د لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د کاري سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د نوي تاسیس شوي د تخصصاتو رياست څخه لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي ندا محمد ندیم د هرات ولایت تخصصاتو رياست د بېلابېلو برخو څخه د ليدنې ترڅنګ د ياد رياست د مسولينو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې اوریدلي.
مولوي ندا محمد ندیم د هرات ولايت تخصصاتو رياست درسي ټولګي، دفترونه، کتابتون او بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او اړونده مسولينو ته یې د دغه رياست د اړتياوو او ستونزو ته په بیړنۍ رسېدنې په برخه کې لارښوونې کړي.

