ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1149

کابل کې د هاشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

کابل کې د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست د هاشي هارا کراټې فدراسیون له لوري د پینځو ولایتونو د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ اسیایي لوبو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د کابل، پروان، فاریاب، بغلان او کاپیسا ۳۰ لوبغاړو په درې عمري کټګوریو کوچنیانو، ځوانانو او لویانو کې برخه اخېستې وه، چې په پایله کې یې د لویانو په کټګورۍ کې فیاض دوراندیش، عبدالشاکر حمیدي او هدایت‌الله ملي لوبډلې ته غوره شول.

همدارنګه د ځوانانو کټګورۍ کې حسیب الله قاضي‌زاده او د دې ترڅنګ د کاتا په برخه کې مهدي احمد‌جویا د را روانو اسیایي لوبو لپاره د ملي لوبډلې برخه وګرځېدل.

ټاکل شوې ده، چې یادې اسیایې سیالۍ به د روان کال د مې میاشتې په څلورمه او پینځمه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.

غزني کې تېر کال څه‌ باندې ۱۸۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د غزني د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټولیيز ډول څه‌ باندې ۱۸۷ زره پېژندپاڼې وېشلې، چې ۹۵ زره او ۲۲۴ یې برېښنايي او ۹۲ زره او ۲۱۸ یې کاغذي دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد وايي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

نوموړی زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې یې دفترونه فعال دي.

دغه‌راز تېر کال یې ۶ زره او ۲۵۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې ۸ زرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۴زره او ۸۵۰ زېږون کارتونه، ۱۷۵۹ د مړینې پارچې او ۱۰۶ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې هر څوک په اساني سره الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د هېوادوالو د لاهوساینې لپاره هر اړخیزې هڅې کوي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د فاریاب ولایت قیصار او شیرین تګاب ولسوالیو له یو شمېر سیمه‌ییزو مسولینو، علماوو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.

په پیل کې د قیصار ولسوال ملا محمد اسماعیل سعادت او د شیرین تګاب ولسوال د نورو په استازیتوب خبرې کړې او د دې ولایت په ځانګړي ډول قیصار او شیرین تګاب ولسوالیو کې یې د اجتماعي او امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي دي.

دوی زیاته کړې، چې په دې ولسوالیو کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی او سیمه‌ییز مسولین خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو حل په برخو کې هڅې کوي.

یادو مسولینو او علمای‌کرامو ټولو برخو کې د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې، په بېلابېلو برخو ځانګړي ډول د دې ولایت د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو سیمو کې د دیني مدرسو او ښوونځیو پیاوړتیا، د اوبو بندونو جوړولو، سړکونو د ترمیم او انکشافي پروژو تطبیق ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د سراسري امنیت تامین، اجتماعي هوساینې ایجاد او د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت مسولیت دی او په دې برخه کې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ستاسو وړاندیزونو ته رسیدنه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۲۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۷/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۹) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۱۰۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۱۲) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۳) تنه غریبکار او (۵) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۸) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۱۱۵) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۷) کورنیو سره مجموعاً (۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۹) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۹۲) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۹) تنه غریبکار او (۵) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۵) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۲۹۹۰) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۶) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۱۱۰) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً (۲۸۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۵۱) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۰۶) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷۵) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۶۴) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۷۴) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۴) را ستنو شوو کورنیو سره (۶۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۶) کورنۍ، (۵۱۴) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۴) کورنۍ، (۲۲) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۲۷) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۵۶) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۴) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د رياست الوزرا سياسي مرستيال افغانستان کې د فعالو ترکي خیریه بنسټونو له مسولینو او استازو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د ترکي خیریه بنسټونو مسولینو او استازو سره لیدنه وکړه.

په پيل کې د دغو خيريه بنسټونو مسولينو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو اړوند معلومات ورکړي او د اسلامي امارت له همکاري یې په مننې ویلي، چې د بيارغاونې، یتیمانو لاسنیوي، خوراکي توکو وېش، روغتیا او په يو شمېر نورو برخو کې اړمنو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي او ډاډ يې ورکړی، چې د غيرې سیاسي بنسټونو په توګه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د دغو ترکي خیریه بنسټونو د مسولينو په وینا؛ دا مهال له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د جوماتونو او مدرسو رغولو تر څنګ، بې سرپرسته مېرمنو ته د مناسبو کاري فرصتونو رامنځته کولو، د کوکنارو بدیل کښت او د روږدو درملنې پروژې هم تر لاس لاندې لري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هېواد کې د ترکي خیریه بنسټونو له فعالیت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره افغانستان کې د خیریه کارونو او پانګونې غوره زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت له لوري یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره په ځینو برخو کې مرستو ته په اشارې ویلي، چې د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله افغانان په بېلابېلو برخو کې همکاريو او مرستو ته اړتیا لري.

په پای کې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال ترکیه د افغانستان دوست هېواد یاد کړی او د دواړو لوريو تر منځ یې د مثبتو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مبارکۍ پیغام!

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله  اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ  پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. أما بعد:فقد قال الله تعالي: قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى (۱۴) وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى (۱۵) سورة الأعلی

ژباړه: په تحقیق بری موندلی، (په مراد رسیدلي دي) هغه څوک چې پاک شوي دي(په ایمان سره له معاصیو څخه) او یاد یې کړ نوم د رب خپل(په تکبیر سره) بیا یې لمونځ وکړ(چې نښه د اسلام ده).

د تفسیر کابلي په حواله ځيني اسلاف وايي چې، دلته د تزکیې څخه مراد د فطر صدقه ده او له ذکر څخه مراد د اختر تکبیرونه دي، او له لمانځه څخه مراد د اختر لمونځ دی، (یعنی د اختر په ورځ اول د فطر صدقه (سرسایه) ورکړه، بیا تکبیرونه  ووایه او د اختر لمونځ وکړه)

عن ابن عباس رضی اللّٰه تعالیٰ عنه قال: في آخر رمضان أخرجوا صدقة صومکم فرض رسول اللّٰه ﷺ هذہ الصدقة صاعاً من تمر او شعیر او نصف صاع من قمح علی کل حرٍ او مملوکٍ ذکرٍ او أنثی، صغیرٍ او کبیرٍ. [رواه ابوداؤد]

ژباړه: روایت دی چې ابن عباس رضي الله عنه د روژې په آخري ورځو کې خلکو ته وویل: چې تاسو د خپلو روژو زکات وباسئ، (یعنې صدقه فطر ادا کړئ) رسول الله صلی الله علیه وسلم دا صدقه پر هر مسلمان آزاد، غلام، مینځي، سړي، ښځې، او کوچنیانو باندې په خرما او وربشو کې یو صاع او په غنمو کې نیمه صاع فرض(یعنې واجب) ګرځولې ده.

و عنه قال: فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر طُهرةً للصائم من اللغو والرفث، وطعمةً للمساكين. [رواه ابوداؤد]

ژباړه: ابن عباس رضي الله عنه روایت کوي چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم روژې د بېهوده خبرو او د لغوه کلام څخه د پاکولو لپاره او په مسکینانو باندې د خوړلو لپاره صدقه فطر لازمه ګرځولې ده.

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ . [متفق علیه]

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم سړي چې له ایمان سره (یعنې د شریعت ریښتیا ګڼلو سره او د رمضان د فرضیت د اعتقاد ساتلو سره) او د طلب ثواب لپاره (یعنې د ریا په طور نه بلکې خالصةً لله تعالی) د رمضان روژه ونیوله نو د هغه ګناه بخښل کیږي، چې هغه مخکې کړې وي.

د افغانستان مؤمنو او مجاهدو خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

وبعد: ټولو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم ، الله تعالی مو روژې،  تراویح ، سرسایې، دعاګانې او نور بدني او مالي عبادتونه قبول وګرځوه.

محترمو وروڼو!

له هرڅه مخکې باید د الله جل جلاله شکر ادا کړو چې اسلامي شرعي نظام یې را په برخه کړی دی او د دې سپیڅلي او مقدس نظام تر سیوري او سایې لاندي ژوند کوو، د الله په فضل مو د امن په فضا کې روژه ونیوله او د کوچني اختر لمونځ به هم ادا کړو او خوښۍ به یې هم د امن په فضاء کې تېرې کړو.

الله تعالی فرمايي: لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ  (آیة ۷ سورة ابراهیم).

ژباړه: … قسم دی که چیرې شکر وویستلو تاسې (په تیرو نعمتونو/ احساناتو زما)، نو خامخا زیات به کړم تاسې ته نعمت، او قسم دی که بې قدري ناشکري وکړه تاسې (د نعمتونو/ احساناتو زما)، نو بې شکه عذاب زما خامخا ډیر سخت دی.

او الله تعالی فرمایي: قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ (۵۸)[سورة یونس]

ژباړه: ووایه (ای محمده) مؤمنانو ته چې خوشاله اوسئ په فضل(قرآن) د الله سره او په رحمت(دین) د الله سره نو په همدغه (فضل او رحمت) دې خوشاله شي مؤمنان(ځکه چې) دغه (فضل او رحمت) ډیر غوره دي له هغو مالونو چې جمع کوي (یې) دوی. نو ښایي خوشاله دي شي مؤمنان په دې ځکه چې دغه مذکوره شیان چې عظیم الشان قرآن او اسلام او نور مقدسات دي ډیر غوره او خیر دي. کابلی تفسیر

په هر نعمت باندې چې شکر وایستل شي، الله تعالی هغه نعمت زیاتوي او که خدای مه کړه ناشکري وشي، نو الله تعالی د عذاب خبرداری ورکړی چې لوی خطر دی، ځکه نو په خپلو مسلمانو وروڼو تاکید کوم چې د الله تعالی جل جلاله شکر له پامه ونه غورځوي او تل د الله تعالی شاکر بندګان واوسئ، الله تعالی راکړی اسلامي شرعي نظام، امن، اخوت او اتحاد دا ټول هغه څه وو چې موږ په لسیزو ورڅخه محروم کړل شوي وو، نن چې الله تعالی جل جلاله یاد نعمتونه راکړي دي، لومړی باید شکر پرې وکاږو، تر شا یې کلک ودریږو، حمایت یې وکړو، اصلاح یې وکړو او خیر خواهي ېې وکړو.

په ځانګړې ډول علماء کرام ډير مسئولیت لري چې ټول خلک او د اسلامي امارت مسئولین لا ډېر د الله تعالی بندګۍ ته متوجه کړي، اصلاح یې وساتي، نیکې مشورې ورکړي، توصیې ورته وکړي، خیرخواهي ېې وکړي او تل یې د عبادت په لور دعوت کړي.

د مسجدونو امامان مسئولیت لري چې د خپلو مقتدیانو او د هغوی د اولادونو د عقائدو، اعمالو او اخلاقو اصلاح او تربیې ته هره ورځ متوجه وه اوسي، دوامداره اصلاح یې وکړي، خصوصا له معاصرو فتنو څخه یې وساتي.

د اسلامي شریعت تنفیذ:

د اسلام د یوه مقدس رکن جهاد في سبیل الله مهم هدف اعلاء کلمة الله او د اسلامي شریعت تنفیذ دی، اسلامي امارت هم د مقدس جهاد د اهدافو د تر لاسه کولو او د مجاهدینو د ورکول شویو قربانیو د تحفظ په موخه همدې اساسي هدف ته لومړیتوب ورکوي او د ترلاسه کولو لپاره یې مختلفې هڅې په کار اچولې، د عدالت تامین، شرعي حدود او تعزیرات شرعي محاکم د شریعت د اصولو مطابق بلا توپیره اقامه کوي او د ظلم مخنیوی او د مظلوم دفاع کوي.

له منکراتو څخه د مخنیوي او معروفاتو د اقامې لپاره د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي اصولو مطابق یاده مقدسه وظیفه سر ته رسوي، په ولایتونو کې د علماء کرامو او متنفذینو شوری ګانې د مسئولینو سره په کارونو کې د شرعي احکامو د پلي کولو او د نیکو مشورو ورکولو، د علماء کرامو تر منځ د وحدت ساتلو  او د اسلامي امارت او خلکو  تر منځ د اعتماد ټینګولو لپاره د یوې لائحې له مخې په کار بوخت دي، مسئولین یې هم په اطاعت مکلف شوي، له ولایتونو وروسته د دا ډول شوری ګانو د جوړولو لړۍ ولسوالیو ته غځېدلې او په تدریج سره به د ټولو ولسوالیو د علماء کرامو او متنفذینو شوراګانې جوړې شي.

له محاکمو څخه دفاع او پر فیصلو یې قناعت او غاړه ورته ایښودل، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مسئولینو د توصیو عملي کول او په کارونو کې ورسره همکاري کول، په انفرادي او اجتماعي توګه د شریعت منل د هر مسلمان مسئولیت دی.

تعلیم او تربیه:

د نوي نسل د دیني او ورسره د عصري زده کړو لپاره په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت پراخ تشکیلات لري او په سلګونه دیني، علمي مرکزونه یې فعال کړي ، د ټولو یتیمانو د روزنې، تعلیم او  ښه کفالت لپاره په هر ولایت او یو شمېر ولسوالیو کې دارالایتامونه را منځته شوي، چې د مستقل ریاست له خوا اداره کیږي.

د خپلو اولادونو ښه تربیه کول، تعلیم پرې کول او دا  فرصت ورته برابرول چې دیني زده کړې وکړي، د هر مسلمان ورور مکلفیت او وظیفه ده.

امنیت:

افغانستان څو لسیزې په بې امنیتي، ناخوالو او مشکلاتو کې را تیرې کړې دي، له ډیرو ستړیاوو، قربانیو او تکالیفو وروسته الله تعالی یو ستر انعام ورباندې وکړ چې دلته یې د امنیت فضاء حاکمه کړه، هم یې ظاهري امنیت را وست او هم یې باطني امنیت تأمین کړ. ظاهري امنیت دا دی چې د خلکو نفسونه، مالونه او عزتونه په امن دي، باطني امن دا سو چې خپلواکي او ازادي راغله او دا د الله جل جلاله یو لوی نعمت دی، اوس به تاسې ټول د دې دواړه ډوله امنیت ساتنه کوئ او د امنیتي مسئولینو سره به هر ډول همکاري کوئ او دا به د ځان مسئولیت ګڼئ ځکه الله پاک موږ په دې مکلف کړي یو، چې پر ښو به د خلکو همکاري کوو او پر بدو به له چا سره کومک نه کوو. نو د مفسدینو مخنیوی وکړئ، تاسو د امنیت په تأمین کې مسئولیت لرئ،که د یو چا وینه په ناحقه توی شي ټول به مسئول یو، ځکه هر مسلمان الله پاک په دې مکلف کړی دی چې د بدو مخه ونیسي، که تاسې همکاري ونکړئ امنیتي مسئولین کور په کور نشي ګرځېدلای، تاسې به د خپل ښار، کور کوڅې امنیت ته توجه کوئ او له دوی سر ه به پوره همکاري کوئ.

اقتصاد:

د اسلامي نظام او قیادت له شرعي مسئولیتونو څخه یو هم د خپل رعیت اقتصاد ته توجه کول او داسې هڅې کول دي چې په هغه سره یې رعیت له احتیاجه خلاصیږي او په خپل مټ خپل رزق برابروي، اسلامي امارت تر ممکنه حده پورې دا کوښښ روان کړی چې شرکتونه ایجاد او عام المنفعه کارونه وکړي تر څو خلکو ته د نفقې او رزق زمینه برابره شي.

چې تر یوه حده دا هڅې روانې او ځیني کارونه شروع دي، تاسو هم ارام مه کېنئ! کوښښ وکړئ په انفرادي او اجتماعي ډول د کارونو لپاره زمینه برابره کړئ، په خپل منځ کې شرکتونه جوړ کړئ، د کښت کروندې او فابریکو لپاره زمینه برابره کړئ، د امارت سره ملګري شئ

او د خپل ملک اقتصاد ته قوت او وده ورکړئ، امارت به هم توجه کوي چې تاسو ته د کښت او کروندې، اوبو مهارولو، فابریکو د جوړولو او د صنعت د پرمختګ په برخه کې ښه زمینه برابره کړي.

نو به الله تعالی زموږ او ستاسو په شریکو هڅو اقتصاد برابر کړي، پر الله به توکل کوو، تاسو ټولې هغه جائزې لارې چې د رزق پیدا کولو ذریعه ګرځي، تعقیب کړئ، د ناجائزو معاملاتو څخه پرهیز وکړئ، حلال مال وګټئ،  پر پردیو باندې تکیه مه کوئ او مه د نورو په طمعه کښېنئ!

له ټولو اړخونو سره د شریعت په چوکاټ کې چلند:

د افغانستان اسلامي امارت د خپلې اسلامي او شرعي تګلارې له مخې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي، او له هر چا څخه هم غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت دغه نیک نیت او ارادې ته د شک په نظر ونه ګوري، زموږ قول او تعهد، تعهد دی، او له دوی څخه هم  د افغانستان حریم، ګټو، او عزت ته د پام کولو توقع لرو او غواړو چې ښې اړیکي راسره وپالي.

د سیمې له ټولو ملکونو سره د اسلام د مقدس دین په رڼا کې د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې پرمخ ځو، له ټولو سره ښې سفارتي او اقتصادي اړیکې غواړو، هغوی هم د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ باید یو ښه فرصت وبولي، لاهم ښې اړیکې راسره وپالي، د اعتماد فضا راسره ایجاد کړي او د همکاریو په روحیه ولاړه تګلاره راسره خپله کړ.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکول شوې چې له ټولو سره او بالخصوص  اسلامي نړۍ سره د ښه اطمینان او ډاډ فضا رامنځته کړي.

له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ورورۍ په اساس ولاړې دي، ټول مسلمانان زموږ وروڼه دي، همدې اصل ته په کتو، موږ مشترک دين، عقائد او باورونه سره لرو، مشترکې ګټې سره لرو، چې باید له امله یې مشترک لید لوری سره ولرو، د یوبل په درد او غم کې سره شریک واوسو او د خپل توان په اندازه یو له بل سره مرسته او همکاري وکړو.

داسې یو دريځ خپلول زموږ ټولو مشترکې ستونزې را کمولی او حل کولای شي، اسلامي امارت د همداسې یوې فضا د ایجاد غوښتونکی دی.

فلسطین:

د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ده، موږ په غزه باندې اسرائيلي تجاوز او اشغال یوځل بیا په کلکه غندو، له ټولو اسلامي هیوادونو حتی ټولې نړۍ څخه غواړو چې هرڅه ژر د اسرائیلي اشغالګرو د ظلم لاس ونیسي ترڅو هلته تجاوز پای ته ورسیږي، په ځانګړې توګه اسلامي امت مسئولیت لري چې د مظلومو فلسطینیانو له داعیې څخه کلک ملاتړ وکړي او په یوه ږغ د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له فلسطینانو سره ودریږي.

د تأسف خبره ده چې د فلسطین ظلم ته د نړۍ د بشر د حقوقو مدعیان نظاره کوي، تراوسه هيڅ نړیوال اړخ د دغو ظلمونو د بندیدو لپاره عملي ګام ندی اخیستی او د دې سترې غمیزې په اړه یې خپل مسئولیت ندی ادا کړی.

د مخدره موادو مخنیوی:

اسلامي امارت  لخوا د اسلامي او شرعي مکلفیت له مخي په هیواد کې د مخدره موادو د کښت ممنوعیت او د هیوادوالو لخوا په دې اړوند د اسلامي امارت فرمان په ښه توګه تطبیقول خورا ستره لاسته راوړنه ده، د اسلامي امارت په عزم او تصمیم سره  دغه ستر کار ترسره کیدل، له اسلامي امارت سره د خپل ولس کلک ملاتړ او حمایت څرګندوي او دا روښانه کوي چې نور افغانستان له مخدره موادو پاکیږي.

ورسره په کابل او ولایاتو کې په مخدره موادو د معتادینو راټولیدل او د هغوی له معالجې وروسته په سالمه توګه کورنیو ته سپارل بل هغه شرعي مکلفیت دی چې اسلامي امارت تر سره کړی او د خپل ملت د یوې لویې برخې خلکو او کورنیو غم او درد ته رسیدګي شوې ده.

د افغانستان ټول خلک په دې مکلف دي چې له مجاهدینو سره د دې فرمان په تطبیق کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت ټولو مسئولینو او مجاهدینو ته:

تاسو ټولو ته لاندې توصیې کوم، ټول به عمل پرې کوئ او هر مسئول به یې له خپل ماتحت سره هم شریکوي، ترڅو د خپلو خلکو ښه خدمت وکړو، له هغوی سره ښه چلند ولرو او شرعي حقوق یې ورکړو.

۱ – ټول مسئولین باید خپلو کارونو ته ښه متوجې شي د افغانستان د ډیرو خلکو حقوق په هر وزارت، ولایت، ریاست او ادارې پوري تړلي دي، نو که کوم مسئول غفلت کوي د ډیرو انسانانو حقوق ورسره ضایع کېږي او د مسئولینو غفلت په شریعت کې عذر نه دی.

۲ – مسئولین باید په خپلو منځو کې د ورورۍ ژوند وکړي، له اختلاف او خود خواهي څخه ځانونه وساتي، په دې سره به د جهاد ثمره چې د اسلامي نظام تحکیم دی، وساتل شي، د شوروي او کمونیزم خلاف د افغانستان جهاد کامیاب شو، شوروي شکست وخوړ خو په مسئولینو کې اتفاق نه و، خودخواهي وه، نو ځکه د جهاد ثمره تر لاسه نه شوه، اسلامي نظام جوړ نه شو او افغانستان له ډېرو ناخوالو سره مخ شو.

۳ – امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او مړي ډېر وشي؛ بلکې امنیت د شریعت په تطبیق او عدالت کې دی او بې امنیتي هغه وخت راځي چي د شريعت مخالفت وشي؛ نو د ځانونو اصلاح ضرور ده د هر مسئول او فرد ګناه په ټول نظام بد اثر کوي.

۴ – له ظلم څخه به ځان ساتئ که له چا سره ظلم وشي نو د یوه مظلوم ښېرا ټول نظام لړزوي؛ ځکه د مظلوم دښېرا او الله پاک تر منځ حجاب نشته .

۵ – دښمنان مو په دې طمعه دي چې د کمونیزم ضد جهاد تر کامیابي وروسته چې د مجاهدینو په منځ کې څنګه اختلاف پیدا شو د اسلامي امارت د مسئولینو په منځ کې به هم پیدا شي، خو موږ دوی ته وایو چې دا ارمان به مو پوره نشي ان شاء الله تعالی. قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ الله عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ.

۶ –  د افغانستان خلک ډېر زورېدلي دي، ډېر ظلمونه پرې شوي دي او ډیرې قربانۍ یې ورکړې دي، دا کامیابي د دې خلکو د قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوې، نو د دې خلکو به ډېر قدر کوئ، خدمت به یې کوئ او فریاد به یې اورئ، دا چې پرون یې موږ ته په خپلو کورونو کې ځای راکړی و او د خپلې خولې ډوډۍ یې راسره نیمایي کوله نن که یې هیر کړو دا بې وفایي او جفا ده چې د مجاهد له شان سره بیخي نه ښایي.

۷ – هیڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بې ځایه شکایت نه وي کړی یا په لږ جرم ډیر تکلیف ورته ونه رسیږي نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه در څخه ازار نشي.

۸ – په اسلامي امارت کې هیڅ تفرقه او تبعیض ځای نه لري، د جنوب سړی به په شمال کې مسئول وي، د شمال به په جنوب کې مسئول وي او خدمت به کوي.

۹ – امتیاز به په تقوی، اهلیت او امانت داري سره وي. د قوم،  ژبې، سمت او قرابت فکر باید په مسئولینو کې پیدا نشي او که چېري په چا کې دا مرض وي ټول ورته متوجې شئ مخه یې ونیسئ.

۱۰ – چې چېري څوک محتاج وي او پرې خبرشئ ځان ورته رسوئ، نور دا فرق مه کوئ چې څوک دی او چېري دی.

۱۱ –  دا دور تېرېږي موږ اوتاسو باید کوښښ وکړو چې اینده نسلونو ته یو ښه تاریخ ، ښه لوایح او ښه اصول پرېږدو، زیاته توجه اخرت او د الله تعالی رضا ته وکړو.

۱۲ – رازق او ساتونکی مو الله تعالی دی د دنیا ټول قوتونه نه ستاسو څخه رزق اخیستلای شي او نه یې در څخه بندولای شي او نه مو هم ژوند اخیستلای شي، په الله تعالی توکل کوئ او د الله تعالی د رضا کوښښ کوئ.

۱۳ –  خلکو ته د اسلامي احکامو او اخلاقو لپاره ترغیب ورکړئ، تشویق یې کړئ، د بې ځایه زور پرځای یې په تشویق وهڅوئ، په زور خلک نفرت در څخه کوي اوپه تشویق ملګرتیا او اخلاص درسره کوي.

۱۴ – کوښښ وکړئ چې هغه د جهاد د دور شرعي عادات او دیني معمولات، تعلیم او تعلم درڅخه پاته او هیر نه شي.

۱۵ – له قرآن کریم سره تعلق ساتئ، اقلاً د ورځې په یوه وخت کي یې در اخلئ او تلاوت یې کوئ.

۱۶ – په لوړو وظیفو مه خوشاله کېږئ او چې له وظیفو لیري شئ مه خفه کېږئ، مطلب په منصب پسي زړونه مه تړئ.

۱۷ – د تېرو دورو له بدنامو څېرو څخه عبرت واخلئ نو له داسې کارونو او اخلاقو څخه ځانونه وساتئ چې د بدنامۍ او بدګمانۍ سبب وګرځي؛ بلکې د سلفو صالحینو اخلاق په ځانو کې راولئ. –

له فقیرانو سره مرسته:

د افغانستان په سرمایه دارو او مالدارو ږغ کوم چې د اختر په دې مبارکو شپو ورځو کې ناداره او فقیر افغانان درسره یاد لرئ، هغوی زموږ او تاسو وروڼه دي، د هغوی سره مرسته او همکاري زموږ تاسو وجیبه ده، ټول به د خپلو امکاناتو په دننه کې له خپلو غریبو خلکو سره مرسته او کومک کوئ.

په پای کې یوځل بیا تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم،  الله تعالی دې ټول له هر ډول آفاتو څخه وساتي او الله پاک مو کامیابه لره. و السلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی

۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق

۱۸/۱/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/4/6م

غزه کې روان وحشت؛ د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د هر اړخیزې مبارزې غوښتنه کړې

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره د صهیونیسټي رژیم له ظلم او تېري سره د هر اړخیزې مبارزې غوښتنه کړې.

دې اتحادیې پر اسلامي ټولنه غږ کړی چې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

په یاده بیانیه کې یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم وحشیانه جنایتونه غندل شوي او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې له کوچني اختره وړاندې دې په غزه کې سملاسي اوربند ټینګ کړي.

په بیانیه کې دغه راز غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د لارو په بیا پرانیستلو ټینګار شوی او له خلکو، نړیوالو بنسټونو او حقوقي سازمانونو غوښتل شوي، چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي ترڅو د صهیونیستي رژیم له مالي، پوځي او سیاسي همکاري څخه ډډه وکړي.

حال دا چې نن سهار صهیونیستي رژیم د یوې غیرې انساني کړنې په ترڅ کې د اوښکو بهوونکي ګاز په واسطه د الاقصی جومات په لمونځ کوونکو برید وکړ او یو شمېر فلسطینیان یې هم ونیول.

د روژې مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په مناسبت چې د قدس له نړیوالې ورځې سره هم برابره ده، څه باندې ۵۶ زره لمونځ کوونکو د سهار په لمانځه کې ګډون کړی وو.