ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د روسیې سفیر: له نړيوالې ټولنې د روسیې حکومت غوښتنه؛ پر افغانستان یو طرفه او ناسم بندیزونه له قید او شرط پرته لرې کړئ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روسیې سفیر د کابل او مسکو اړیکې ښې یادې کړي او د دغو اړیکو په پراختیا د ټینګار تر څنګ ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ژیرنوف د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې سره زیاته کړې، له نړيوالې ټولنې د روسیې حکومت غوښتنه دا ده، چې پر افغانستان یو طرفه او ناسم بندیزونه له قید او شرط پرته لرې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی او په نړیواله کچه د روسیې ستراتېژيکې ونډې ته په کتو یې ویلي، له روسیې سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په نړیوالو ناستو کې په ځانګړي ډول د دوحې په وروستۍ ناسته کې، د افغانستان په اړه د روسیې د دریځ هرکلی او ملاتړ کوي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په افغانستان کې د بشپړ امن په راتګ سره په اقتصادي، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې د کابل او مسکو د همکاریو پراختیا ته زمینه برابره شوې ده.

نوموړي په تېرو ۲۰ کلونو کې فساد او ناامني د غرب د اعمالو زېږنده بللې او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت پر هېواد بشپړ حاکمیت لري او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د ګاونډیو یا نړۍ پر ضد وکاروي او که کوم لوری په دې اړه اندیښنه لري کولای شي په رسمي ډول يې له اسلامي امارت سره شريکه کړي.

مولوي عبدالکبیر د روسیې سفیر له هڅو په مننې غوښتنه کړې، چې روسي پانګوال دې په افغانستان کې د پانګونې له مناسبو فرصتونو څخه په استفادې، په ټولو برخو کې پانګونه وکړي.