د ملي دفاع وزارت ویلي؛ چې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض د ملي پوځي اکاډمۍ د څلور کلنو زده کړو لپاره له دوه زره او ۵۲۲ تنه داوطلبانو څخه د ازموینو د ملي ادارې له لوري د یاد پوهنتون د رهبرۍ په شتون کې په څلورو محلونو کې د کانکور ازموينه واخیستل شوه.
د ازموينې د پیل په مراسمو کې د ازموینو د ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني، د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون مرستیال شیخ نور محمد خجندي او ګڼ شمېر مسولینو او استادانو ګډون کړی و.
له یادو داوطلبانو څخه به ۲۵۰ تنه داوطلبان د شرایطو په پوره کولو سره د يادې اکاډمۍ څلور کلنو زده کړو ته ومنل شي.