ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1168

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند: روان کال شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ روان کال شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې اسلامي امارت یې وخت پر وخت لاسنیوی کړی او مرستې یې ورسره کړې دي.

نوموړی زیاتوي، چې یاد کډوال د پاکستان او ایران په ګډون له یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ اوسمهال اوه میلیونه افغانان بهرنیو هیوادونو کې کډوال دي، چې درې میلیونه یې ایران، درې میلیونه پاکستان او یو میلیون نور یې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ژوند کوي.

دغه‌راز د یاد وزارت ویاند ویلي؛ درې میلیونه کورني بې‌ځایه شوي کډوال هم ثبت شوي، چې ۱۱ زره یې بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

محمد اسماعیل وفا

ننګرهار کې په ۱۴۰۲ کال کې ۴۷۶ ورزشي سیالۍ ترسره شوي

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۱۴۰۲م کال کې د ښار په شمول په ۲۲ ولسوالیو کې د ورزش د لاپرمختګ په موخه په المپیکي، غیري المپیکي او دودیزو لوبو کې بېلابېلې شانداره سیالۍ ترسره شوي، چې هره سیالۍ یې په بېلابېلو درجو وېشل شوې ده.

په لومړۍ درجه کې، چې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې یې لوبې ترسره شوې، د والیبال سیالۍ دي، چې په ښار کې ۱۸ او په ولسوالیو کې ۶۰ سیالۍ د زرګونه مینوالو او د بشپړ امن په فضا کې پای ته رسیدلي.

په دويمه درجه کې، چې ډیرې لوبې یې ترتیب شوي هغه د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۳۰ او په ولسوالیو کې ۸۰ لوبې ترسره شوې.

درېيمه درجه کې د سوک وهنې سیالۍ وې، چې په مرکز کې یې ۳۰ او په ولسوالیو کې ۱۳ لوبې ترسره شوي دي.

په څلورم مقام کې د تکواندو سیالۍ دي، چې په مرکز کې ۱۶ او ولسوالیو کې ۱۴ لوبې ترسره شوي دي.

په پینځمه درجه کې، چې ډیرې لوبې یې ترسره شوې د کراټې سیالۍ وې، چې په ښار کې ۱۵ او ولسوالیو کې یې ۱۲ لوبې ترسره شوي دي.

په شپږمه برخه کې رزمي سیالۍ دي، چې د ګڼ شمیر مینوالو په شتون کې ترسره شوې په مرکز کې ۱۷ او په ۸ لوبې ترسره شوي دي.

په اوومه درجه کې یې د پهلوانۍ سیالۍ وې، چې په مرکز کې یې ۱۷ او ولسوالیو کې پینځه سیالۍ ترسره شوي دي.

په اتمه درجه کې، چې ډیری سیالۍ ترسره شوې، د بدن ښکلا لوبې دي، چې په ښار کې ۱۳ او ولسوالیو کې ۴ لوبې ترسره شوي دي.

 په نهمه درجه کې د فوټبال سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۱۲ او ولسوالیو کې ۴ لوبې او نندارې ترسره شوي دي.

په لسم مقام کې د پارکور سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۱۱ او ولسوالیو کې یې ۴ لوبې ترسره شوي.

 ۱۱م داوشو سیالۍ دي،چې په ولسوالیو کې ۴ او په مرکز کې ۱۰ سیالۍ ترسره شوي.

 ۱۲مه درجه کې دکونکفتوا سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۲ او په ولسوالیو کې ۱۱ لوبې ترسره شوي دي.

په ۱۳م مقام کې د ITF سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۴ او په ولسوالیو کې ۸ لوبې ترسره شوې دي.

 په ۱۴م مقام کې د سنوکر سیالۍ وې، چې د په مرکز کې یې ۹ سیالۍ ترسره شوې.

 په ۱۵ مقام کې یې د باسکټبال سیالۍ وې، چې په مرکز کې یې ۶ لوبې ترسره شوې.

په ۱۶ مقام کې د جمناستیک سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۴ سیالۍ ترسره شو‌ې.

 ۱۷ مقام کې یې د رګبي سیالۍ وې، چې په لومړي ځل یې په یاد ولایت کې په فعالیت پیل کړی و، ۲ لوبې یې په مرکز کې ترسره شوې.

په ۱۸ مقام کې یې د پاورلفتنګ سیالۍوې، چې دي سالیو هم په لومړي ځل په ننګرهار ولایت کې په فعالیت پېل وکړو او ۱ یوه لوبه یې ترسره شوې ده.

۱۹ مقام کې همدارنګه دودیزې لوبې، چې په مرکز یې ۱۰ او په ولسوالیو کې ۲۲ لوبې ترسره شوې دي.

د پورته ذکر شوو سیالیو مجموعه، چې المپیکي، غیري المپیکي او دویزې لوبې په ښار او ولسوالیو کې ۴۷۶ سیالۍ د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د غوره رهبرۍ په نتیجه کې د بشپړ امن او یوالي په فضا کې ترسره شوې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو یو لوړ رتبه پلاوي اوزبیکستان ته سفر کړی

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو لس کسیز عالي رتبه پلاوی د اوزبیکستان مسلمانانو د ادارې د مشر مفتي نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو د همغږۍ  په موخه اوزبیکستان هېواد ته تللي دي.

په دغه سفر کې به د هېواد د لوړ رتبه علماوو پلاوی د اوزبیکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې سربیره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسولینو سره له اسلامي امارت او په ځانگړي توگه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د اړیکو ټینګښت، پراختیا او همکارۍ، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ ، د جوماتونو او مدرسو په برخو کې یو له بل سره همکاري او تجربې شریکول  او د اسلامي میناتوری او سبک په برخه کې د معلوماتو ترڅنگ په یو لړ نورو برخو کې نظریاتو خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اوزبیکستان هېواد د سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونه کڼ شمېر ديني، علمي او تاریخي مرکزونه لري، چې په سیمه او په ځانګړې توگه په منځنۍ اسیا کې د اسلامي تمدن او کلتور مهمه برخه بلل کېږي .

د روسیې ټاکنې؛ تر دې مهاله پوتین مخکښ بلل کیږي

د روسیې ولسمشریزې ټاکنې، چې تېره ورځ پیل شوې او تر سبا (یک شنبې) به دوام وکړي او تر دا مهاله په کې یواځې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې.

د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې یې ښيي، چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او تمه ده، چې نوموړی به بیا ځلې د روسیې ولسمشر وټاکل شي.

دا ولسشمریزې ټاکنې په هغو سیمو کې هم روانې دي، چې په تېرو دوه کلونو کې له اوکراین څخه نیول شوې او روسیې فدراسیون پورې تړل شوې دي.

که په روانو ټاکنو کې پوتین بریالی شي، نو نوموړی به د پینځم ځل لپاره تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د کرېملېن ماڼۍ واک له ځان سره ولري او دې سره به د درې لسیزو لپاره د روسیې واکمن پاتې شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هېوادونو پرون (جمعه-مارچ ۱۵مه) د رایو په اکثریت سره افغانستان کې د دې سازمان د استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال د مارچ تر ۱۶ مې نېټې پورې وغځاوه.

یاد سازمان د یو اعلامیې په خپرولو سره د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) په ۲۰۰۲ کال د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې جوړه شوې، چې موخه یې له افغانانو سره مرسته او همکاري بلل شوې او اوس مهال یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ځانګړې استازي روزا اوتونبایوا مشري کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند: ملي تدارکاتو کمیسیون ۱۴۲ بېلا بېلې نیمه پاتې پروژې منظورې کړې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۴۰ میلیارده افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۴۰ بېلا بېلې نیمه پاتې پروژې منظورې کړې.

نوموړی زیاتوي، چې دغه پروژې به د روغتیا، برېښنا، ترانسپورټ، کرنې، کلیو پراختیا، مخابراتو، زیربناوو او څښاک اوبو په برخو کې پلې شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د نیمګړو پروژو بشپړول او د حکومت پانګونه د خلکو او حکومت دواړو لپاره د لا باور فضا رامنځته کولای شي.

له بل لوري د کابل اوسېدونکي د اسلامي امارت د دې اقدام ستاینه کوي او له مسولو ادارو غواړي، چې په لیرې پرتو سیمو کې نورې پروژې هم پلې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په پيلولو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۵/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اته کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۳۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۶۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې نهه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، ۱۱ تنه غریبکار او نهه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له اووه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۸۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۰۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۳۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې اووه تنه بلکوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس، یو تن حافظ، یو دیني عالم، ۶۶ تنه غریبکار او ۳۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۱۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۵۲۷ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۳۹ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نیمروز کې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۷ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته  ۳۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې ۴۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ را ستنو شویو کورنیو سره ۱۷۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۵۶ کورنۍ ۲۲۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۶ کورنۍ ۳۰ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۳۵ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۹۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۹۱ عدده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ښه والي هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد یو تن متخصص ډاکتر اېمل وردک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی ډاکتر اېمل وردک په هېواد کې د روغتیايي وضعیت په اړه خبرې کړي او روغتیا سکتور ته د اسلامي امارت په پاملرنه یې خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د کنټرول جدي اړتیا ته په اشارې ویلي، هیله ده د هېواد په کچه د ډاکترانو د ظرفیت لوړېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلې، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د روغتیا په برخه کې زیات پروګرامونه عملي کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت به کوښښ وکړي چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ښه والی راشي.