ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د څارویو د مړینې مخنیوي په موخه پر مالدارانو واښه وېشي

د کرنې وزارت د وړاندیز پر اساس، د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا د څارویو دمړینې دمخنیوي په موخه پر هغو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي، چې څاروي یې د واورې د اورښت له امله له لوږې سره مخ دي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د کرنې د سرپرست وزیر له لوري وښو ته د نه لاس رسی په موخه د مالدارانو ستونزې او شکایتونه د افغانستان د اسلامي امارت ریاست الوزرا ته وړاندې شول.

وروسته په همدې موخه ریاست الوزرا دې چارې ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه د څارویو د مړینې او مالدارانو د زیانونو مخنیوي په پار د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري په مشري دسرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري او د اقتصاد سرپرست وزیر مولوي دین محمد حنیف په شتون کې کمیټه جوړه کړه.

رییس الوزرا په لومړي ګام کې د مالدارانو څارویو لپاره په بېړنۍ توګه د اړتیا وړ وښو د برابرولو په موخه یادې کمېټې ته ۵۰ میلیونه افغانۍ وسپارلې، ترڅو په عاجله توګه دمالدارانو څارویو ته د اړتیا وړ واښه برابر کړي.

دغه‌راز رییس الوزرا د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې د ورښت له امله هغه مالداران، چې خپلو څارویو ته د اړتیا وړ واښه نه لري، د دوی څارویو ته د علوفې چمتو کولو په موخه هر څومره پیسې چې لګول کېږي ورکړي.

ياده کمېټه د کرنې او مالداري وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشري او د قومونو او قبايلو چارو او قتصاد وزارتونو د مرستیالانو په شتون کې کاري ډله ټاکل شوې، تر څو د هغو ولايتونو له واليانو سره په همغږي، چې پکې مالدارن د وښو له نشتون سره مخ دي په بيړنۍ توګه کار وکړي.

ياده ډله د کرنې او سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو او د لوا قوماندان سره په همغږۍ کار کوي، تر څو علوفه هغه ځایونو ته ورسوي، چې د مالدارانو څاروي په کې شتون لري، چې په یو شمېر ولایتونو کې د مالدارانو څارویو لپاره د علوفې د پېر او لېږد لړۍ عملا پیل شوی ده.