ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزار اداري مرستیال: علما او مخور د قومونو په یووالي او د فکرونو په روښانه کولو کې اغېزمن رول لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، متنفذینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

علماوو، متنفذینو او مجاهدینو د سرتاسري امنیت د ټینګښت، د سوداګرۍ او اقتصادي زمینو د پراختیا او په هېواد کې د اداري فساد د لمنځه وړلو په برخو کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

دوی ویلي، سیمه ییز مسولین ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او د ستونزو په حل کې یې ناغېړي نه کوي.

دغه راز دوی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د مجاهدینو د ستونزو او عریضو د وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې ځوانانو ته د تعلیم او تربیې او کاري زمینو برابرولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، علمای کرام او مخور د هېواد د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د ملي وحدت د ټینګښت او د عمومي فکرونو په روښانولو کې اغېزمن رول لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت به یادو مواردو ته رسېدنه وکړي.