ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غويي اتمه؛ د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ

نن شنبه د غویي اتمه په هېواد کې د کمونیستي رژیم د ړنګېدو له ۳۲مې کلیزې سره برابره ده.

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نېټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شوه.

دغو پردي پالو څیرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې پاڅون وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله دوام وکړ.

مجاهدینو له ۱۴ کلن جهاد وروسته د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ کمونیستي رژیم ړنګ کړ.

د دې سختې او درنې  مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات وګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخ شول، چې له  ۱۴ کلونو وروسته د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.

د ۱۳۷۱ هـ ش کال د ثور اتمه نېټه د افغان ملت د بري، ازادي او خپلواکۍ ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ اولس او هېواد د کمونیزم له ښامار څخه ځان وژغوره.

دا بریا د میلیونونو افغانانو د قربانیو پایله ده، چې په خپل سپیڅلي جهاد سره یې ترلاسه کړې ده.