ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1320

غزه کې اسرایلو ځمکني عملیات پیل کړي

د صهیونیستي نظام د دفاع وزارت د غزې په بېلابېلو برخو کې یې د حماس پر ضد ځمکني عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی.
دغه ګام وروسته ترهغې پورته شوی، چې اسرایلي پوځ پرون د روانې جګړې پر شپږمه ورځ د غزې په شمال کې مېشتو څه باندې یو میلیون عامو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې دغه سیمه پرېږدي او جنوبي سیمو ته وکوچېږي.
حماس ډلې بیا له خلکو غوښتي، چې د اسرایلو دغه خبرداری بابېزه وګڼي.
حماس ډلې زیاته کړې، چې دوی په بشپړ ډول له غزې او خلکو څخه د دفاع په برخه کې د اسرایلو پر وړاندې جګړې ته چمتو دي.
غزه کې د وروستیو بمباریو له امله تر دوه زره فلسطینیان شهیدان شوي، زرګونه نور ټپیان او میلیونونه بېځایه شوي دي.
بل خوا د حماس په توغندیزو بریدونو زرګونو اسرایلیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې.

ملګرو ملتونو د اسرایلو دغه خبرداری بې ځایه پرېکړه بللې او ویلي یې دي، چې اسرایل باید دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د حیرتان له بندر څخه لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او ورسره مل د وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم بلخ ولايت ته سفر کړی او د ياد ولايت له والي حاجي محمديوسف وفا سره يې لیدنه کړې.

د بلخ والي په دغه ولايت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې او په دې برخه کې د خلکو شته ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزير سره شريکې کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزير ویلي؛ چې د امو سيند د غاړو د تحکيماتو او په دغه ولايت کې د وزارت اړوند د ټولو پروژو د چارو له بهير څخه څارنه کوي او دشته امکاناتو په پام کې نيولو سره به د اوبو او برېښنا په برخه کې ددغه ولايت د خلکو ستونزو ته رسيدګي وشي

همداراز ملا عبداللطیف منصور، ډاکټر فاروق اعظم، د شمال سينديزې حوزې عمومي ريیس انجنير رفيع الله مجتبى او د بلخ سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي موسى جان حقبين د یاد ولایت د حیرتان بندر او سب سټيشن او د شورتيپې ولسوالي اړوند د امو سيند د غاړو له تحکيماتو څخه هم لیدنه کړې.

لغمان کې د شاوخوا پینځه ميلیونه افغانيو په ارزښت د يوې رغنیزې پروژې کار پيل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – جلال اباد لویې لارې اړوند د لغمان ولايت عزيز خان کڅ په سيمه کې د سړک د قیر اچونې او داغګيرۍ کار د لغمان ولايت د ټولګټو د رییس او يو شمېر سيمه یيزو مسولينو په شتون کې پيل شوی.

دغه پروژه د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ساختماني شرکت سره د شاوخوا پنځه میليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې پکې د ۵۵ کيلو متره سړک داغګيري، ۱۵۵ متره سړک قير اچونه، د يو استنادي دېوال او يو شمېر پلګوټو رغونه شامل دي.

د يادې پروژې په بشپړېدو سره به پر یاده لويه لار د تلونکو خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت په هېواد کې د لويو ملي پروژو پلي کیدو، ټولنيزې هوساينې او اقتصادي پراختیا لپاره دوامداره هڅې کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت مرستيال والي، مولوي نعمت الله نوراني او د همدې ولايت يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې.

مرستيال والي مولوي حميدالله ارشاد د دې ولايت د ټولنيز، اقتصادي او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه خبرې کړي او همداراز د خپلو کړنو او فعاليتونو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

نوموړي په دې ولايت کې د بشپړ امنيت تامين ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، ځايي مسولين خلکو ته د خدمت رسولو او د هغوی د ستونزو له منځه وړو لپاره هڅې کوي.

همداراز یې د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه کې د فارياب د خلکو زيار او سرښندنې ستایلي او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه يې غوښتنه کړې، ترڅو په مختلفو برخو په ځانګړي ډول په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې، انکشافي پروژو پلي کیدو او د اوبو بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، په هېواد کې د سرتاسري امنيت تامين د اسلامي امارت لومړیتونو څخه دی او د دې کار لپاره د ځايي مسولينو بې درېغه هڅو ته اړتيا ده.

مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړې، د اسلامي امارت رهبري په هېواد کې د لويو ملي پروژو پلي کیدو، ټولنيزې هوساينې او اقتصادي پراختیا لپاره دوامداره هڅې کوي.

نوموړي همداراز ویلي، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې ستاسو وړانديزونو ته رسېدنه وکړي.

د پروان جبل السراج سیمنټو پروژې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور له لوري د جبل السراج سیمنټو پروژې تړون د عوفي بهرام، الفلاح العالمي و مجموعة المهام الدولي قطر شرکتونو سره لاسلیک شو.

د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د کانونو اوپټرولیم سرپرست وزیر ویلي؛ د جبل السراج د سیمنټو پروژه د ۲۲۰ میلیونه ډالرو څخه زیاتې پانګونې سره، چې د کال یو میلیون او پینځه سوه زره ټنه سیمنټ په اساسي توګه تولیدوي او پینځه زره کسانو ته به په مستقیم او ګڼ شمېر نورو ته به په غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي دلارو د کندهار او هرات ولایتونو د سیمنټو پروژې، د هرات نفت او ګاز، د بدخشان سروزرو، د پنجشیر زمردو په اړه معلومات وړاندې کړي او یادې پروژې یې د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهمې او اړینې بللې دي.

همدارنګه د قطر د المهام الولي شرکت رییس د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري څخه مننه کړې، چې یاده پروژه یې نهايي او لاسلیک کړه او دا یې د افغانستان اقتصادي پراختیا او کارموندنې په برخه کې مهم ګام بللی دی.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۲۱۷ عمري قول اردو مسولینو ته؛ په ټول توان د خپل افغان ملت د هوساینې لپاره کار وکړئ

مولوي محمد یعقوب مجاهد له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته ولاړ او د ۲۱۷ عمري قول اردو له رهبرۍ، مسؤلینو او د يادې قول اردو اړوند اوومې سرحدي لواء له مجاهدینوسره یې لیدنه کړې ده.

مولوي محمدیعقوب مجاهد د۲۱۷ عمري قول اردو مجاهدینو ته هر اړخیزه وینا کړې او ویلي یې دي، چې د صف وحدت، د خپلو امیرانو اطاعت، د اسلامي نظام د استحکام او د خپلو اسلامي او ملي منافعو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

ښاغلي مجاهد د قول اردو رهبري او مسولینو ته په خبرو کې ویلي، چې د خپل افغان ملت د هوساینې لپاره په خپل ټول توان کار وکړئ.

نوموړي د یادې قول اردو له مسولینو سره ژمنه کړې، چې هڅه کوو په ټول توان سره خپل قطعات او جزوتامونه په پوره توګه اکمال کړو.

دغه راز ښاغلي مجاهد د شېر خان له بندر څخه د لیدنې ترڅنګ د کندوز ولايت اصحاب الصفه دارالايتام له ښوونکو او زده کونکو سره هم لیدنه کړې ده.

مولوي امیرخان متقي او کابل کې د ترکیې د سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پراختیا خبرې شوې

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوري هېواد له نوي سرپرست سفير ښاغلي جنګ اونال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي امير خان متقي د ترکيې نوي سرپرست سفير ته د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د بريالیتوب هیله کړې او د افغانستان او ترکیې پر مشترکو تاریخي، دیني، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړيکو یې خبرې کړې دي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې ښاغلی جنګ اونال به د افغانستان او ترکيې د اړيکو په لا پراختيا او پياوړتيا کې ښه کردار اداء کړي.

د ترکيې نوي سرپرست سفير په ورستيو کې هرات ولايت کې د زلزلې له امله شهيدانو او ټپيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د لا زياتو مرستو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې ترکيه به هميشه له افغانستان سره څنګ پر څنګ ولاړه وي.

ښاغلي اونال د دواړو هېوادونو د ښو او پياوړو علاقاتو د يادونې ترڅنګ ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو په لا پراختيا کې به رغنده رول ولوبوي.

په پای کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغانانو سره د ترکيې هېواد خواخوږي ستایلې او د دوی له مرستو يې مننه کړې ده.

المان هېواد او هلته میشت افغان پانګوال لېوالتیا لري، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په المان کې د افغان جرمن د همغږۍ ټولنې له رییس الیاس عمر او په کابل کې د افغان جرمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست محمد ذکریا احمدي سره لیدنه کړې.

 الیاس عمر په تخنیکي او انجنیري برخو کې د مرستو او د الماني پانګوالو د جذب په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

 نوموړي زیاته کړې، په المان هېواد کې ډېر شرکتونه د کور جوړونې په بېلا بېلو برخو او ښاري چارو کې ښې تجربې لري او ځينې شرکتونه لېوالتیا هم لري، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر ویلي، ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې پانګونه کوي.

 نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې ډېری پروژې پانګې اچونې ته چمتو دي، چې له ډلې یې د نوي کابل ښار ستره ملي او با ارزښته پروژه ده، چې د بیخ بنا په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري او پانګوال کولی شي، چې دغه برخه کې هم پانګونه وکړي.

افغان فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل اسیا جام ته لار پیدا کړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په اسیايي غوراوي سیالیو کې په یوې تساوي او دوو بریاوو اسیا جام کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.

دغه لوبډلې په خپل ګروپ کې درې لوبې وکړې، چې له اندونیزیا سره ۷ – ۷ مساوي، سعودي عربستان ۳ ـ ۲ او ماکاو ته یې ۱۸ – ۲ ماته ورکړه.

له دې وړاندې فوټسال ملي لوبډلې په مرکزي اسیا اتلولیو کې د اوزبکستان، قرغېزستان او ترکمنستان په ماتولو سره دویم مقام خپل کړی و.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ د ټایلینډ په کوربتوب د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلو تر منځ ترسره کیږي، چې د ۲۰۲۴م کال د اپرېل میاشتې پر ۱۷مه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې به دوام وکړي.

د برتانیې سره صلیب مسول: را روان زېږدیز کال کې به په افغانستان کې خپله څانګه پرانیزو

د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ او جلب په موخه د سیمې لپاره د برتانیې د سره صلیب له مسول راجیش سریواسټوا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سیمې لپاره د برتانیې د سره صلیب مسول ژمنه کړې، چې د هرات د زلزله ځپلو لاسنیوی به کوي او هڅه به وکړي، چې مرستې ورته راټولې کړي.

نوموړي همداراز ویلي، له افغانستان سره به خپلې مرستې دوامداره وساتي او په را روان زېږدیز کال کې به په افغانستان کې خپله څانګه هم پرانیزي؛ ترڅو له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ بشري خدمات ترسره کړي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب د څانګې د جوړولو اراده ستایلي او ویلي يي دي، افغاني سره میاشت به د یو هوکړه لیک له مخې د برتانیې سره صلیب ته د بشري خدماتو لپاره زمینه برابره کړي.