ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1286

د باختر اطلاعاتي اژانس رییس د رسنیو په پینځمه نړیواله سرمشریزه کې ګډون کړی

د باختر اطلاعاتي اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل د چین په ګوانګژو ښار کې د رسنیو په پینځمه نړیواله سرمشریزه غونډه کې ګدون کړی.

دغه سرمشریزه (د نړیوال باور ډېرول، د رسنیو د پرمختیا دودول) تر عنوان لاندې له ۱۰۱ هېوادونو څخه د ۴۵۰ تنه د رسنیو استازو، دولتي چارواکو، ډیپلوماتانو او نورو سازمانونو د استازو په ګډون پیل شوې، چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې دوام کوي.

د رسنیو په یادې سرمشریزه غونډه کې د افغانستان باختر اطلاعاتي اژانس، د چین د سینهوا، د روسیې د ټاس، رویترز، اسوشیتد پرېس، ایرنا، او نورو مشهورو اژانسونو په ګډون د ۱۹۷ رسنیو استازو ګډون کړی.

سرمشریزه کې د رسنیو پر وړاندې ننګونې، دغې برخه کې شته فرصتونو ته توسعه ورکول، د رسنیو ترمنځ همکاري، د رسنیو ترمنځ باور رامنځته کول، د مهمو نړیوالو پېښو پر وړاندې د رسنیو رول، د رسنیو دیجیتلي کول او رسنیو کې د مصنوعي هوښ کارول او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي.

دغه سرمشریزه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د سینهوا، ټاس، رویترز او ځینو نورو مشهورو خبري اژانسونو په نوښت رامنځته او موخې یې د رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته کول، دغې برخه کې پرمختیاوې او د رسنیو پیاوړي کول دي.

‏ د اسلامي نړۍ عالماوو مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په لیدنه کې د افغانستان خلکو ته د اسلامي هېوادونو د ملاتړ ډاډ ورکړی

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه کړې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي؛ هغه څه چې نن په فلسطین کې روان دي نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی، لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدین په خپلو ایماني وسلو سره نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي.

ډاکټر علي محمد قره داغي د یرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د مجاهد او مېړني ولس د اتلوليو او سرښندنو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکي هيله وه، د اسلامي نظام د حاکمیت له برکته اوس په دې هېواد کې خلک په بشپړ خوندي چاپیریال کې ژوند کوي.

نوموړي د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ کړی او د افغانستان خلکو ته یې د اسلامي هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.

د پوهنې سرپرست وزیر: د افغانستان ښوونيز نصاب کې د عصري علومو ترڅنګ دیني علومو ته هم پاملرنه شوې

 د ډاکټر علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او شیخو پلاوي د پوهنې له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې.

د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو او شيخو د سفر هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ زموږ هېواد ته ستاسې سفر په داسې مهال تر سره کېږي، چې نړيواله ټولنه لاهم زموږ په اړه منفي نظر لري او موږ له تاسو غواړو، چې له افغانستان څخه په بېرته ستنېدو سره نړۍ ته زموږ د هېواد رښتيني انځور وړاندې کړئ.

 دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د تامین لپاره مبارزې ته په اشارې سره زیاته کړې، د فلسطین مسله په ټوله اسلامي نړۍ او اسلامي امت پورې اړه لري او موږ بايد د فلسطيني ولس کلک ملاتړ وکړو.

 مولوي حبیب الله اغا څرګنده کړې، ياد وزارت د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو او د هېواد د خلکو د فرهنګ په رڼا کې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول د خپلې بنسټیزې دندې بولي.

همدارنګه نوموړي د هېواد پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په اړه ویلي؛ زموږ ښوونيز نصاب په داسې ډول ترتيب شوى، چې له عصري علومو څخه په استفادې سره ديني علومو ته هم پاملرنه شوې او دا يوه اړتيا ده، چې ځوان مسلمان نسل باید د عصري علومو ترڅنګ په اسلامي زده کړو هم سمبال شي.

یاد پلاوي ویلي؛ د نصاب اصلاح د نظام له اصلاح سره تړاو لري، ځکه موږ کولای شو په دې کې د غربیانو د منفي افکارو مخه ونیسو.

نوموړو زیاته کړې؛ موږ به په هر حالت کې له تاسو سره همکاري تر څنګ، د پوهنيز نظام ملاتړ کوو او له تاسو سره به په مادي او معنوي ډول مرستې وکړو.

اسرائیلو په خپلو زندانونو کې فلسطیني بندیان شکنجه کړي

وروسته ترهغې، چې د غزې په روانه جګړه کې د لنډ مهالي اوربند پر مهال د حماس غورځنګ او صهیونستي رژیم ترمنځ د زندانیانو تبادله ترسره شوه، یو شمېر ازاد شوي فلسطینيانو ویلي، اسرایلو ورسره په زندانونو کې بد چلند کړی او د دوی په زورونه کې یې ان له سپو استفاده کوله.

دوي زیاته کړې، اسرایلي پوځیانو یې لاسونه او پښې ورماتې کړي او په بد روغتیایي وضعیت کې یې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي دي.

یادې کمیټې هم منلې، چې د تبادلې پر مهال د ځینو زندانیانو درملنه د دوی له لوري په امبولانسو او یا هم سیارو کلینکونو کې شوې ده.

د ځینو رسنیو د راپورنو له مخې؛ اسرایلي زندانونو کې دغه راز زندانیانو ته کافي او پر وخت خوراک نه دي ورکول شوي او په هر ډول حالاتو کې یې د ستونزو سره مخ کړي وو.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې او هغو روغتونونو، چې د دغو زندانیانو د معایناتو مسولیت یې پر غاړه درلوده ویلي، چې د دغو زندانیانو اکثریت یې روغتونونو کې بستر کېدو ته اړتیا لري.

د اسلامي نړۍ د علماوو مشر: د اسلامي امارت کړنې د نورې اسلامي نړۍ لپاره ښه نمونه ګڼل کېږي

شیخ علي محی الدین علی القره داغي د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې عمومي منشي د مل پلاوي د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي سره لیدنه کړې.

د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر ویلي؛ د اسلامي امارت له بریا او فتحې وروسته په خپلو فعالیتونو پیل وکړ، چې تر اوسه یې د معروفاتو د اقامې، منکراتو ازالې او د خلکو  شکایتونو ته د رسېدنې برخو کې ګڼ شمیر د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، یاد وزارت د فرائضو، واجباتو، سنتونو او مستحباتو پړاوونو ته په پاملرنې سره خپل ټول اړوند فعالیتونه پرته له کوم افراط او تفریط څخه  پر مخ وړي.

شیخ محمدخالد حنفی ویلي؛ د اشغال پر مهال په افغانستان کې د منکراتو ګراف خپلې لوړې کچې ته رسیدلی و، چې د اسلامي امارت په راتګ او د دې وزارت د منسوبینو په حکیمانه فعالیتونو سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې.

د امربالعروف وزارت سرپرست وزیر په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف د ارزښت په هکله ویلي؛ اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر څخه پرته بشپړېدای نشي،  د افغانستان د خلکو د جهاد له مهمو موخو څخه د پردي اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قایمول وو چې اوس دې لویو موخو ته رسېدلي دي.

شیخ محمد خالد الحنفي د دي وزارت د کاري ساحې په هکله ویلي؛ د امر بالمعروف وزارت د اته زره تنو څخه د زیات تشکیل په لرلو سره په درې بنسټیزو ساحو کې چې ملکي برخو امربالمعروف، نظامي  برخو امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو برخو کې  کړنې ترسره کوي، له نېکه مرغه په ټولو یادو برخو کې ښې لاسته راوړنې له ځانه سره لري.

د اسلامي نړۍ شیوخ او علماوو د امر بالمعروف وزارت له اصلاحي کړنو څخه په ستاینې سره ویلي؛ مونږ د افغانستان د اسلامي امارت څخه ملاتړ کوو.

د دی پلاوي مشر ویلي؛ ستاسو کړنې د نورې اسلامي نړۍ لپاره ښه نمونه ګڼل کېږي او د افغانستان څخه د ليدنې په ترڅ کې مونږ پوه شو چې تاسې په سمې لارې روان یاست.

په دې لیدنه کې د اسلامي نړۍ علماوو د مسلمانانو ترمنځ په خپل منځي همکارۍ باندې ټینګار کولو سره څرګنده کړې، چې که د فلسطین ولس د یو اسلامي نظام په جوړښت باندې و توانیږي د اسلامي امارت تجربې به له هغوی سره د نظام په جوړولو ګټمن تمامېدای شي.

دوی همدارنګه د هغو کډوالو ستونزو ته په اشارې سره، چې په دې وروستیو کې خپل هېواد ته را ستانه شوي دي ویلي؛ یادو کډوالو سره د مرستې لپاره دوه د لومړني توکو محمولې راوړي چې پر هغوی به یې ووېشي

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۹/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۲/۹/۱۴۰۲ ھ ش 

هېواد ته له بېلابېلو لارو مهاجرین راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو له‌خوا یاد کډوالو ته  رسېدنه شوې او بېلابېل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.

بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي:

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۲۰۳ کورنۍ ثبت شوې او راجسټر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له تورخم څخه ۴۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۲۱ تنه کیږي، کابل، لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته ولېږدول شوې او ۶۵ زره افغانۍ کرایه ورکول شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټې له‌خـوا شپږ زره تنه کډوالو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه په‌ خپل وخت سره توزیع شوې.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌ خوا مرسته شوې ۲۵۰ کمپلې، ۳۵۰ بستې معدني اوبه او ۳۰۰ څادرونه، بوټونه او کوټونه، ۳۵۰ بستې خوارکي توکي او همدارنګه ۱۳۵ زره ليټره اوبه کډوالو ته رسول شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌ خوا راستانه شویو کډوالو ته ۵۸۱ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۳ تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه فوق بکلوریا سند لرونکي، شپږ تنه د لیسانس سند لرونکي، یو تن ماسټر، شپږ حافظان، یو تن د وړې دورې فارغ، دوه تنه دیني عالمان، ۱۶۴ تنه غریبکار او ۱۸۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۷۵ تنه کیږي، ثبت کړل.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۷۸ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۵۳۲ تنه کیږي هلمند، کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۲۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري او ښوراندام کمپونو کې څلور زره تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او ۸۶ زره لېټره اوبه ورسول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ماشومانو د ژغورنې، د هېلټ نېټ موسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۲۶۲ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۹۵۴ تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۳۴ کسانو سکرینینګ شوی او د اووه تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.

پکتیـــــــکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې اووه کورنۍ ثبت شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

دوه کورنۍ له انګور اډې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته لیږدول شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

انګور اډه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په ښرنه او انګور اډه کې د ۲۵ کسانو تداوي شوې، شپږ کسانو ته واکسین تطبیق شوی او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۸۶ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري نهه عدده سیمکارټونه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

نیمـــرزو (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې شوې، چې د مسولينو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.

په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زر او ۲۱۷  تنه مجرد مسافر هم ثبت شوي چې له دې ډلې ‍۱۸۴ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ور وپيژندل شو.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

په نیمروز کې نن ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شوې، د اوسیدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز کې له شپږو کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتي کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوری ۲۶ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

راستانه شویو هېوادوالو ته د عامه پوهاوي په برخه کې پوره لارښوونې وشوې.

هــــــــــــــرات

د مالي چارو کمېټه:

هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

مولوي عبدالسلام حنفي د مسلمانو علماوو ټولنې له غړو غوښتي، چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې تر نړیوالو ورسوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت سفیر دوکتور محمد نعیم په شتون کې د دوکتور شیخ علي محي الدین علي القره داغي په مشرۍ د مسلمانو علماوو ټولنې یو شمېر غړو او مشایخو سره لیدنه کړې.

راغلو علماوو تر اوږدې مبارزې وروسته د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي ښودلې، په بین المللي مسایلو کې یې د اسلامي هېوادونو او امتونو یووالی د وخت اړتیا بللې او ویلي يي دي؛ اسلامي دولتونه د دې موضوع په درک کولو سره هڅه کوي، ترڅو د نړۍ مسلمانان له یو بل سره متحد شي.

د مسلمانو علماوو ټولنې غړو او مشایخو د سرتاسري امنیت تامین، د اسلامي قوانینو پلي کول او په مختلفو برخو کې د افغانستان پراختیا او بیارغاونې په څېر کړنې او لاسته راوړنې ستایلي.

مولوي عبدالسلام حنفي د مسلمانو علماوو ټولنې غړو او مشایخو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی سره پر ملاقات خوښي ښودلې او د مسلمانانو په یووالي او اتحاد کې یې د علماوو رول مهم بللی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخوندزاده حفظه الله له لوري د عمومي بښې اعلان ته په اشارې ویلي، په دې اعلان سره د زرګونه کسانو ژوند خوندي شو او په هېواد کې د غچ اخیستنې مخه ونیول شوه.

ښاغلي حنفي په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنیت ټینګښت، د اداري فساد او نشه یي توکو کر، سوداګرۍ او قاچاق له منځه وړل او د معتادینو راټولول او اړمنو ته د معاش ټاکل، د سود معاملاتو منع کول او په ادارو او معاشونو کې د اصلاحاتو ترسره کول د اسلامي امارت اقدامات بللي او له علماوو او مشایخو څخه یې غوښتي، چې دغه اقدامات د نړیوالو او مسلمانانو تر غوږونو ورسوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د افغان کډوالو ویستنې موضوع ته په اشارې زیاته کړې، که څه هم دغه ویستنه د ټولو بین المللي نورمونو خلاف ترسره شوه، خو اسلامي امارت د دې پروسې د مدیریت لپاره له مختلفو ادارو او کمېټو څخه یو کمېسیون جوړ کړ او د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته یې رسېدنه کړې او د هغوی دایمي مېشتېدنې لپاره پاملرنه او همکاري اړینه ده.

کاوش | د اقلیمي بدلون اساسي لاملونه څه دي؟

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ایډز نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو لاسرسی او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د مالي او اداري چارو مرستیال همدا راز ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد په ټولو برخو کې وړاندې کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

همدارنګه د ایډز نړیوالې ورځې اړوند د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پیغام ګډونوالو ته واورول شو، چې په هغه کې د دې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د فعالیتونو او د اخته کسانو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې په اړه یادونه شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د ساري ناروغیو د کنټرول رییس، ډاکټر بسم الله، د ایډز ناروغۍ د کنټرول رییس ډاکټر شریف احمد احمدزي، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې استازې اغلې سوریو او د روغتیايي نړیوال سازمان استازي ډاکټر محمد اختر هر یو په خپل وار د یادې ورځې نمانځغونډې مراسمو ته ویناوې وکړې.

رییس الوزرا د اسلامي هېوادونو د علماوو ټولنې له استازو او غړو سره لیدنه کړې

د یادو علماوو په استازیتوب ډاکټر علي قره داغي په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت ستایلی او دا یې د افغانستان د علماوو، حافظانو او ټولو مجاهدینو د قربانیو نتیجه بللې او ویلي يي دي، ملت له اسلامي امارت څخه خوشحاله دی.

یاد پلاوی د اسلامي هېوادونو د ۶۴ ټولنو او د څلورو مذاهبو د علماوو په استازیتوب کابل ته راغلی او د اسلامي امارت رهبرۍ ته یې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی.

یادو علماوو ویلي، دا مهال د اسلامي نړۍ سترګې تاسو او د فلسطین مجاهدینو ته دي او د افغانستان اسلامي امارت یې د اسلامي نظامونو د یو سمبول په توګه یاد کړی.

 رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اسلامي هېوادونو د علماوو یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اوسنی نظام له علماوو جوړ دی او د اسلامي نړۍ د علماوو هڅو او زیار ته د قدر په سترګه ګوري.

 نوموړي زیاته کړې، د فلسطین مظلوم ملت هم د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو په څېر له درد او ځور سره مخ شوی دی او له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت یووالي او اتحاد ته جدي اړتیا ده او دغه دروند مسوولیت یوازې علما ترسره کولی شي.

 ملا محمد حسن اخوند ویلي؛ افغانستان دا مهال د زلزلې، سېلابونو او په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ویستنې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو د حل لپاره یې د اسلامي امارت ټول مسولین په تعهد او اخلاص کار کوي.

رییس الوزرا زیاته کړې، تر ممکن حده به یو بل سره همکاري کوو او له اوسنیو ستونزو څخه د اسلامي امت د ژغورلو لپاره به ټول یو بل په دعاګانو کې یاد ساتو.