ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1152

اسرائیلو کې د الجزیرې تلویزیوني شبکې فعالیتونه بندېږي

د الجزیرې د راپور له مخې اسرائیلي پارلمان د رایو په اکثریت سره اسرائیلو کې د بهرنیو رسنیو د فعالیت بندولو قانون تصویب کړ.

د دې قانون پر اساس؛ د هغو رسنیو فعالیت بندېږي، چې د دوی په اصطلاح اسرائیلي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د یاد قانون له تصویب وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، چې د الجزیرې فعالیتونه به ژر تر ژره بند کړي.

د راپورونو پر اساس؛ یاد بندیز ښايي ۴۵ ورځې د جولای تر میاشتې دوام وکړي، چې بیا نوی کېدای هم شي.

اسرائیلو رژیم غزه تړانګه کې د ګڼو بشري جنایتونو تر څنګ د غزې د الجزیرې څانګې د مشر وائل الدحدوح زوی حمزه الدحدوح په ګډون په قصدي ډول ډېری خبریالان وژلي، تر څو جنایات یې پټ پاتې شي.

امریکا د صهونیستي رژیم په یاد اقدام اندېښنه ښودلې ده.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي رژیم له دې وړاندې د لبنان “المیادین” چینل پر فعالیت هم بندیز لګولی و.

دمشق کې د ایران پر قونسلګري د صهیونیستي رژیم برید ته د اسلامي امارت غبرګون؛ دا برید د دیپلوماتیکو نورمونو څرګند نقض او په کلکو ټکو یې غندو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلۍ څانگه د صهيونيستي رژیم بريد د ديپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام بولي او په کلکو ټکو يې غندي.

د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له موثره هېوادونو غواړي، چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د هغه رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.

د دغه رژيم د جنايتونو دوام له يوې خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي گواښ بدل شوی او له بلې خوا يې د نړيوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۲۲/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۳/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۴۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې دوه کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱۳ تنه غریبکار او اته تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۰۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او یادۍ کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۲۰ کورنیو سره ټولې ۱۶۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 ۱۵ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا:  په سپین بولدک کې کډوالو ته ۱۸۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۴۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۵۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د وړې دورې فارغ، یو تن دیني عالم، ۲۲ تنه غریبکار او نهه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۱۸۹ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۱۲۲ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۶۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۹ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د هرات په اسلام کلا کې ۲۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ را ستنې شوې کورنۍ سره ۱۹۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۹۸ کورنۍ ۳۸۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال: یوه کورنۍ اووه وګړي

مرسته شوي کډوال: ۷۸ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۱۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۴۰ عدده

سوریه کې د ایران پر قونسلګري د اسرائیلو برید؛ د یوه لوړ پوړي ایراني قومندان په ګډون اووه کسان وژل شوي

د ایران اسلامي انقلابي ګارد قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دمشق کې یې د اسرائیلو له لوري پر قونسلګري برید کې اووه غړي وژل شوي.

د خبرپاڼې پر اساس؛ په وژل شویو کې لوی قومندان محمد رضا زاهدي او مرستیال یې جنرال محمد هادي حاجي رحیمي هم شامل دي.

ایران یاد برید په کلکه غندلی او په غبرګون کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

ورته‌مهال یو شمېر ایراني رسنیو ملګرو ملتونو کې د روسي استازولۍ د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې امنیت شورا به نن سې‌شنبه د یاد برید په تړاو ناسته وکړي.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنې او مالدارۍ خونې له مسولینو سره په لیدنه کې؛ د کورنیو تولیداتو معیاري کېدو ته باید لومړیتوب ورکړل شي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخوند د کرنې په وزارت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې له رییس خان محمد فروتن او د یادې خونې یو شمېر غړو سره په لیدنه کې د هېواد د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو او لومړیتوبونو په اړه خبرې کړي دي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال اسلامي امارت د خلکو د خدمتګار په توګه یاد کړ، چې د دوی د باور پر بنسټ حاکم شوی دی او د کرنې او مالدارۍ خونې مسولینو ته یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ملا اغا جان اخوند د هېواد د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او بهر ته د صادراتو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه ویلي، په دې موخه یې له ګاونډیو هېوادونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ په درې برخو کې په دوامداره توګه کار کوو، چې د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره د لویو سړو خونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ کارخونو جوړول او په بندرونو کې د کرنیزو صادراتو لپاره د اسانتیا رامنځته کول شامل دي، تر څو د هېواد کرنیز محصولات مطلوب بازارونو ته ورسېږی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال دغه راز پانګونې لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د یوې مشخصې کړنلارې د جوړولو په هکله هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د یادې کړنلارې تر منظورۍ وروسته به پانګوالو لپاره د پانګونې لا زیاتې زمینې برابرې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسولینو هم په بېلابېلو برخو کې د یادې ادارې پلانونو په اړه خبرې کړي او د بزګرانو، مالدارانو او د خصوصي سکتور د متشبثینو د ستونزو د حل په موخه یې د همکارۍ او همغږۍ د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د افغانستان ثبات د یو اقتصاد محوره هېواد په توګه د ټولو هېوادونو په ګټه دی

‎ د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو وزارت د روژه ماتي مېلمستیا کې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته وینا کړې.

په دې مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو مسولینو، استازو، ډیپلوماتانو او د یوناما مسولینو ته د ښه راغلاست او د هغوی د راتګ د قدردانۍ ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي په اساس د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیستانو بې رحمانه بریدونه او د فسلطین ملت عام وژنه په ټوله مانا غندي او په غزه کې د ټولو بشري او بین المللي اصولو خلاف دغه ترسره کېدونکي بریدونه ټول بین المللي نظم او قوانین تر پوښتنې لاندې راولي.

د ریاست الوزرا مرستیال څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له  واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد له منځه تللی او د مطبوعاتو فعالیت جریان لري.

همداراز معتادین راټول شوي او په دې وروستیو کې له یو میلیون زیات افغان کډوال، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور راوېستل شوي وو، په ښه توګه مدیریت شوي دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هېوادونو څخه غواړي، چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دې هېواد د اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هېوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د ادامې لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړین کار دی او د کاسا زر پروژې د عملي کېدو لپاره یې د نړیوال بانک د اقدام مننه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو په زور اېستلو منفي اغېزو ته په اشارې ویلي، په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

دا کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي او همدارنګه یې څرګنده کړې، د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي، چې افغانستان یو اقتصاد محوره هېواد وي او د هیڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او همداراز د نورو هېوادونو یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په ایران، روسیې او پاکستان کې د شویو بریدونو په غندلو سره او په هغه کې د چینایي وګړو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، موږ دغه بریدونه چې د عامو خلکو د وژنې لامل کېږي غندو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو وېستنه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتوت سره لیدنه کړې.

 اندریکا راتوت له افغانانو په ځانګړي ډول د هرات زلزله ځپلو او له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکاریو د مننې ترڅنګ د سراسري امنیت، د نشه یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او استمال او د اداري فساد د مخنیوي هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال ویلي؛ له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې به دوام ولري او د مسولینو څخه یې غوښتي، چې اړمنو افغانانو ته د دې مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د کډوالو وېستل د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال له افغانانو سره د بین المللي ټولنې د همکاریو قدرداني کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو را وېستلو پروسه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي او د اسلامي امارت مسولین مستحقینو ته د بشري مرستو رسولو پروسه کې له بین المللي سازمانونو او مرسته کوونکو سازمانونو سره همکار دي.

د کابينې ۲۰مه غونډه؛ د ترافيکي پېښو مخنيوي طرحه تایيد شوې

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې شلمه غونډه تېره ورځ دوشنبه «رمضان المبارک ۲۲مه/ وري۱۳مه» د ریيس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي.

غونډه کې له هر اړخيز بحث وروسته د ترافيکي پېښو د مخنيوي طرحه چې د کورنيو چارو وزارت له لوري چمتو شوې وه؛ تایيد شوې او اړوندو ارګانونو ته دنده سپارل شوې ترڅو ياده طرحه پلي کړي.

همداراز په غونډه کې مالدارو سره د موسساتو له لوري د شويو مرستو راپور وړاندې شوی او اقتصاد وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په راتلونکې کې خپلې چارې د طرزالعمل مطابق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.