د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال کندهار کې څه باندې ۲۱۲ زره پېژندپاڼې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي؛ د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول څه باندې ۲۱۲ زره کسانو ته پېژندپانې وېشلې دي، چې ۱۵۴ زره او ۲۸۸ الکترونيکي او ۵۸ زره او ۲۷۳ یې کاغذي پېژندپانې دي.
د کندهار ولایت د احصايې او معلوماتو ریيس مفتي محمد خان ویلي، هره ورځ شاوخوا ۳ زره کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپانو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ۱۸ ولسواليو کې یې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې نږدې ۱۰ زره کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او له دوه زره او ۲۰۰ ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت ( دوه زره او ۱۰۰ زېږون کارتونه، ۱۰۱ د مړینې پارچې او ۲۱ د طلاق ثبت) خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د اسان خدمت یو څانګه او دوې د الکترونیکي پېژندپانو د وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
په دې څانګو کې غوښتوونکو ته د نویو پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د نوم او عمر اصلاح کول، د مثنی پېژندپانې وېش، د عکس او بایومټریک نوي کول، د ودونو او طلاق ثبتول) هم وړاندې کېږي.
د یاد ریاست په وینا؛ په دې ولایت کې د کاغذي او الکترونيکي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت خدمتونو له لارې تېر کال څه باندې ۱۰۷ ميليونه او ۶۷۵ زره افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
خوست کې د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پينځو چکډمونو د جوړلو چارې بشپړې شوي
د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې د الګاډې شیخانو، په صبریو ولسوالي کې د څپري درې کندې، په نادرشاه کوټ ولسوالي کې د وام مقبل، په دوه منده ولسوالي کې د آنارباغ او په تڼیو ولسوالي کې د درګې ترخیلو چکډمونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت په ټولیزه توګه د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د یاد ولایت په موسی خیلو ولسوالي کې د زوړکوټ چکډیم چارې ۸۰ سلنه، په ګربزو ولسوالي کې د لیژې سیمې ذخیروي بند چارې شاوخوا ۸٪ سلنه، په باک ولسوالي کې د غونډ میلې چکډیم چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې او په تریزیو ولسوالي کې د نرګیسي خوړ چکډیم چارې هم چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، په ښه توګه روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د چکډمونو یادې پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره په یاد ولایت کې د اوبو د مدیریت، د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه پلي کیږي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د تازه فرمان په ترڅ کې د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخینوي قانون توشیح شو
د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د یوه فرمان په ترڅ کې توشیح شو.
دغه قانون درې څپرکي او ۲۷ مادې لري، چې دکورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معنیت په مشري یو شمېر وزارتونو ته د سوالګرو راټولولو، درملنې او حرفوي زدهکړو ورکولو دندې ورکړل شوې دي.
د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، اقتصاد، مالیې، پوهنې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف او نهی عنالمنکر، حج او اوقافو، او د شهیدانو او معلولینو وزارتونه او کابل ښاروالي، د زندانونو د سمون اداره، افغاني سره میاشت، د افغانستان سوادګري او پانګونې خونه او د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده ورکړل شوې، چې د سوالګرو راټولولو، د بېوزلو او حرفوي سوالګرو تشخیص، له هغوی سره مرسته او د حرفوي او ښوونیزو زدهکړو زمینه ورته برابره او درملنه یې وکړي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې دفتر رییس مل پاسوال حسیبالله احمدي وايي، چې تر دې دمه ۴۹ زره او ۶۴۱ سوالګر راټول شوي، چې له جملې یې ۱۴ زره ۹۳۲ مېرمنې، ۲۲ زره او ۷۲۵ نارینه، ۴ زره او ۶۵ یې نجونې دي، چې ۱۳ زره یې اړمن او پاتې نور یې حرفوي دي.
هېوادوال د اسلامي امارت د یادې بېمخینې کړنې او اقدام هرکلی کوي او له کورنیو غواړي، چې خپل ماشومان د سوال کولو پر ځای د یوې ښې راتلونکې په موخه زدهکړو ته وهڅوي.
د دې قانون په یوه برخه کې راغلي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دې د سوالګرو راټولولو کمیسیون له چارو څخه وخت پر وخت څارنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت: د اکمال تخصص پروګرام فارغانو لپاره د معیاري سند د چاپ پروسه بشپړه شوې
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت له لوري د اکمال تخصص پروګرام فارغانو لپاره د معیاري سند (دیپلوم) د چاپ پروسه وروستۍ شوې ده.
یاد وزارت زیاته کړې؛ دا چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص پروګرام د فارغانو سند (دیپلوم) یو ارزښتناکه او خوندي سند شمېرل کېږي، چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې ارزښتناکه او خوندي اسناد د افغانستان اسلامي امارت شتمني ده، نو په همدې موخه د اکمال تخصص ریاست د دیپلوم د چاپ لپاره د خزاینو د لوی ریاست په شمول د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته پرېکړه وشوه، چې له مخې یې د یاد سند چاپي چارې د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت ته ورکړل شوې.
د وزارت په وینا؛ د یاد سند ډیزاین او کاغذ به د ۱۴ امنیتي کوډونو تر څنګ د یو ځانګړي واټر مارک لرونکی وي او له هر ډول غیر قانوني لاسوهنو او جعل څخه به په بشپړ ډول خوندي وي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د چاپ چارې بشپړې او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست په واک کې به ورکول شي؛ تر څو د یاد پروګرام څخه فارغو شویو متخصصینو ته د هغې له حقوقو څخه د ګټې اخېستنې په موخه ووېشل شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۱۹/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۰/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې نهه کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
نن د تورخم په عمري کمپ کې ۱۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بلکوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، اووه تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفه يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۳۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام،کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له څلور کورنیو سره ټولې ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
پنځه کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۵۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۳۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۳۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲ را ستنې شوې کورنۍ سره ۳۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۷۳ کورنۍ ۲۰۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۶۶ کورنۍ
لنډ مهالي مېشت شوي کډوال: ۱۰۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۱ عدده
د کرنې او مالدارۍ مرستیال: هېواد ته دې باکیفیته او معیاري کرنیز او نباتي درمل وارد شي
هېواد ته د بې کیفیته درملو او واکسینونو د واردولو له امله د کروندګرو او مالدارانو له شکایتونو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د نباتي او حیواني درملو واردوونکو شرکتونو چارواکو څخه غوښتي، چې باکیفیته او معیاري درمل او واکسینونه دې وارد کړي.
مولوی صدر اعظم عثماني هغو شرکتونو سره په ناسته کې چې نباتي او حیواني درمل واردوي ویلي؛ کروندګر او ماداران د وارداتي درملو او واکسینونو څخه شکایت کوي، دا زموږ مسولیت دی چې کنټرول یې کړو، د شخصي ګټو لپاره بزګرانو او مالدارانو ته زیان مه رسوئ، باید کیفیت لرونکي درمل وارد کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړې؛ موږ به هیڅ شرکت ته اجازه ورنکړو، چې ټیټ کیفیت لرونکي درمل وارد کړي، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونه دې باید بزګرانو لپاره معیاري او اسټنډرډ کرنیز تخمونه وړاندې کړي، د درملو واردوونکي شرکتونه باید باکیفیته او معیاري درمل وارد کړي او عضوي سره باید دننه په هېواد کې تولید شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه په سوداګریزو بندرونو کې د بوټو ساتنې قرنطین پیاوړی کوي او د څارویو د روغتیا او د بوټو ساتنې ریاست په مرکز او ولایتونو کې د درملو داخلي پلور څارنه او کنټرول چارې ترسره کوي.
غزه کې د صهیونیستي وحشتونو دوام؛ پرون (جمعه) لسګونه فلسطینیان شهیدان شوي
صهیونیستي رژیم غزه کې خپل وحشتونه جاري ساتلي او پرون (جمعه) یې پر بېلابېلو سیمو د هوايي او ځمکنیو بريدونو په پایله کې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړي دي.
صهیونیستي عسکر په پرلهپسې ډول روغتونونه، د درملنې مرکزونه او د خلکو کورونه په نښه کوي او په الشفا روغتون کې یې ځمکني عملیات روان ساتلي. دغهراز په خان یونس سیمه کې د بېدفاع خلکو په کورنو بریدونه شوي دي.
فلسطیني چارواکي وايي، چې پرون جمعه غزې ته نږدې پر الشجاعیه سیمه د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۷ او د المغازې د کډوالو په کمپ کې د هوايي برید له امله ۸ کسان شهیدان شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي ۳۲ زره او ۶۲۳ فلسطینیان شهیدان او ۷۵ زره او ۹۲ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال: محلي مسولین دې د هېوادوالو ستونزو ته لا رسېدنه وکړي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د پنجشېر والي د یاد ولایت د ټولنیز او اقتصادي وضعیت، سیمه ییزې حکومتولۍ او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
حافظ محمداغا حکیم ویلي، پنجشېر کې بشپړ امنیت ټنګښت لري او محلي مسولین تل د خلکو د ستونزو د حل او خدمتونو برابرولو هڅه کوي.
د پنجشېر والي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې د دیني مدرسو، ښوونځیو او روغتونونو پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته د پاملرنې غوښتنه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشېر ولایت د مسولینو کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ د سراسري امنیت ټینګښت او د هېوادوالو د ستونزو درک او حلول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او لازمه ده، چې محلي مسولین په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، وړاندیزونو ته به مو اسلامي امارت تر خپله وسه رسېدنه وکړي.
