د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال چاکياف او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین ترمنځ د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان هېوادونو ګډه درې اړخیزه غونډه په کابل کې ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دغه ناسته کې له جنوبي اسیا سره د شمالي اسیا پر نښلېدو، د درې واړو هېوادونو په قلمرو کې د ترانزیټي او ټرانسپورتي بېو پر کموالي خبرې شوي.
دغه راز د درې واړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پرمخ وړلو په موخه د یوې ګډې تخنیکې کمیټې پر رامنځته کولو هم هوکړه شوې ده.