ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1288

د کابينې نهمه غونډه؛ د واخان لويې لارې، ښوونيز نصاب او نرخونو د کنټرول په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نهمه غونډه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په مشرۍ د «جمادی الاولی په ۶مه/ لړم ۲۹ مه» د دوشنبې په ورځ جوړه شوه، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې پکې وشوې.

په دې غونډه کې د ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې بدخشان کې د واخان لويې لارې سروې، ډيزاين او اساسي جوړولو قرارداد په اړه لازم اقدامات وکړي او وروستی پلان دې د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مقام ته وړاندې کړي.

همدا راز د پوهنتونونو او ښوونځيو د نصاب جوړولو په اړه ګمارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو له اسلامي اصولو سره سم پوهنتونونو او ښوونځيو لپاره د نويو نصابونو جوړولو چارې چټکې کړي.

دغه‌راز اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د ټولو هغو جوماتونو چې د بيلونو نه تاديې له امله يې برېښنا قطعه شوې وي، مېټرونه نصب او برېښنا ورته بېرته وصل کړي.

د کابينې په دې غونډه کې د اطلاعات او کلتور وزارت په مشرۍ د ارشاد، حج او اوقافو او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارتونو استازو په غړيتوب پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د متبرکه او مقدسو کاغذونو په احترام سره د له منځه وړلو په هکله استفتاء چمتو او د امارت مقام ته وړاندې کړي.

د دې تر څنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت په همکارۍ د قرانکريم او نورو مقدسو کاغذونو او ضعيف شويو کتابونو نسخو ته دې د خونديتوب په موخه په غرونو يا نورو مصؤنو ځايونو کې خوندي ځايونه جوړ او هلته دې يې خوندي کړي او ځينې نور يې چې د جوړېدو وړ وي، د جوړېدو طريقه دې ورته جوړه کړي.

د کابينې په دې غونډه کې د قيمتونو د کنټرول کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د افغانۍ د ارزښت لوړوالي ته په کتو دې د خوراکي او نورو سوداګريزو توکو د نرخونو کنټرول په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.

اردوغان: ترکیه د اسرائیلو “دولتي تروریزم” پر وړاندې چوپ نشي پاتې کېدای

غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو پر وړاندې په تازه غبرګونونو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې غزه کې د اسرائیلو کړنې دولتي تروریزم دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د ترکیې دولت پر غزه د اسرائیلو د بې‌رحمه بریدونو پر وړاندې، چې د ملکیانو د وژلو سبب کېږي، چوپ نشي پاتې کېدای.

ښاغلي اردوغان عربي اماراتو کې د اقليمي بدلون نړيواله سرمشریزه ‘کاپ ۲۸مه’ کې له ګډون وروسته او بېرته راتګ پر مهال ویلي؛ اسرائیلي چارواکي چې د نسل وژنې د قربانیانو په نوم پېژندل کېدل، اوس په قاتلینو بدل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر دارنګه زیاته کړې، چې حماس په هېڅ صورت د غزې له راتلونکې نشي بېلېدای.

اسلامي امارت غزه کې د صهیونیستي رژیم روان وحشت په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو وحشیانه بریدونه او روان وحشت په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي.

په اعلامیه کې راغلي “د فلسطین په غزه تړانګه کې له څو ورځني اوربند وروسته، تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو یو ځل بیا وحشیانه بریدونه پیل کړي چې د تیرو نږدې شل زره شهیدانو او شپږدیرش زره ټپیانو سربیره تر دې دمه نږدې ٢٠٠ تنه نور ملکيان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسيدلي، ۶۰۰ نور ټپیان شوي او ګڼ شمیر یې لا هم تر نړیدلو ودانيو لاندې لادرکه دي.

اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره دريدو غوښتنه يې کوي.”

د کرنې وزارت د غلو دانو رییس د غنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس محمد اکبر وزیري د غنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا، د خوراکي توکو د ضایعاتو او په سیمه کې د ضایعاتو د استراتيژيو په نړیوال کنفرانس کې، چې د ترکیې په هېواد کې جوړ شوی وو د کرنې وزارت په استازیتوب ګډون کړی.

دغه کنفرانس د ترکیې په انکارا ښار کې د خوړو خوندیتوب د اسلامي ادارې (آي،او،اف اس) د دفتر له لارې جوړ شوی.

په یاد کنفرانس کې د بنګله دېش، قزاقستان، تاجکستان، مراکش، پاکستان، قطر، ترکیې، تونس او مصر استازو ګډون لري.

دغه کنفرانس د نومبر په ۲۹مه په سیمه کې د غنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا پر تنظیمولو، د خوراکي توکو د ضایعاتو د کمولو او په سیمه کې د ضایعاتو د استراتیژیو پر تګلارو د خبرو اترو لپاره جوړ شوی او تر راتلونکو څو ورځو پورې به دوام وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت رهبرۍ د ۱۴۰۳ کال د تشکیل او بودیجې د ټاکلو په پار ناسته کړې

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور تر رهبرۍ لاندې د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده او د اوبو او انرژي معینیتونو د عمومي ریيسانو په ګډون ترسره شوه.

 په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د ۱۴۰۳ کال د تشکیل او بودیجې د ټاکلو، د دغه وزارت د پروژو د ستونزو په هوارولو او یو شمېر اړوندو موضوعاتو اړه خبرې شوي.

 د ناستې په بهیر کې ریيسانو د وړاندې شوو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه څرګند کړي او په پای کې د وزارت سرپرست د اړینو تصمیمونو په نیولو سره اړوندو مسولینو ته د چارو د غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

مولوي احمدالله وثیق: هڅه کوو چې له پامه غورځول شوې سیمه ییزې او دودیزې لوبې بیا را ژوندۍ کړو

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق د میدان وردګ ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره لیدنه کړې او په دې ولایت کې د ورزش د پراختیا او بهبود په اړه يې هر اړخیزې خبرې کړي.

 مولوي احمدالله وثیق ویلي؛ ټولو ولایتونو ته په متوازن ډول د ورزشي فعالیتونو رسول مو اساسي هدف دی، خو ډېره هڅه مو هغو وروسته پاتې ولایتونو او هغو سیمو ته ده، چې په تېر کې ورته خاص پام نه دی شوی.

 ښاغلي وثیق زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو، چې هغه سیمه‌ييزې او دودیزې لوبې بیا را ژوندۍ کړو، چې په دې وروستیو کې له پامه غورځېدلي او د نه پاملرنې له امله د ورکېدو په حال کې دي.

 نوموړي د میدان وردګ ولایت له والي غوښتي، چې د یاد ولایت له ورزشکارانو سره په اړوندو برخو کې تر ممکنې کچې همکاري وکړي.

 د میدان وردګ ولایت والي هم ژمنه کړې؛ چې هڅه کوي، تر خپلې وسې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي او په اړوندو څانګو کې ورسره مرسته وکړي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له کارمندانو سره تر لیدنې او هغوی د ستونزو او مشکلاتو تر اورېدلو وروسته، د یاد امریت له ودانۍ او ورزشي ځایونو هم لیدنه کړې.

نیمروز کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پل رغونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د یو پایه پله د رغونې چارې د ۲۰.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او دا مهال یې کار جریان لري.

دغه پل چې ۲۰ متره اوږد والی او ۷.۵متره پلنوالی لری تخنيکي چاري یې د افغاني انجنيرانو لخوا پر مخ وړل کیږي او د رغونې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 د یاد پل په رغونې ځایي اوسیدونکي خوښي څرګندوي او د چخانسور سړک چې یاده ولسوالي له زرنج – دلارام لویي لاري سره نښلولي د بیا رغونې غوښتنه کوي.

د همدې پل په بشپړیدو سره به د نیمروز د چخانسور ، کنګ او د فراه ولایت د جوین ولسواليو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

ډاکټر عبدالباري عمر: موسسې دې د درملو په واردولو کې د افغانستان درملیزو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د UNFPA موسسې له مرستیال مارک هاچینسن سره لیدنه کړې.

 په یاده لیدنه کې مارک هاچینسن د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له مشرتابه څخه غوښتنه کړې، چې د دوی د درملو د وارداتو پروسه کې ګړندیتوب رامنځته کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر ویلي؛ هر موسسه چې افغانستان ته درمل واردوي باید په لومړي قدم کې د افغانستان درملیزو تولیداتو ته اولیت ورکړې او د داخلي تولیداتو څخه دې ګټه پورته کړي، ځکه د افغانستان د درملو تولیدات لوړ کیفیت لرونکي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه درمل چې افغانستان کې نه تولیديږي موسسات اړ دي، ترڅو د بهر له هغو کمپنیو څخه یې واردات ترسره کړي، چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره کې ثبت وي.

مولوي احمدالله وثیق غرني ته د ورزشي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه دې ولایت اندړو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې له وروزشکارانو سره تر لیدنې وروسته له نږدې د نېزه وهنې د سیالۍ ننداره هم کړې.

مولوي احمدالله وثیق پر پلازمېنې سره بیره ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته د ورزش د رسولو په موخه د غزني ولایت د مرکز د ورزشکارانو د ستونزو اورېدلو او ورزشي وضعیت تر ازرولو وروسته د دې ولایت اندړو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې د ورزشکارانو ستونزې، غوښتنې واورېدې او ډاډ يې څرګند کړی، چې هڅه کوي، د هېواد ټولو برخو ته په متوازن ډول ورزش ورسوي.

د نوموړي په وینا؛ ډېر پام به يې هغو سیمو ته وي، چې په تېر کې له پامه غورځېدلې وې.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ د دې ولایت په مرکز علي لالا سیمه کې بیارغول شوي لوبغالي څخه هم لیدنه کړې.

د اسلامي پراختیایي بانک په ۱۸ کلني کنفرانس کې د افغانستان بانک سرپرست رییس ګډون کړی

د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي د راتلونکي اقتصادي رکود د مخنیوي او نړۍ لپاره له تیلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې تر عنوان لاندې دوه ورځني کنفرانس کې، چې د روان میلادي کال د نومبر په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په بحرین هېواد کې جوړ شوی وو، ګډون کړی.

دې کنفرانس ته د افغانستان بانک سرپرست رییس ویلي؛ د افغانستان بانک قوي هوډ لري، چې د افغانستان بانکي او مالي سکتور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نور حرامو کړنو یې پاک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال ټول سودي معاملات منع کړل شوي دي، چې متعارف او سودي بانکونه د یو پلان پر اساس اسلامي بانکوالۍ ته اړول کېږي.

ښاغلي بدري ویلي؛ په دې اړوند د نورو اسلامي هېوادنو له تجربو او  نړیوالو اسلامي موسساتو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې سره غواړو، د افغانستان بانکي او مالي نظام داسې جوړ شي، چې له ربا او نورو سودي معاملو څخه پاک وي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي بانکوالۍ مالي محصولات باید نه یوازې په شکل بلکې، په اصل او جوهر کې هم د شرعي اصولو سره مطابقت ولري.

ښاغلي بدري ټینګار کړی؛ چې بانکي تمویلات باید په هغو برخو کې وشي، چې خلکو ته یې ګټه رسیږي او له موږ سره د شریعت د مقاصدو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا؛ هغه پروژې چې دندې رامنځته کوي، د فقر او بېوزلۍ کچه کموي، ټولنیز – اقتصادي عدالت تأمینوي او د چاپیریال د ښه والي لپاره مؤثرې وي باید پاملرنه ورته وشي او تمویلات ترلاسه کړي.

د یاد کنفرانس په اوږدو کې د افغانستان بانک سرپرست رییس د یو شمير نړیوالو مالي ادارو او د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو له رییسانو او د یپلوماتانو سره هم لیدنې کړي.

نوموړي د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې د عموي رییس شیخ ابراهیم خلیفه الخلیفه سره د اسلامي بانکوالۍ اړوند او همدا راز د متقابلو اړیکو د لا زیات ټینګښت په اړه ځانګړې لیدنه درلودې.

همداراز یې د بحرین هېواد لپاره د ترکیې هېواد له سفیرې سره هم لیدنه کړې، په دې لیدنه کې د بانکي موضوعاتو ترڅنګ پر یو شمیر اقتصادي موضوعاتو هم بحثونه شوي.

ښاغلي بدري د اسلامي بانکونو د اجراییه مشرانو, علماوو او د اسلامي بانکونو د شرعي پلاوو له غړو سره هم بېلابېلې لیدنې کړي او هغوی ته یې په افغانستان کې د شریعت له اصولو سره سم د اسلامي بانکوالۍ د پلي کولو او د افغانستان بانک د پولي سیاست په اړه معلومات ورکړي.

د یادې غونډي په یوه برخه کې د بنګله‌دیش هېواد د علماوو استازي له ښاغلي بدري سره د افغانستان د بانکي او اقتصادي وضعیت په اړه او په ځانګړي توګه د افغانیو د ثبات د عواملو اړوند لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د بنګله‌دیش هېواد د علماوو استازي ویلي؛ د بنګله‌دیش مسلمانان او علما ویاړي، چې د یو اسلامي هېواد (افغانستان) پولي واحد د اسیا په کچه تر ټولو باثباته دی او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.