ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1287

د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

چمتو شوي شمیرې ښیي، چې په 1402 کې دهېواد په کچه شاوخوا ۴.۳۵ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیون مټریک ټنه یې اوبیز غنم او 548 زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.

دا په داسې حال کې ډه، چې د هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.

سږکال دهېواد په کچه د غنمو ترکښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیون هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمي په بڼه کرل شوې وه.

هلمند، کندهار، هرات او کندوز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو دکرکیلي تر ټولو لویې سیمې لري.

په ۱۴۰۲ ام کال کې هلمند او کندوز ولایتونه هغه ولایتونه دي، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات تولید لري او پنجشیر، سمنګان او نورستان هغه ولایتونه دې، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو کم تولید لري.

تخار او فارياب هغه ولایتونه دي، چې د للمي غنمو تر ټولو زيات توليد او ننګرهار او باميان هغه ولایتونه دې، چې په ١٤٠٢ کال کې د للمي غنمو تر ټولو کم توليد لري.

په ۱۴۰۲ کال کې، د اوبیزو غنمو کرل شوي سیمه د تېر کال په پرتله نږدې ۴.۴ سلنه او د للمي غنمو سیمه شاوخوا ۱۵ سلنه زیاه شوې ده.

په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه  د اوبیزو غنمو د هر هکتار حاصلات نږدې ۲.۸۳ ټنه او د للمي غنمو حاصلات شاوخوا ۰.۸۱ ټنه په هر هکتاره ځمکه کې ده.

د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د وېش له لارې له بزګرانو سره مرسته، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي، چې ورسره سږکال د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

پاریس کې پر سیلانیانو برید؛ یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

پاریس کې یوه بریدګر پر سیلانیانو د چړې او څټک برید کړی، چې په پایله کې یې یو سیلاني وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دا پېښه فرانسه کې د پاریس ایفل برج ته نږدې شوې ده.

فرانسوي چارواکو ویلي، چې ۲۶ کلن فرانسوی بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالډ درمانین ویلي؛ یاد کس د فرانسې امنیتي سازمانونو د څارنې نوملړ کې هم و، چې په ۲۰۱۶ کال کې په یوه بل برید کې ټپي او وروسته په څلور کاله بند محکوم شوی و.

د حماس سیاسي دفتر: د اسرائیلو نور بندیان به په غزه کې د دایمي اوربند په صورت کې خوشي کړو

ملګري ملتونه او نور مرستندویه سازمانونه خبر ورکوي، چې د غزې هېڅ ځای د فلسطیني ملکي وګړو لپاره امن نه دی.

دغو سازمانونو دغه خبرداری وروسته تر هغې ورکړی، چې صهیونستي اشغالګرو تر لنډمهالي اووه ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا غزه کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي او تر دا مهاله یې نږدې ۲۰۰ ملکي فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د حماس سیاسي دفتر ویلي، چې د اسرائیلو نور زندانیان به په غزه کې د یو دایمي اوربند په صورت کې خوشې کړي.

دغه دفتر زیاته کړې؛ له حماس سره په پاتې اسرائیلي زندانیانو کې تر ډېره پخواني او اوسني پوځیان او قومندانان شامل دي، چې د یو تلپاتې او دایمي اوربند د ټینګېدو په صورت کې یې خوشې کولو ته چمتو دي.

غزه کې د جګړې له بیا پیل سره حماس هم د اسرائیلو پر بېلابېلو سیمو سلګونه توغندي توغولي، چې ځینو سیمو کې د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرونه هم ورکول شوي دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات کې د نوي جوړ شوي تخصصاتو ریاست څخه لیدنه کړې

د‌ لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د کاري سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د نوي تاسیس شوي د تخصصاتو رياست څخه لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي ندا محمد ندیم د هرات ولایت تخصصاتو رياست د بېلابېلو برخو څخه د ليدنې ترڅنګ د ياد رياست د مسولينو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې اوریدلي.

مولوي ندا محمد ندیم د هرات ولايت تخصصاتو رياست درسي ټولګي، دفترونه، کتابتون او بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او اړونده مسولينو ته یې د دغه رياست د اړتياوو او ستونزو ته په بیړنۍ رسېدنې په برخه کې لارښوونې کړي.

خليفه سراج الدين حقاني: اسلامي امارت ته د افغانستان د ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د خوندي امنيت او مخدره موادو سره مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي؛ په دې تړاو يې د بېلا بېلو هېوادنو له استازو سره کتلي او ټول په دې باور دي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې، په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه دې په حرفوي زده کړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.

نوموړې زیاته کړې؛ له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ياد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، نوموړې د راستنېدونکو کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هرکلی کړی او په وینا يي، چې نړيواله ټولنه دغه بهير څاري.

 روزا اوتونبایوا ویلي؛ حاکم نظام تواندلی، چې له رامنځته کېدونکو پېښو سره بريالۍ مبارزه او د هغو ښه مديريت وکړي.

د هغې په وينا؛ اسلامي امارت و کولای شول، چې په دغه بهیر کې له نړیوالې ټولنې سره هم ښه تعامل ثابت کړي.

د کورنيو چارو سرپرست خليفه سراج الدين حقاني ویلي؛ افغان حکومت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي او د چارو منظم ترسراوي په موخه يې د بېلابېلو ادراو له کار کوونکو څخه جوړو، مختلفو کمېټو ته دنده سپارلې، چې تر دې دمه يې د خدای تعالی په نصرت د يادو کډوالو لاسنيوي او خپلو مېنو ته د لېږد په برخه کې د پام وړ مرسته کړې او لاهم په بريالۍ توګه دوام لري.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت ګاونډیانو سره د رښتيني او صادقانه چلند په موخه لازم ګامونه اوچت کړي دي.

ښاغلي حقاني ټينګار کړی، چې پخوانۍ ستونزې او نميګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې و نه تړل شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو کورني مسايل بايد بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل نه شي.

سرپرست وزير زياته کړې، نړیوال اړخونه هم باید د وسله والو جنایتکارانو د کنټرول په موخه د اسلامي امارت له هڅو ملاتړ وکړي.

ښاغلي حقاني د نړيوالې ټولنې د سرمنشي له ځانګړې استازې څخه هېواد کې له مخدره توکو سره د مبارزې، راستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ او په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه د نړيوالې ټولنې له همکارۍ مننه کړې.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۸/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۱/۹/۱۴۰۲ ھ ش 

هېواد ته له بېلابېلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو له‌خوا یاد کډوالو ته رسېدنه شوې او بېلابېل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.

بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي.

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۲۰۱ کورنۍ ثبت شوې.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۲۲ خيمې او اته تشنابه ودرول شول او همدارنګه د اته ټانکرونو په ذریعه ۱۳۰ ټانکيو کې اوبه واچولې.

۵۰ کورنۍ کمپ کې مېشت شوې او د پاتې نورو کورنيو کارونه تکميل او خپلو سيمو ته لېږدول شوي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټې له‌خـوا شپږ زره تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوي .

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې ۳۵۰ کمپلې، ۲۵۰ بستې معدني اوبه او ۳۰۰ څادرونه، بوټونه او کوټونه، ۲۵۰ بستې خوراکي توکي او همدارنګه ۱۳۵ زره لېټره اوبه کډوالو ته رسول شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۴۹۱ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې شوي، د مراحلو طی کولو په اړه ورته معلومات او فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي او د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ د مهاجرت يو شمېر ورقې پر کډوالو ووېشل شوې.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۱ تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه حافظان، ۱۳۴ تنه غریبکار او ۱۲۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۲۷۶ تنه کیږي.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

سپین بولدک کې ۱۹۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۹۹۴ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې جملې ۱۲۲ کورنۍ چې ۶۰۱ تنه کیدل، (آی، او اېم) او (ډبلیو اېف بي) ته او ۷۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۹۳ تنه کیده (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ور وپیژندل شوې.

۳۶ تنه بندیان هم ثبت شوي او اووه بې سرپرسته ماشومان (ام پي او) ارګان ته ورپیژندل شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۲۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۸۴۰ تنه کیږي کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري او ښوراندام کمپونو کې څلور زره او ۶۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او ۹۰ زره لیټره اوبه ورسول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ماشومانو د ژغورنې، د هېلټ نېټ موسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۲۷۹ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۹۲۳ تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۸۷ کسانو سکرینینګ شوی او د شپږ تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.

پکتیـــــــــــــا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پکتیا ولایت دنډ پټان ولسوالۍ د خرلڅیو له لارې څلور کورنۍ هېواد ته راستنې شوې، چې مسولينو له لوري ثبت شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

پکتیا کې د مؤقت مېشت کولو کمېټې له لوري په کمپ کې څلور کورنۍ ځای پر ځای او د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري ورته د خوراک او څښاک او نورو برخو کې خدمات ارایه شول.

پکتیـــــــکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې درې کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۵ تنه کیږي، ثبت او راجسټر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

درې کورنۍ له انګور اډې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

انګور اډه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

انګور اډه کې د ۶۳ کسانو تداوي شوې، شپږ کسانو ته واکسین تطبیق شوی او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۱۰۰ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري شپږ عدده سیمکارټونه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

نیمـــــــــــــــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په نیمروز کې د ورېښمو له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۱ تنه کیږي، هېواد راستنې شوې چې د مسولينو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.

په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زر او ۵۱۳ تنه مجرد مسافر هم ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶۲ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ورپیژندل شوي دي.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

نیمروز کې نن شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسېدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز کې له شپږ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

نیمروز کی نن درې کورنیو ته چی د افرادو شمېر یې ۱۰ کیږي اړین خدمات وړاندې او ډوډۍ ورکول شوه.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

راستانه شویو هېوادوالو ته د روغتیا او عامه پوهاوي په برخو کې خدمات وړاندې شوي دي.

هــــــــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د هرات په اسلام کلا بندر کې ۱۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه کیږي، ثبت شوې.

د مالي چارو کمېټه:

هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

کابــــــــــــــــــــل – مرکز

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

کابل کې د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري ۲۶ کورنۍ چې افرادو شمېر یې ۱۳۸ تنه کیږي، کندوز او بلخ ولایتونو ته ولیږدول شوې او ۱۸۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

مولوي ذاکر: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ځینو کړیو د اټکل پر خلاف مثبت پرمختګونه کړي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د سیاسي چارو شنونکو او د نظر خاوندانو سره لیدنه کړې.

دغو کارپوهانو د اسلامي امارت واکمني یو موټې او سرتاسري یاده کړې او ویلي يي دي، د حکومت لخوا پیل شوې پروژې د تېرو دوو لسیزو ودانیزو کارونو په پرتله غوره او ورسره د پرتلې وړ نه دي.

د هغوی په وینا؛ د کډوالو د ځای پر ځای کولو پروسې ښه مدیریت څرګنده کړه، چې په افغانستان کې په شته ستونزو سربېره بیا هم د ننګونو د ښه مدیریت لپاره کافي ظرفیت شته دی.

نوموړو زیاته کړې، له بهر څخه له راستنو شویو سیاسي څېرو سره د اسلامي امارت چلند د ستایلو دی او ویلي يي دي، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کېمسیون دې نور هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ځکه ډېر شمېر نور افغانان هم هېواد ته د راتګ نیت لري.

همداراز د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه يې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

مولوي ذاکر ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان په کې مساوي حق لري.

د ښاغلي ذاکر په وینا، حکومت د کارپوهانو او شنونکو اصلاحي نیوکو ته په مثبت نظر ګوري او مسولین د ولس د غوښتنو په نظر کې نیولو سره خپلې چارې پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ځینو کړیو د اټکل پر خلاف ښه او مثبت پرمختګونه کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس ویلي، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون خپل کار ته ژمن دی.

مولوي عبدالسلام حنفي: بهر مېشتي پانګوال دې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مهاجر سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې له مسول او غړو سره لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مهاجرینو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مهاجر سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې مسول نورالدین عزیزي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یادې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته هر اړخیز معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي؛ د دې کمېټې غړي له هېواده بهر افغان سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له نورو ټولو کمېټو سره په منظمه او همغږې توګه هڅه کوي، ترڅو افغان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړې؛ دغه کمېټه د صنعتي پارکونو د رامنځته کولو په موخه بېرته راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده، دغه راز د دوی د تشویق او هڅولو په خاطر ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ لازمه ده چې د یادې کمېټې غړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه خپلې ټولې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت رهبري سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاؤ برابرولو د رامنځته کولو په موخه په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې افغانستان کې پر خپلې پانګونې سره د هېواد په ابادۍ او پر مختګ کې ګډه ونډه واخلي.