ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1162

غزه کې بشري ناورین؛ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د خپل کلني سفر په ترڅ کې غزې ته سفر کړی.

نوموړي د غزې اړوند رفح ښار په یوه سرحدي سیمه کې خبریالانو ته ویلي؛ اوس یې وخت دی، چې غزه کې سملاسي اوربند رامنځته او روانې وژنې ودرېږي.

نوموړي ویلي، چې غزې ته د بشري مرستو وړنکو لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي او پر غزه وېرونکې لوږه خپره ده او دا له ویر بدتره حالت دی. دغه‌راز په دې سیمه کې به نوره وژنه حالات لا بدتر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د غزې الشفا روغتون له شپږو ورځو راهیسي د صهیونیستي اشغالګرو له لوري محاصره او تر بریدونو لاندې دی او تر اوسه سلګونه روغتیايي کارکوونکي، ناروغان او پناه اخیستونکي شهیدان او یا ټپیان شوي دي.

یدیعوت احارانوت ورځپاڼې د صیونیستي پوځ په حواله ویلي، چې په الشفا روغتون د بریدونو له امله ۱۷۰ فلسطینیان وژل شوي او له ۸۰۰ ډېر نیول شوي دي.

حماس په الشفا روغتون کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو په تړاو د نړۍ خاموشي ځورونکې ګڼلې ده.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي ۳۲ زره او ۷۰ فلسطینیان شهیدان او نږدې ۷۴ زره نور ټپیان شوي دي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست د مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې

پاکستان کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر مولوي سردار احمد شکیب د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

 پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان له چارواکو سره د خپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره شریک کړي دي.

همداراز د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د راپور له اورېدو وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې وضعیت او اړیکو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: سیمه ییز مسولین دې د ټولنیزې هوساینې رامنځته کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غور له والي ملا احمدشاه دین‌دوست او د دې ولایت له یو شمېر مجاهدینو او ډاکټرانو سره لیدنه کړې.

د دغې لیدنې په پیل کې د غور والي د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ یې د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته ورکړی.

ملا احمدشاه دین‌دوست ویلي؛ د اسلامي امارت سیمه ییز مسولین د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د لازمو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې تل هڅې کوي او د ولسونو د ستونزو د حل په موخه خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

نوموړي د مواصلاتي لارو د بیارغونې او جوړولو، د ښوونځیو د اعمار، د انکشافي پروژو پلي کېدل او د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو رامنځته کېدو ته اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غور ولایت د مسولینو کړنې او فعالیتونه ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او وطنوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

مولوي عبد السلام حنفي د دوی وړاندیزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره دغې برخې ته رسېدنه وکړي.

د سیاسي کمېسیون غونډه؛ پر وروستي سیاسي پرمختګونو خبرې شوي

 د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه شوې.

په دې غونډه کې د هېواد او سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړيکو د بحث ترڅنګ، له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د روابطو تر ارزونې وروسته په دې برخه کې د لا پرمختګ په هکله نظرونه شریک شوي دي.

د سیاسي کمېسیون غړو له ګاونډيو هېوادنو سره پر رغنده اړیکو تر بحث وراخوا یادونه کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی، خو چاته پر خپله خاوره د تېري او د ملي حاکمیت د نقض اجازه نه ورکوي.

د سیاسي کمېسیون په دې غونډه کې د یو شمېر موضوعاتو په اړه لازمې پریکړې هم شوي دي.

رییس الوزرا د هېواد د زرغونتیا په موخه د ارګ په انګړ کې نیالګی کېنولی

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ۱۴۰۳ نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېنولی او د هېواد د ښېرازۍ، نېکمرغۍ او هوساینې لپاره یې دعا کړې.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع، د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید، د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سید احمد مستقیم او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسولینو د رییس الوزرا ملتیا کړې.

یاد مراسم د هېوادوالو د خیر او فلاح او د هېواد د هوساینې او زرغونتیا په دعائې سره پایته رسېدلي دي.

د امريکا له لورې په غزه کې د اوربند وړاندې شوې طرحه د چين او روسيې له لورې رد‌ شوې

د امریکا له لورې په وړاندې شوې طرحه، په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازې واسيلي نبنزيا نېوکه کړې او ويلي يې دي،‌ چې له دې وړاندې امريکا د فکر کولو پرته په غزه کې د اوربند وړاندې شوې طرحې رد کړې دي.

نوموړې زیاته کړې، د‌ امريکا له لوري وړاندې شوې طرحه په بشپړ ډول سياسي ده او دې طرحه کې د اسرائيلو له لوري شويو جنايتونو ته هيڅ اشاره‌ نه ده شوې.

له دې وړاندې درې ځلې امريکا د ملګرو ملتونو د‌ امنيت شورا له لوري په غزه کې د اوربند وړاندې شوې طرحې رد کړې وې.

همدارنګه د چین استازی په یاده غونډه کې ویلي، که چېرته امریکا د اوربند غوښتونکی وی، ولې یې د مخکنیو طرحو مخه نېولې وه.

د امریکا استازي لیندا توماس گرینفیلد ویلي، په غزه کې حالت ډېر زیات وخیم دي او زر باید اوربند اعلان شي.

مسکو؛ د وسلوال برید په ترڅ کې ۶۰ کسان وژل شوي

د مسکو په کراسنوګورسک ښار د موسیقۍ پر یو تالار د جمعې ورځې په ماښام  د وسلوالو په برید کې ۶۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

برید کې له بمي چاودنو او سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی، چې مسولیت یې داعش ډلې منلی.

برید هغه مهال شوی، چې خلک په یاد تالار کې د موسیقۍ اورېدو ته په یو کنسرت کې راټول شوي وو.

ورته وخت کې د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، چې موده وړاندې یې د همدې مارچ میاشتې په اوږدو کې د دغه برید په اړه روسانو ته معلومات ورکړي وه.

برید د ملګرو ملتونو، ځینو هېوادونو او سازمانونو ترڅنګ افغانستان هم غندلی دی.

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د روسیې په مسکو ښار کې وروستی برید غندلی او هغه یې د انساني ارزښتونو ښکاره نقض بللی دی.

یاد وزارت ویلي، چې ځیني اطلاعاتي سازمانونه هڅه کوي تر څو په دا ډول بریدونو سره د اسلام مبارک دین بد نام کړي او سیمه وګواښي.

فوټسال ملي لوبډله ټایلینډ ته رسېدلې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو کې ګډون په موخه ټایلینډ هېواد ته رسېدلې ده.

 څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ د کوربه هېواد ټایلینډ، افغانستان، اسټرالیا او مالیزیا هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي، چې سبا یکشنبه د وري میاشتې پر پينځمه نېټه به پيل او دهمدې میاشتې تر ۹مې به دوام وکړي.

 د یادونې وړ ده، چې له دې سیالیو وروسته به فوټسال ملي لوبډله د میانمار په کوربتوب د دې هېواد فوټسال ملي لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ هم وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۲/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۳/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۵۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن لیسانس، پينځه تنه غریبکار او پینځه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۵۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه

د تورخم په عمري کمپ کې د قباء په نوم د جومات ودانیزې چارې چې له څه مودې راپه‌دې‌خوا دریدلې وې، بیرته پیل شوې او ژر به یې چت هم وپوښل شي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، کندهار او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له اووه کورنیو سره ټولې ۶۴ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نهه کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

غذا: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۶۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې اته تنه غریبکار او دوه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۶۱۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره چې د غړو شمیر یې دوه تنه کیږي، لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې اووه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۲ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې دوه تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له پینځه را ستنې شوې کورنۍ سره اته زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۳۱ کورنۍ ۱۴۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال: درې کورنۍ ۱۵ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۴ عدده