د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه دې ولایت اندړو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې له وروزشکارانو سره تر لیدنې وروسته له نږدې د نېزه وهنې د سیالۍ ننداره هم کړې.
مولوي احمدالله وثیق پر پلازمېنې سره بیره ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته د ورزش د رسولو په موخه د غزني ولایت د مرکز د ورزشکارانو د ستونزو اورېدلو او ورزشي وضعیت تر ازرولو وروسته د دې ولایت اندړو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې د ورزشکارانو ستونزې، غوښتنې واورېدې او ډاډ يې څرګند کړی، چې هڅه کوي، د هېواد ټولو برخو ته په متوازن ډول ورزش ورسوي.
د نوموړي په وینا؛ ډېر پام به يې هغو سیمو ته وي، چې په تېر کې له پامه غورځېدلې وې.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ د دې ولایت په مرکز علي لالا سیمه کې بیارغول شوي لوبغالي څخه هم لیدنه کړې.