ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1160

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ کې څه باندې ۸۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره او ۴۴۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره او ۸۸۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۵۵۲ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره او ۱۰ ټنه انتقالات چې ټولټال ۸۷ زره او ۴۴۵  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۶۱۱ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا؛ هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د فرانسې ولسمشر: له رفح ښار څخه په جبري ډول د فلسطینیانو ایستل “جنګي جنایت” دی

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې تړانګې جنوب کې له رفح ښار څخه په جبري ډول د فلسطینیانو ایستل “جنګي جنایت” دی.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور پر اساس ښاغلي ماکرون له نتانیاهو سره د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د اسرائیلو د تېرې جمعې ورځې اعلامیه، چې د نویو ښارګوټو په جوړولو بنا وه، په کلکه غندلې ده.

دغه‌راز د فرانسې ولسمشر په رفح ښار کې د اسرائیلو له هر ډول پوځي عملیاتو سره خپل مخالفت جاري ساتلی او نتانیاهو ته یې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړي، تر څو غزه کې بېړنۍ او تلپاتې اوربند رامنځته شي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال کې څه باندې ۳ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ په ۱۴۰۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د آسان خدمت او الکترونیکي تذکرو د ۷۶ وېش څانګو له لارې ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ چې له ډلې یې ۲ میلیونه او نږدې ۶۸ زره نارینه او یو میلیون او څه‌باندې ۵۶ زره تذکرې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.

د دې ادارې له معلوماتو له مخې؛  تېر کال ترټولو زیاتې وېشل شوې الکترونیکي تذکرې په کابل ولایت کې دي چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسیږي.

تر کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې تر ۱۸۸ زره زیاتې او په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۱۶۲ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

 همدا راز په کنهار کې د ۱۵۵ زره الکترونیکي تذکرو په وېشلو تر کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو وروسته ترټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

 د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل راپدېخوا تراوسه نږدې ۱۲ میلیونه او ۹۰۰زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي، چې په دې کې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره نارینه‌ او ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره ښځینه‌وو ته وېشل شوي دي.

مالیې وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګریز مارکېټ جوړولو تړون لاسلیک کړ

د مالیې وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کي د یوې سترې او معیاري سوداګریزې ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړې، چې په دوه جریبه ځمکه کي به جوړه شي.

په همدې اړه جوړه شوې ناسته کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړو مسولینو شتون درلود.

په دې سوداګریز مارکېټ کې به د یاد خصوصي شرکت له لوري د ۴،۵ میلیونه ډالرو پانګوني سره، په ۱۲ پوړونو کې ۳۰۰ سوداګریز دوکانونه ورغول شي، چې ورسره به سلګونو کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.

دغه سوداګزیز مرکز به د دریو کلونو په موده کې ورغول شي، چې له درکه به یې په کال کې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټول شي.

د ډاکټر قلندر عباد او په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي لیدنه؛ د روغتیا په برخه کې پر تلپاتې همکارۍ خبرې شوي

په افغانستان کې د یونیسف ادارې نوي استازي تاج الدین اوېلا د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره لېدنه کړې.
په دې لېدنه کې د روغتیا په برخه کې پر دومدارو هکاریو، د روغتیايي برخو پر تخنیکي ملاتړاو ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو څخه ګنلي دي او ویلي یې دي، موږ تل هڅه کوو، ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.
همداراز د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازي ویلي؛ هڅه کوو چې د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۵/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې شپږ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې شپږ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن دیني عالم، څلور تنه غریبکار او اووه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۹۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 شپږ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۶۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۵۷۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره چې د غړو شمیر یې اته تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۶ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د هرات په اسلام کلا کې ۱۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ را ستنې شوې کورنۍ سره ۱۱۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۳۳ کورنۍ ۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۳ عدده

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: د صنعتي سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د صنعت سکټور د پرمختګ په برخه کې د دغو فازونو پرانیسته او فعالیت یې مهم بللی او زیاته کړې یې ده، د صنعت سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوسپنې ویلې کولو کارخونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت صنعتي کارخونو ته د دایمي برېښنا چمتو کولو لپاره هڅې کوي او په همدې موخه د کورنۍ برېښنا د تولید کچې زیاتولو په موخه پر نورو پروژو سربېره له خصوصي سکټور سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه تولیدي برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی.

اقتصادي مرستیال د اوسپنې ویلې کولو کارخونې مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په کور دننه د خامو موادو چمتو کولو په موخه د هرات ولایت د اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي، څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.

ښاغلي برادر اخوند له صنعت سکټور څخه د ملاتړ په اړه ویلي؛ اسلامي امارت پر هغو اوسپنیزو توکو تعرفه لوړه کړې ده، چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي.

نوموړي له ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو غوښتي، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له لس تر ۱۵ سلنې ټیټ وي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو صنعت‌کارانو او پانګوالو غوښتي، چې د هېواد دننه په داسې مهمو سکټورونو کې لکه دا نن یې چې پرانیسته کوو، پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد په ترقۍ او ځان بسیاینه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې په دوهم او درېیم فازونو کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د اوسپنې پټلۍ خطونو، ګول سیخ او ګاډرو سلګونه ټنه تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د مسولینو لومړیتوب دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې.
علماوو او مخورو د یاد ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی ویلي، ځايي مسولين د امنيت ټینګښت او خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره تل هڅه کوي.
د ارګو ولسوالۍ علماوو او سپين ږيرو غوښتنه کړې، چې مسولین دې په یاده ولسوالۍ کې د سړکونو جوړولو او بیارغونې، د مدرسو او ښوونځيو جوړولو او د روغتيايي مرکزونو فعالولو ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د سراسري امنيت ټینګښت، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول او د خلکو د ستونزو لمنځه وړل د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې یادو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.