ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1216

مولوي عبدالسلام حنفي د افتاء او قضاء دویمې تخصصي دورې فارغانو ته؛ د اسلامي امارت په لارښوونه له خلکو سره نېک چلند وکړئ

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت له لوري په عبدالله ابن مسعود (رض) جامعه کې د افتاء او قضاء دویمې تخصصي تحصیلي دورې د فارغانو مراسمو کې ګډون کړی.  

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزات له رهبرۍ څخه د دې پرتمینې غونډې د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ د قضایي کادرونو د ظرفیت لوړولو لپاره د افتاء او قضاء د تخصص دوره مهمه او اړینه بللې.

مولوي عبدالسلام حنفي د دې دورې فارغانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسو له یوې اوږدې دورې او ډېر زیار ګاللو وروسته دغه دوره پای ته ورسوله او نوې مرحلې ته داخل شوئ، چې ورسره مو مسولیت هم ډېر او درنېږي.

ښاغلي حنفي څرګنده کړې؛ د افتاء او قضاء دورو فارغان باید لا زیات علوم او فنون زده، له کبر او غرور ډډه وکړي او د نبوي (ص) سیرت اړوند او د اسلامي امارت په لارښوونه له خلکو سره نېک او ښه چلند وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ قضاوت او افتاء یو لوی او دروند مسولیت دی، تاسو په راتلونکي کې قضایي مسولیت پر غاړه اخلئ، باید په سمه توګه قضیو ته رسېدنه وکړئ او د اسلامي شریعت د حکمونو اړوند پرېکړئ وکړئ.

مولوي عبدالکبیر خوست کې؛ د جګړې شعار ورکوونکي به د ملت له مخالفت سره مخ شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د خوست جهادي مدرسې د دستاربندۍ او فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سربېره، د امر بالمعروف او نهې المنکر سرپرست وزیر، حافظ انس حقاني، د وزارتونو د څو تنو مرستیالانو، علمای کرامو، د خوست سیمه‌ییزو مقاماتو او د خوست زرګونه اوسېدونکو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.

دې ناستې ته په وینا کې محترم مولوي عبدالکبیر ټولو فارغ شویو علماوو، د جهادي مدرسې مسولینو او مدرسینو ته د فراغت مبارکي ویلې او ویلي یې دي، چې د مدرسو او پوهانو د زیار په پایله کې هېواد امن او مدرسو ته د خدمت ښه زمینه برابره شوې ده.

مولوي عبدالکبیر اوسنی حکومت بشپړ اسلامي نظام بللی او په وینا یې له اسلامي امارت سره په جهادي مبارزه کې د ملت او افغان قومونو نږدې ملګرتیا د دې سبب شوه، چې د غرب پر وړاندې جهاد بریالی شي.

محترم سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې هېواد کې د اسلامي نظام دښمنان هیڅ ځای نه لري، خلک او ولسونه نور اجازه نه ورکوي چې څوک د دې نظام په خلاف بغاوت وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان نور له جګړو ستړي دي، له کابو پنځو لسیزو جګړو را وروسته افغانان خپلې همیشنۍ موخې ته چې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت دی رسېدلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اوس د هېواد رغونې وخت دی، نه د جګړو او نا امنیو د رامنځته کېدو وخت. هر څوک که د جګړې شعار ورکړي او یا په افغانستان کې د امنیت د اخلال هڅې وکړي، لومړی به د ملت له شدید مخالفت او مزاحمت سره مخ شي.

د نوموړي په وینا؛ له اسلامي نظام څخه ملاتړ د هر فرد او علماوو وظیفه ده.

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې په اسلامي امارت کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي او هر ډول تعصب او تبعیض له منځه تللی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له حکومت سره د خوست د قومي مشرانو د همکاریو له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې قومي مخور او ولسونه دې له حکومت سره خپلې اړیکې وساتي.

دغه‌راز اسلامي امارت له هېوادونو سره مثبت او ښې اړیکي غواړي، د ستونزو د حل لپاره یې د خبرو اترو دروازه پرانستې ساتلې، خو دا هم په ډاګه کوي چې پر اسلامي امارت هېڅ ډول فشار نتیجه نه ورکوي.

دې ناستې ته د امر بالمعروف او نهې المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هم وینا کړې او فارغ شویو علماوو ته یې مبارکي ویلې ده.

نوموړي فارغو شویو علماوو ته په وینا کې ویلي، چې د ټولنې په اصلاح کې خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړئ.

ښاغلي شیخ خالد زیاته کړې؛ غرب غوښتل د ډیموکراسۍ او په ورته نورو نومونو افغان ټولنه ناسم لوري ته بوځي خو بهرنیان خپلو موخو ته ونه رسیدل.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ښځو حقونو د ورکړې مسولیت لري او میرمنې خپل حقوق ترلاسه کولای شي.

دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني ویلي، چې دیني مدرسو ته تر بل هر وخته ښه سهولتونه رامنځ ته شوي او له فارغ شویو علماوو یې غوښتنه کړې، چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او په ترلاسه کړو زده‌کړو بسنه ونه کړي.

حقاني یادونه کړې، چې فارغ شوي علما دې د دندې پر ځای تدریس او لوړو زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړي څو ټولنه سم حالت ته ورسیږي.

د ناستې په پای کې د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق ویلي، چې اسلامي امارت د مدرسو پیاوړتیا او غوره تدریس په موخه ګڼ اغېزمن کارونه ترسره کړي او لاهم دوام لري.

د ښاغلي طارق په خبره په ۳۳ ولایتونو کې جهادي مدرسې جوړې شوې او تر دې مهاله ۳ زره کسان ترې فارغ شوي دي.

سبا به افغانستان د سیمه‌ييزې همکارۍ ابتکار د ناستې کوربه وي

په پام کې ده سبا د ۱۴۴۵ هـ‌ق کال د رجب المرجب په ۱۷مه، چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار د ناستې کوربه وي.

په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر رامنځته کېدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.

شیخ شهاب الدین دلاور د بغلان ولایت کانونو رییس سره په لیدنه کې د کاني زېرمو په مدیریت او ساتنې ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د بغلان ولایت د کانونو له رییس سره لیدنه کړې.

 په دغه لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت د کاني زېرمو په اړه د خبرو سربېره د قراردادي شرکتونو او قېمتي ډبرو د ارزښت په اړه خبرې کړي.

د بغلان ولایت د کانونو رییس خپلې ستونزې او غوښتنې یې د وزارت له مشر تابه سره شریکې کړي.

شیخ شهاب الدین دلاور د هغوی ستونزو او غوښتنو له اورېدو څخه وروسته د کاني زېرمو د مدیریت، ساتنې، څارنې او روڼتیا په اړه تینګار کړی.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کاري پروسې د ښه والي او کارونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې کړي.

د نورستان-کنړ عمومي سړک اړوند کوردر پل د ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د نورستان – کنړ عمومي سړک اړوند په واما ولسوالۍ کې د کوردر پل د ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ او د نورستان ولايت د مرستیال والي مولوي فیصل مختار، د ياد ولايت د ټولګټو رییس قاري احمد نبي عادل او يو شمېر نورو سيمه اييزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 دغه پل چې ۲۶ متره اوږدوالی، ۴،۹ متره پلنوالی، دواړو خواو ته ۱۳۳۰متر مکعبه استنادي دېوالونه او پینځه متره لوړوالی لري د رغونې کار یې د ټولګټو وزارت او یو ساختماني شرکت ترمنځ د ۱۶ مليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوی و.

 د یاد پل په اساسي رغونې سره د کنړ او نورستان ولايتونو د اوسيدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوي.

د افغانستان بانک سرپرست رییس: بریښنايي بانکوالي د اوسني وخت غوښتنه ده

د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري په مشرۍ د الکترونیکي بانکوالۍ پراختیا په موخه غونډه شوې.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رییس د برېښنایي بانکوالۍ پر ارزښت خبرې کړي او دا بانکوالي یې د ننني عصر غوښتنه یاده کړې.

نوموړي د افغانستان بانک د اړوندو برخو له کارکوونکو غوښتي، چې د دې بانکوالۍ د پراختیا او پرمختګ لپاره په ټول توان هڅه وکړي او له دې لارې درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان بانک د اداینو سیستم (APS) لوی آمریت کارکوونکو په یادې شوې برخه کې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه معلوماتي پریزنټیشن شریک کړی او د ګډونوالو تر منځ د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا په موخه خبرې شوي دي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار معراج محمد معراج د الکترونیکي بانکوالۍ په برخه کې را منځته شوي پرمختګونه ستایلي او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره یې د اړوندو ادارو تر منځ په لا ډېره همغږۍ او د تخنیکي ناستو په زیاتوالي ټینګار کړی.

د نورالدین عزیزي او ترکيې هېواد سفیر لیدنه؛ په دوه اړخیزه سوداګرۍ او ورته مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جینک اونال سره لیدنه کړې.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو د جوړولو، افغان سوداګرو ته په ویزو کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو، په ترکیه کې دافغاني غالیو لپاره د صادراتو دایمې مرکز جوړولو او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د غالیو صادرولو په اړه خبرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې د زمینې برابرولو یادونه کړې او د ترکیې پانګوال يې په افغانستان کې پانګونې ته را بللي دي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او د نیمروز والي لیدنه؛ د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوي

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره لیدنه کړې او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله یې خبرې کړي.

د نیمروز والي د اوبو او انرژي وزارت کړنې د ستایلو وړ بللي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډمونو د پروژو په لاره اچول او پلي کول يې د اوبو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام بللی.

همدارنګه هغه په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د نیمروز ولایت د خلکو ستونزو ته اشاره کړې او د وزارت د رهبرۍ څخه یې د همکاري غوښتنه کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز والي ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

د احصايې او معلوماتو  ملي اداره: هېواد کې له ۱۲ میلیونه زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه ۱۲ میلیونه او څه‌باندې ۲۸۸ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې، چې اووه میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او پینځه میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي.

یاده اداره زیاتوي؛ د ټولو وېشل شویو الکترونیکي تذکرو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې شپږ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې پینځه میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، په هرات کې څه‌باندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څه‌باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دي چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي، ترڅو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.