د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرې پلاني ساحو د سمون رییس حبیب الرحمن اوریاخیل ویلي، د کندوز ښار، د فاریاب ولایت د میمنې ښار او د لغمان ولایت د مهترلام ښار د غیرې پلاني ساحو لپاره یې د سمون پلان طرحه او ترتیب کړي دي.
ښاغلي اوریاخیل زیاته کړې، د کندوز ښار د لومړۍ، دویمې او څلورمې ناحیو، د لغمان ولایت د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې د دامان کلا او ګومین ساحې او د فاریاب ولایت د میمنې ښار د قطور د ساحې د سمون نقشې طرحه او ترتیب شوي دي.
نوموړي ویلي، د دې پلانونو ځینې برخې یې ویزه شوي او د پلي کېدو په موخه اړوندو ادارو ته لېږل شوي دي، خو په وینا یې ځینې برخې یې بیا د وروستۍ هوکړې لپاره ولایتي ریاستونو ته لېږل شوي دي، تر څو د سمون پلان محلي مقاماتو ته تشریح او د هغوی نظریات واخلي، چې بیا به وروسته ویزه کیږي.
د غیرې پلاني ساحو د سمون رییس په وینا؛ د غیرې پلاني ساحو وده او په غیرې رسمي توګه هستوګنه د نړۍ په کچه یوه ستونزه ده، چې ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي نیمګړتیاوې او ستونزې رامنځته کوي.

