ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1215

مولوي مطیع الحق خالص: نېږدې راتلونکي کې به کابل کې د سوري زړه درملنې په موخه مجهز روغتون جوړ شي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر بوډي رحمت سوریا ساپوترا سره لیدنه کړې.

مولوي مطيع الحق خالص د اندونیزیا سفیر ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ له افغاني سرې مياشتې سره د اندونيزيا له مرستو مننه کړې او د ياد هېواد مرستې يې د اړمنو او بې سرپرسته کورنيو په لاسنيوي کې اغېزمنې بللي.

ښاغلي خالص ویلي؛ افغاني سره مياشت د یو ملي خپلواک مرستندوی بنسټ په توګه د بشرپالو کړنو په ترسره کولو کې د ارګانونو ملاتړې ده، خو خپلې چارې د هر چا له مداخلې پرته پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغاني سره مياشت تل هڅه کوي د نړیوالو مرستنديو بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت تر اړمنو، بې سرپرستو او پېښځپلو ورسوي.

سرپرست رییس ویلي؛ افغاني سره مياشت د روغتيا برخه کې د بېلابېلو روغتيايي خدماتو ترڅنګ په رواني ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه هم کوي او په پام کې لري نېږدې راتلونکي کې پلازمېنه کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه مجهز روغتون هم جوړ کړي.

د اندونیزیا سفیر خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او بشرپال خدمتونه ستایلي او د لا ډېرو همکاریو ژمنه یې کړې.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې مرستون کې د حرفوي زده کړو د زده کوونکو د اوبدل شويو توکو لیدنه هم وکړه.

د امریکا کورنۍ ناندرۍ؛ د مرکزي حکومت او تکزاس ایالت ستونزې په ډېرېدو دي

د تکزاس ایالتي او د امریکا مرکزي فدرالي حکومتونو ترمنځ ستونزې او ناندرۍ وروسته ترهغې زیاتې شوې، چې ایالتي حکومت له میکسیکو سره پر پوله د اغزن تار د غځولو د چارو د درولو په اړه د فدرالي مرکزي حکومت د محکمې د پرېکړې خلاف دغې چارې ته دوام ورکړ او یاد ایالت له میکسیکو څخه د وراوښتونکو کډوالو د ورتګ څخه د مخنیوي په برخه کې جدیت ښودلی.

د تکزاس ایالتي چارواکو د بایډن پر ادارې تور پورې کړی، چې ګواکې د نشه یي توکو له قاچاق کوونکو سره د دغو موادو په قاچاق کې مرسته کوي، نو ځکه نه غواړي چې له میکسیکو سره دغه اغزن تار وغځول شي.

چارواکي دغه راز پر مرکزي فدرالي حکومت تور پورې کوي، چې دیموکراتان هڅه کوي دغه اکثریت جمهوري غوښتونکي ایالت ته د کډوالو د ورتګ مخه خلاصه کړي، ترڅو دلته جمهوریت غوښتونکی جمعیت ووېشي.

د راپورونو په اساس د دواړو تکزاس ایالتي او مرکزي فدرالي حکومت ترمنځ اړیکې دومره کړکېچنې دي، چې ان د امریکا ملي ګارد او ایالتي ګارد یو او بل ته لاس په ماشه شوي او ممکن د دغه ایالت د جلا کېدو لامل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۶/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۸/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي او همدا شان په عمري کمپ کې ۳۰خېمې درول شوې دي او ۶تشنابونه جوړ شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې یو زر او ۸۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۴۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، یو تن دیني عالم ، ۴۲ تنه غریبکار او ۳۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدرانګه یادې کمېټې ۲تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پيدا کړي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټه

د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسئولینو په همکارۍ ۲۷ تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاده کمېټه، هغه کډوال، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدارنګه ۱۵ تنه بنديان هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، کندهار او زابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۴۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه دیني عالمان، ۲۳ تنه غریبکار او ۱۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۴۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نېمروز کې ۴۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۵۸ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۱۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵تنه و، خوست ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دهي او د لېږد ټوله کرایه ۱۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۱۱ کورنۍ ۳۹۱ افراد

لېږدول شوي کډوال:          ۲۳ کورنۍ ۱۱۱ افراد

مرسته شوي کډوال:           ۱۰۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۱۶کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۳۲۷ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۸۵ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

اردن کې په امریکايي پوځیانو ډرون برید؛ درې امریکايي عسکر وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي

د راپورونو پر اساس د اردن شمال ختیځ کې له سوریې سره پولې ته نږدې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه ډرون برید شوی.

په دې برید کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

پر غزه د اسرائیلي اشغالکرو له برید وروسته په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو بریدونه زیات شوي او دا لومړی ځل دی، چې امریکایي عسکر پکې وژل کېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې دا برید ایران پلوه ملېشو کړی دی.

خو ایران په یاد برید کې خپل لاس لرل رد کړل او وايي، چې تهران د سوریې پولې ته څېرمه د اردن د شمال ختیځ په ډرون برید کې لاس نه لري.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: ټول هېوادوال مو اوسمهال له روغتيايي خدمتونو برخمن دي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ډاپینګ سره لیدنه کړې.

د عامې روغتیا سرپرست د هېواد په نیږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته په اشارې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا ټول هېوادوال اوسمهال له معیاري روغتیايي خدمتونو برخمن دي.

ډاکټر قلندر عباد زیاته کړې؛ ولسونو ته په وخت د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ مسولیت دی، چې د تېر په پرتله په روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ بدلون راغلی او ولس په خپلو روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي خدمتونو باور پیدا کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت د تېر په پرتله ډېر ښه شوی، د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار شوی دی او د نورو برخو ترڅنګ د واکسین د تطبیق په برخه کې زیات پرمختګ شوی دی چې دا ټول د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د کورنیو او بهرنیو همکارانو د ژمنتیا او زیار پایله ده.

ډاکټر ډاپینګ چې د شاوخوا درېو کلونو را پدېخوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر پاتې شوی دی، د عامې روغتیا سرپرست وزیر له غوره رهبرۍ او په روغتیايي برخه کې د لاسته راوړنو ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ تل به هڅه کې وي، تر څو د افغانستان د روغتیايي سیستم سره همکار و اوسي.

 سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کی د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ترسره شوي فعالیتونه او هڅې ستایلي او د الله تعالی له دربار څخه یې په نوي دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.

د مالیې وزارت: د روان مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي

د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د رامنځته شوو اسانتیاوو او له فساد سره د جدي مبارزې له امله، د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کي یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.

په صادراتو کې د څه باندي ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مېوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دي، چې پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د مالیې وزارت تل هڅه کړې، چي د کورنیو او بهرنيو سوداګرو لپاره په ګمرکي طۍ مراحلو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ترڅو سوداګر وکولای شي په کمه موده کې د سوداګریزو توکو ګمرکي طۍ مراحل په اسانۍ ترسره کړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: له دې وروسته به د پولیو پېښې په کور دننه تشخیص کیږي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د یو خبرې کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان هېواد د  ان آی اچ ادارې له لوري په کونړ ولایت کې د یوې لس کلنې ماشومې د پولیو (ګوزن) ناروغۍ د اخته کېدو په تړاو خپور شوی خبر رد او په دې اړه خپرې شوې ویناوې یې بې بنسټه او غیر مسولانه ګڼلي.

ډاکټر قلندر عباد وویل د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر بنسټ دغه ماشومه په نیورولوژي (یو ډول مغزي ناروغي ده) اخته ده، د وجود یوه برخه یې فعالیت نه لري او د پولیو هېڅ ډول نښې نښانې یې په وجود کې شتون نه لري.

ښاغلي عباد په دې اړه خپور شوی خبر له حقیقت لېرې ګڼلی او ویلي يي دي، د دې ماشومې په اړه د یادې ادارې ویناوې غیر مسولانه دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

سرپرست وزیر همداراز په افغانستان کې د پولیو د تشخیص د لابراتوار د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړ او په نیږدې کې به یې پرانیسته وشي او وروسته له دې به د پولیو پېښې په کور دننه تشخیص شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د افتاء او قضاء دویمې تخصصي دورې فارغانو ته؛ د اسلامي امارت په لارښوونه له خلکو سره نېک چلند وکړئ

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت له لوري په عبدالله ابن مسعود (رض) جامعه کې د افتاء او قضاء دویمې تخصصي تحصیلي دورې د فارغانو مراسمو کې ګډون کړی.  

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزات له رهبرۍ څخه د دې پرتمینې غونډې د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ د قضایي کادرونو د ظرفیت لوړولو لپاره د افتاء او قضاء د تخصص دوره مهمه او اړینه بللې.

مولوي عبدالسلام حنفي د دې دورې فارغانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسو له یوې اوږدې دورې او ډېر زیار ګاللو وروسته دغه دوره پای ته ورسوله او نوې مرحلې ته داخل شوئ، چې ورسره مو مسولیت هم ډېر او درنېږي.

ښاغلي حنفي څرګنده کړې؛ د افتاء او قضاء دورو فارغان باید لا زیات علوم او فنون زده، له کبر او غرور ډډه وکړي او د نبوي (ص) سیرت اړوند او د اسلامي امارت په لارښوونه له خلکو سره نېک او ښه چلند وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ قضاوت او افتاء یو لوی او دروند مسولیت دی، تاسو په راتلونکي کې قضایي مسولیت پر غاړه اخلئ، باید په سمه توګه قضیو ته رسېدنه وکړئ او د اسلامي شریعت د حکمونو اړوند پرېکړئ وکړئ.

مولوي عبدالکبیر خوست کې؛ د جګړې شعار ورکوونکي به د ملت له مخالفت سره مخ شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د خوست جهادي مدرسې د دستاربندۍ او فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سربېره، د امر بالمعروف او نهې المنکر سرپرست وزیر، حافظ انس حقاني، د وزارتونو د څو تنو مرستیالانو، علمای کرامو، د خوست سیمه‌ییزو مقاماتو او د خوست زرګونه اوسېدونکو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.

دې ناستې ته په وینا کې محترم مولوي عبدالکبیر ټولو فارغ شویو علماوو، د جهادي مدرسې مسولینو او مدرسینو ته د فراغت مبارکي ویلې او ویلي یې دي، چې د مدرسو او پوهانو د زیار په پایله کې هېواد امن او مدرسو ته د خدمت ښه زمینه برابره شوې ده.

مولوي عبدالکبیر اوسنی حکومت بشپړ اسلامي نظام بللی او په وینا یې له اسلامي امارت سره په جهادي مبارزه کې د ملت او افغان قومونو نږدې ملګرتیا د دې سبب شوه، چې د غرب پر وړاندې جهاد بریالی شي.

محترم سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې هېواد کې د اسلامي نظام دښمنان هیڅ ځای نه لري، خلک او ولسونه نور اجازه نه ورکوي چې څوک د دې نظام په خلاف بغاوت وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان نور له جګړو ستړي دي، له کابو پنځو لسیزو جګړو را وروسته افغانان خپلې همیشنۍ موخې ته چې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت دی رسېدلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اوس د هېواد رغونې وخت دی، نه د جګړو او نا امنیو د رامنځته کېدو وخت. هر څوک که د جګړې شعار ورکړي او یا په افغانستان کې د امنیت د اخلال هڅې وکړي، لومړی به د ملت له شدید مخالفت او مزاحمت سره مخ شي.

د نوموړي په وینا؛ له اسلامي نظام څخه ملاتړ د هر فرد او علماوو وظیفه ده.

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې په اسلامي امارت کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي او هر ډول تعصب او تبعیض له منځه تللی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له حکومت سره د خوست د قومي مشرانو د همکاریو له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې قومي مخور او ولسونه دې له حکومت سره خپلې اړیکې وساتي.

دغه‌راز اسلامي امارت له هېوادونو سره مثبت او ښې اړیکي غواړي، د ستونزو د حل لپاره یې د خبرو اترو دروازه پرانستې ساتلې، خو دا هم په ډاګه کوي چې پر اسلامي امارت هېڅ ډول فشار نتیجه نه ورکوي.

دې ناستې ته د امر بالمعروف او نهې المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هم وینا کړې او فارغ شویو علماوو ته یې مبارکي ویلې ده.

نوموړي فارغو شویو علماوو ته په وینا کې ویلي، چې د ټولنې په اصلاح کې خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړئ.

ښاغلي شیخ خالد زیاته کړې؛ غرب غوښتل د ډیموکراسۍ او په ورته نورو نومونو افغان ټولنه ناسم لوري ته بوځي خو بهرنیان خپلو موخو ته ونه رسیدل.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ښځو حقونو د ورکړې مسولیت لري او میرمنې خپل حقوق ترلاسه کولای شي.

دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني ویلي، چې دیني مدرسو ته تر بل هر وخته ښه سهولتونه رامنځ ته شوي او له فارغ شویو علماوو یې غوښتنه کړې، چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او په ترلاسه کړو زده‌کړو بسنه ونه کړي.

حقاني یادونه کړې، چې فارغ شوي علما دې د دندې پر ځای تدریس او لوړو زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړي څو ټولنه سم حالت ته ورسیږي.

د ناستې په پای کې د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق ویلي، چې اسلامي امارت د مدرسو پیاوړتیا او غوره تدریس په موخه ګڼ اغېزمن کارونه ترسره کړي او لاهم دوام لري.

د ښاغلي طارق په خبره په ۳۳ ولایتونو کې جهادي مدرسې جوړې شوې او تر دې مهاله ۳ زره کسان ترې فارغ شوي دي.