ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې له ایرلینډ ماتې وخوړه

د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د روانې لوبلړۍ یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې بریا خپله کړه.

یاده سیالي د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه د عربي متحده اماراتو په ټولرنس اوول لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب پيل شوې وه.

د ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلې د درېیمې ورځې په ورستي سېشن کې د ۴ لوبغاړو په زیان د افغانستان ۱۱۱ منډې هدف پوره کړ.

د ایرلینډ د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړي ځل دی، چې ټیسټ لوبه ګټي.

افغانستان د دې لوبې د پچې په ګټلو سره توپ‌وهنه غوره کړه، چې په لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې.

سیالې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۳ منډې وکړې او له افغان لوري څخه ۱۸۰ منډې مخکې شوه.

افغان لوبډلې بیا په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۸ منډې وکړې، چې د ایرلنډ له لوري ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په زیان سره پوره کړل شو.

د یادولو وړ ده، چې افغانستان او ایرلینډ تر دې دمه دوې ټیسټ لوبې کړې، چې لومړۍ یې افغانستان ګټلې وه او دویمه بیا ایرلینډ پخپل نوم کړه.

له دې ورورسته به یادې لوبډلې د مارچ په ۷مه د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي.