ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1185

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې له ایرلینډ ماتې وخوړه

د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د روانې لوبلړۍ یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې بریا خپله کړه.

یاده سیالي د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه د عربي متحده اماراتو په ټولرنس اوول لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب پيل شوې وه.

د ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلې د درېیمې ورځې په ورستي سېشن کې د ۴ لوبغاړو په زیان د افغانستان ۱۱۱ منډې هدف پوره کړ.

د ایرلینډ د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړي ځل دی، چې ټیسټ لوبه ګټي.

افغانستان د دې لوبې د پچې په ګټلو سره توپ‌وهنه غوره کړه، چې په لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې.

سیالې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۳ منډې وکړې او له افغان لوري څخه ۱۸۰ منډې مخکې شوه.

افغان لوبډلې بیا په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۸ منډې وکړې، چې د ایرلنډ له لوري ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په زیان سره پوره کړل شو.

د یادولو وړ ده، چې افغانستان او ایرلینډ تر دې دمه دوې ټیسټ لوبې کړې، چې لومړۍ یې افغانستان ګټلې وه او دویمه بیا ایرلینډ پخپل نوم کړه.

له دې ورورسته به یادې لوبډلې د مارچ په ۷مه د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي.

د ریاست الوزار اداري مرستیال: علما او مخور د قومونو په یووالي او د فکرونو په روښانه کولو کې اغېزمن رول لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، متنفذینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

علماوو، متنفذینو او مجاهدینو د سرتاسري امنیت د ټینګښت، د سوداګرۍ او اقتصادي زمینو د پراختیا او په هېواد کې د اداري فساد د لمنځه وړلو په برخو کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

دوی ویلي، سیمه ییز مسولین ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او د ستونزو په حل کې یې ناغېړي نه کوي.

دغه راز دوی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د مجاهدینو د ستونزو او عریضو د وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې ځوانانو ته د تعلیم او تربیې او کاري زمینو برابرولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، علمای کرام او مخور د هېواد د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د ملي وحدت د ټینګښت او د عمومي فکرونو په روښانولو کې اغېزمن رول لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت به یادو مواردو ته رسېدنه وکړي.

د ډاکټر قلندر عباد او د فرانس هېواد د شارژدافیر لیدنه؛ د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتيا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فرانس هېواد له شارژدافیر سره لیدنه کړې.

په ياده ليدنه کې په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندی کولو اړوند خبرې شوي دي.

د عامې روغتيا سرپرست وزیر ویلي؛ اوس اړتیا ده چې د یاد روغتون هوګړه‌لیک بیا وشي.

نوموړي همداراز د شارژدافیر څخه غوښتي، ترڅو د روغتیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ د افغانانو د روغتیایي وضیعت د ښه کولو په موخه ترسره کړي، ترڅو ولسونو ته په هغه ټولو برخو کې چې د معياري روغتيايي خدمتونو اړتيا پوره او په وخت ورته رسېدنه وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۰/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۴۲)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۱۸) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱)تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۳۵۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې (۲۸) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې (۸۹۰) خوراکه ډوډۍ او (۱۹۰۰۰) لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۷۲۴)تنه مهاجرین تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۲۰) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۱۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۲)تنه د بکلوریا سند لرونکي،(۱)تنه دیني عالمان، (۳۳) تنه غریبکار او (۳۱) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۶۸) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۲۸۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۱۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷)تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۱۴۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې (۱۲) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۲۰۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۲۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۱۸۵) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۰) تنه غریبکار او (۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۲) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې (۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲) کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه (۲) کورنۍ خپلو سیمو او کليو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې (۳۱) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۲۷۲۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۱۹۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۵۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په نیمروز کې (۳۱۰)تنه مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۵) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۲۲۴) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۶۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۱) کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۵۱۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په هرات کې (۱۹۱)تنه مهاجرین تداوي شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې (۶۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۳) کورنۍ (۵۰۴) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۲۸) کورنۍ (۱۶۵) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۱۲۱) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۶۸)کورنۍ
تداوي شوي مهاجرین: (۱۴۴۹) تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۱۹) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

اسلامي امارت د څارویو د مړینې مخنیوي په موخه پر مالدارانو واښه وېشي

د کرنې وزارت د وړاندیز پر اساس، د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا د څارویو دمړینې دمخنیوي په موخه پر هغو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي، چې څاروي یې د واورې د اورښت له امله له لوږې سره مخ دي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د کرنې د سرپرست وزیر له لوري وښو ته د نه لاس رسی په موخه د مالدارانو ستونزې او شکایتونه د افغانستان د اسلامي امارت ریاست الوزرا ته وړاندې شول.

وروسته په همدې موخه ریاست الوزرا دې چارې ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه د څارویو د مړینې او مالدارانو د زیانونو مخنیوي په پار د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري په مشري دسرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري او د اقتصاد سرپرست وزیر مولوي دین محمد حنیف په شتون کې کمیټه جوړه کړه.

رییس الوزرا په لومړي ګام کې د مالدارانو څارویو لپاره په بېړنۍ توګه د اړتیا وړ وښو د برابرولو په موخه یادې کمېټې ته ۵۰ میلیونه افغانۍ وسپارلې، ترڅو په عاجله توګه دمالدارانو څارویو ته د اړتیا وړ واښه برابر کړي.

دغه‌راز رییس الوزرا د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې د ورښت له امله هغه مالداران، چې خپلو څارویو ته د اړتیا وړ واښه نه لري، د دوی څارویو ته د علوفې چمتو کولو په موخه هر څومره پیسې چې لګول کېږي ورکړي.

ياده کمېټه د کرنې او مالداري وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشري او د قومونو او قبايلو چارو او قتصاد وزارتونو د مرستیالانو په شتون کې کاري ډله ټاکل شوې، تر څو د هغو ولايتونو له واليانو سره په همغږي، چې پکې مالدارن د وښو له نشتون سره مخ دي په بيړنۍ توګه کار وکړي.

ياده ډله د کرنې او سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو او د لوا قوماندان سره په همغږۍ کار کوي، تر څو علوفه هغه ځایونو ته ورسوي، چې د مالدارانو څاروي په کې شتون لري، چې په یو شمېر ولایتونو کې د مالدارانو څارویو لپاره د علوفې د پېر او لېږد لړۍ عملا پیل شوی ده.

د رییس الوزرا له لوري د څارویو تلف کېدو مخنیوي په موخه بېړنۍ کمېټه وټاکل شوه

د رییس الوزرا په لارښوونه د ژمنیو ورښتونو له امله په پینځو ولایتونو کې د مواشیو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول.

وروسته له هغه چې د سختو ورښتنو او ډیرو واورو له امله د هیوا په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ) کې زموږ د ګڼ شمیر هیوادوالو د مواشي او څارویو د تلف کیدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کیدو راپورونه ترلاسه شول د هیواد د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند لخوا په دې اړوند عاجله او ځانګړی غونډه وشوه. په دې غونډه کې د کرني او مالدارۍ وزارت، اقتصاد وزارت او د سرحدونو چارو وزرات وزیرصاحبانو او استازو ګډون درلود. د حالاتو تر څیړني وروسته عاجله کمیټه وټاکل شوه، ترڅو یادې موضوع ته هر اړخیزه رسیدګي وکړي.

په یاده غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د یادو ولایتونو د والي صاحبانو په مشرۍ په هر ولایت کې یوه یوه کمیټه جوړه شي، چې د قول اردو ګانو، امنیه قومندانانیو، ټولګټو چارو، عامي روغتیا او نورو خدماتي ادارو استازي به پکې موجود وي او هرڅه ژر به په یادو ولایتونو کې د توان مطابق خپل ټول امکانات په کار اچوي.

د خلکو مالونو ته به خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو په منظور به اقدامات ترسره کوي، د لارو د خلاصون په اړه به جدي ګامونه اخلي او په دې اړوند به د خلکو نورو غوښتونو ته عاجله رسیدګي کوي.

د اوس لپاره د چارو د ښه تنظیم په موخه د ریاست الوزراء مقام لخوا پنځوس میلیونه افغانۍ په عاجل ډول منظورې شوې، او د اړتیا په صورت کې به نوره مرسته هم واستول شي.

د دغه کار د ښه مدیریت لپاره به په مرکز کابل کې ټاکل شوې کمیټه کار کوي او د خپلو ټولو اجرأتو راپور به د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.

د محترم رییس الوزرا لخوا له خلکو هم غوښتنه کیږي چې د خپلو نیږدې سیمو له مالدارانو سره کمک وکړي ترڅو د خلکو او مواشيو د نور تلف مخه ونیول شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۸/۸/۱۴۴۵هـ ق

۱۰/۱۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/2/29 م

کابل کې د روسیې سفیر: له نړيوالې ټولنې د روسیې حکومت غوښتنه؛ پر افغانستان یو طرفه او ناسم بندیزونه له قید او شرط پرته لرې کړئ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روسیې سفیر د کابل او مسکو اړیکې ښې یادې کړي او د دغو اړیکو په پراختیا د ټینګار تر څنګ ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ژیرنوف د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې سره زیاته کړې، له نړيوالې ټولنې د روسیې حکومت غوښتنه دا ده، چې پر افغانستان یو طرفه او ناسم بندیزونه له قید او شرط پرته لرې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی او په نړیواله کچه د روسیې ستراتېژيکې ونډې ته په کتو یې ویلي، له روسیې سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په نړیوالو ناستو کې په ځانګړي ډول د دوحې په وروستۍ ناسته کې، د افغانستان په اړه د روسیې د دریځ هرکلی او ملاتړ کوي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په افغانستان کې د بشپړ امن په راتګ سره په اقتصادي، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې د کابل او مسکو د همکاریو پراختیا ته زمینه برابره شوې ده.

نوموړي په تېرو ۲۰ کلونو کې فساد او ناامني د غرب د اعمالو زېږنده بللې او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت پر هېواد بشپړ حاکمیت لري او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د ګاونډیو یا نړۍ پر ضد وکاروي او که کوم لوری په دې اړه اندیښنه لري کولای شي په رسمي ډول يې له اسلامي امارت سره شريکه کړي.

مولوي عبدالکبیر د روسیې سفیر له هڅو په مننې غوښتنه کړې، چې روسي پانګوال دې په افغانستان کې د پانګونې له مناسبو فرصتونو څخه په استفادې، په ټولو برخو کې پانګونه وکړي.

د کندوز، میمنې او مهترلام ښارونو د څو غیرې پلاني ساحو د بیارغونې پلان جوړ شوی

د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرې پلاني ساحو د سمون رییس حبیب الرحمن اوریاخیل ویلي، د کندوز ښار، د فاریاب ولایت د میمنې ښار او د لغمان ولایت د مهترلام ښار د غیرې پلاني ساحو لپاره یې د سمون پلان طرحه او ترتیب کړي دي.

ښاغلي اوریاخیل زیاته کړې، د کندوز ښار د لومړۍ، دویمې او څلورمې ناحیو، د لغمان ولایت د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې د دامان کلا او ګومین ساحې او د فاریاب ولایت د میمنې ښار د قطور د ساحې د سمون نقشې طرحه او ترتیب شوي دي.

نوموړي ویلي، د دې پلانونو ځینې برخې یې ویزه شوي او د پلي کېدو په موخه اړوندو ادارو ته لېږل شوي دي، خو په وینا یې ځینې برخې یې بیا د وروستۍ هوکړې لپاره ولایتي ریاستونو ته لېږل شوي دي، تر څو د سمون پلان محلي مقاماتو ته تشریح او د هغوی نظریات واخلي، چې بیا به وروسته ویزه کیږي.

د غیرې پلاني ساحو د سمون رییس په وینا؛ د غیرې پلاني ساحو وده او په غیرې رسمي توګه هستوګنه د نړۍ په کچه یوه ستونزه ده، چې ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي نیمګړتیاوې او ستونزې رامنځته کوي.

دوحه کې د اسرائیلو او حماس غورځنګ خبرې؛ دواړه لوري د اوربند هوکړې ته نږدې شوي

د صهیونستي رژیم د پوځ راډیو نن پنجشنبې اعلان کړی، چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي او امکان لري د اسیرانو د تبادلې او اوربند په اړه هوکړې ته ورسېږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، تمه لري د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ غزه کې د اوربند د اعلان شاهدان واوسي.

ځینې سرچینې بیا د دې احتمال کوي، چې ممکن دغه اوربند تر رمضان وړاندې ټینګ شي او تر شپږو میاشتو به دوام وکړي.

د روانې نږدې پینځه میاشتېنۍ جګړې په موده کې یواځې د اوو ورځو لپاره اوربند ټینګ شوی و، چې په ترڅ کې یې د ښکېلو لوریو ترمنځ یو شمېر اسیران تبادله شول.

بلخوا بیا د نړیوالو رسنیو د راپورنو په حواله له حماس غورځنګ سره د بندي اسرایلیانو خپلوانو پرون چهارشنبې د اسرائیلو له سویل څخه د اورشلم پر لوري پلی حرکت کړی، تر څو لومړي وزیر نتانیاهو ته د خپلو عزیزانو د ازادولو غوښتنه ورسوي.

دغه کسان د خپلو عزیزانو د راخوشې کولو په برخه کې د نتانیاهو حکومت کمزوری بولي.

غزه کې د روانې نږدې پینځه میاشتې پوره کېږي، خو لا هم صهیونست پوځونه نه دي توانېدلي د حماس له زندانه اسرائیلي اسیران خوشې کړي.

غزه کې د روانې جګړې وضعیت ته په کتو اسرائیل د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلي دي.