ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکر: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ځینو کړیو د اټکل پر خلاف مثبت پرمختګونه کړي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د سیاسي چارو شنونکو او د نظر خاوندانو سره لیدنه کړې.

دغو کارپوهانو د اسلامي امارت واکمني یو موټې او سرتاسري یاده کړې او ویلي يي دي، د حکومت لخوا پیل شوې پروژې د تېرو دوو لسیزو ودانیزو کارونو په پرتله غوره او ورسره د پرتلې وړ نه دي.

د هغوی په وینا؛ د کډوالو د ځای پر ځای کولو پروسې ښه مدیریت څرګنده کړه، چې په افغانستان کې په شته ستونزو سربېره بیا هم د ننګونو د ښه مدیریت لپاره کافي ظرفیت شته دی.

نوموړو زیاته کړې، له بهر څخه له راستنو شویو سیاسي څېرو سره د اسلامي امارت چلند د ستایلو دی او ویلي يي دي، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کېمسیون دې نور هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ځکه ډېر شمېر نور افغانان هم هېواد ته د راتګ نیت لري.

همداراز د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه يې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

مولوي ذاکر ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان په کې مساوي حق لري.

د ښاغلي ذاکر په وینا، حکومت د کارپوهانو او شنونکو اصلاحي نیوکو ته په مثبت نظر ګوري او مسولین د ولس د غوښتنو په نظر کې نیولو سره خپلې چارې پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ځینو کړیو د اټکل پر خلاف ښه او مثبت پرمختګونه کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس ویلي، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون خپل کار ته ژمن دی.