور دننه د کاني موادو په پروسس ټینګار کړی دی.

د تخار امنیه قومندان شته امنیت په ټول هېواد کې د لویو پروژو د پلي کېدو لپاره د باور وړ بللی او د یاد ولایت د کانونو شرکتونو ته یې د امنیت د ټېنګښت په موخه د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

په پای کې د یاد شرکت استازي د سمتي کان د کیندنې د عملي چارو د پیل په اړه ویلي، موږ ټولو هغو برخو ته ژمن یو چې په تړون کې مو د پلي کېدو په اړه ویلي دي او همدارنګه به د سیمې خلکو ته د کار او ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري په دې سفر کې د ماوراء کوکچه د ځینو ولسوالیو له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په لیدنه کې د کانونو له عوایدو څخه د یو شمېر سړکونو او پلونو د جوړولو ډاډ ورکړی دی.