ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1319

کرېکټ؛ هند خپل ستر سیال پاکستان مات کړ

د نړیوال جام سیالیو په دوام تېره ورځ د کرېکټ د نړۍ دوه ستر حریفان هندوستان او پاکستان د لوبې ډګر ته ښکته شوي وو.
هند د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره په ۴۲.۵ اورونو کې د بابر اعظم ۵۰ او محمد رضوان ۴۹ منډو پر مټ یې ټولې ۱۹۱ منډې جوړې کړې او هند ته یې ۱۹۲ منډې هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې هندوستان لپاره پینځه واړه توپ‌اچوونکو ۲ ـ ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې هندوستان ټاکل شوی هدف د لوبډلمشر روهیت شرما ۸۶ منډو او شاریاس آیر ۵۳ منډو پر مټ په ۳۳.۳ اورونو کې پوره کړ او تاریخي بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
دغه لوبه د نړۍ تر ټولو ستر د احمد اباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې وشوه، چې د یو سلو ۳۲ زره نندارچیانو د ځایېدو ظرفیت لري. د دې لوبې له پیل وړاندې یوسلو ۳۲ زره ټېکټونه پلورل شوي وو، خو د نندارچیانو د غوښتنې پر اساس ۱۴۰۰۰ نور د ولوبې په ورځ پلور ته کېښودل شول، چې د ټولو نندارچیانو شمېر یو سلو ۴۴ زرو ته لوړ شو. د دې لوبې د ټیټ ټېکټ بیه ۵۰۰ او د لوړ ټېکټ بیه ۲۴۰۰۰ هندې کلدارې ټاکل شوې وه.
د دې لوبې امنیت ساتلو لپاره ټولټال ۱۱۰۰۰ بېلابېل امنیتي مسولین په دنده ګومارل شوي وو.

روزي خان خپلواک

د بادغیس قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو بند چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند پروژه پرانستل شوه او په عملي ډول یې چارې پيل شوې.

په یاد پلاوي کې  د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رییس مولوي بخت منیر محمد، لوړ پوړو چارواکو، د قومندانۍ استازو، د سیمې علمای کرامو، سپین ږیرو او مخورو په کې ګډون درلود.

د قادس ذخیروي بند یوه حیاتې پروژه ده، چې د قادس سیند د اوبو مهارولو، د سیلابونو په مخنیوي او د قادس د اوبو د سرچینو په قوي کولو کې خورا رول لري.

یاد بند د کاسي د اوبو ظرفیت ۱.۸۲ میلیون متر مکعب دی او د ۳۲ متره په ارتفاع سره جوړیږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پراختيايې بودیجه چې ۱۲ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو او روغتیا ساتني ریاست لخوا  پلي کیږي.

د دغه  بند په جوړیدو سره به یو زر او ۴۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د سیمې ۶۰ زره اوسيدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.

هېواد ته د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره بېلابېلو برخو کې ځانګړې اسانتیاوې برابریږي

د عامې روغتیا، مهاجرینو او کلیو پراختیا وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس او یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا تورخم کې هېواد ته د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو او په ځانګړي ډول روغتیا برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه سفر کړی.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر حسن غیاثي، د مهاجرینو او کلیو پراختیا وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد رحیم قلندري او اړونده ولایتي مسولینو په ملتیا تورخم ښارګوټي نه لېدنه کړې.

مسولینو تورخم کې د شته روغتیایي مرکزونو او موظفو صحي ټیمونو څخه له نژدې لیدنه وګړې او په یو شمېر برخو کې د نویو بدلونونو او چارو پراختیا سپارښتنه کړې.

یادو مسولینو ویلي، هڅه کوو چې هېواد ته راستنېدونکو کډوالو ته په ټولو برخو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړو.

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا په ملي کنفرانس کې پر اقتصادي ځان بسیاینې ټینګار

په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا کنفرانس د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د ویناوو ډیره برخه د افغانستان په اقتصادي ځان بسیاینې وې.

د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ تر ډیره ویناوو ته ځانګړې شوې وه، چې د لوړو زده کړو، کانونو او پترولیم، د کورنیو چارو، اقتصاد او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیرانو پکې ویناوې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم یاد ملي کنفرانس کې ویلي؛ ژمن دي چې د علمي کنفرانسونو لپاره په ټولو پوهنتونونو کې وخت په وخت علمي کنفرانسونه داير کړي او غواړي چې مجربو او مسلکي استادانو ته اسباب برابر کړي، تر څو د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې رغنده ګامونه واخلي.

د لوړو زده کړو علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې پوهنتونونه د هېواد په ملي موضوعاتو کې خپل ارزښمند رول ولوبوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دې کنفرانس کې ویلي، څه ډول چې اسلامي امارت د ازادۍ اخېستلو کې قربانۍ ورکړې، اوس د هېواد په ابادۍ کې قربانۍ ته چمتو دی.

د وطن پۀ ابادۍ کې تر ټولو اړين امنيت دی، چې اسلامي امارت دغه ستره لاسته راوړنه له ځان سره لري.

د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور ویلي؛ د دې لپاره چې سياسي، اقتصادي، ټولنيز پرمختګونه ولرو، باید چې خپل نوی نسل په بېلابېلو علومو سمبال کړو.

د نوموړي په وینا افغانستان په تېرو دوه کالونو کې ډیر پرمختګ کړی، په مختلفو پروژو کار روان دی، دغه هېواد بې شمېره کانونه او معدنونه لري نړیوال تجاران دې د استخراج په برخه کار وکړي.

د پکتیا پوهنتون استاد دوکتور عبدالوهاب حکمت ویلي؛ “دغه کنفرانس چې پکتیا پوهنتون يې کوربه توب کوي، موخه یې د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو پیژندل او د هېواد د اقتصاد پرمختیا له پاره سپارښتنې او حل لارو پیدا کول، همدارنګه له طبعي منابعو او د هغوی څخه د پایداره استفادې په برخه کې د لومړیتوبونو په نښه کول او په ټوله کې د هېواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوې.”

د پکتیا پوهنتون مسولینو ویلي، له دغه کنفرانس جوړیدو څخه يې موخه د افغانستان اقتصادي پرمختیا، په اقتصادي پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور ونډه، په ملي اقتصاد کې د کرنې، بریښنا او اوبو رول او په اقتصاد يې اغیزې دي.

د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس ارزښت په اړه د پکتیا پوهنتون مسولینو زیاته کړې، چې دغه ملي کنفرانس په ټولنه کې د اکاډمیکو مرکزونو د څېړلو ارزښت په ګوته کوي او د هېواد پرمختګ او بهبود له پاره د نویو تر سره شویو څیړنو په رڼا کې د پالیسیو جوړونکو او ښکیلو اړخونو سره معلومات او اطلاعات شریکوي تر څو د افغانستان اقتصادي فرصتونو او ننګونې را برسیره او حل لارې وموندل شي.

د پکتیا پوهنتون د مسولینو په وینا دغه کنفرانس ته له بېلابېلو ولایتونو څخه تر ۱۲۰ پورې مقالې ورلیږل شوي، چې له جملې څخه يې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه ټاکل شوې ۵۶ څېړنیزې او علمي مقالې به پکې وړاندې شي.

یاد کنفرانس به دوه ورځې نوره هم دوام ولري.

د ټولګټو وزارت سرپرست د جنوبی سالنګ اړوند پلونو څخه لیدنه کړې

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح او د وزارت یو شمېر نورو رئیسانو په ملتیا سالنګونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادې لویې لارې اړوند د جبل سراج څخه تر اولنګ سمې پورې د څلور پايو (دهنو، کفتر خانه، دریندي او باغ لالا) د پلونو له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه کړې.

 دغه پلونه د ټولګټو وزارت او يو خصوصې ودانیز شرکت ترمنځ قرارداد شوي دي، چې لګښت يې د یاد

وزارت له بودجې څخه ورکول کیږي.

 د ټولګټو وزارت سرپرست د دغې پروژي پلي کوونکو مسولینو ته د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په هکله لازمې لار ښونې کړي او ویلي يي دي، چې د یادې پروژې کار دي دپلان اړوند په ټاکلي موده کې پای ته ورسوي.

شمالي کوریا روسیې سره پوځې مرسته کړې

د امریکا متحده ایالاتو استخبارتي ادارې ادعا کړې، چې شمالي کوریا په تېره یوه میاشت کې تر زرو کانتینرو ډېرې وسلې او پوځي مهمات د روسیې په اختیار کې ورکړي.
واشنګټن زیاته کړې، چې د شمالي کوریا له لوري دغه ګام روسیې ته د کېم جونګ اون د تېرې میاشتې تر سفر وروسته پورته شوی.
ادعا زیاتوي، چې روسیه دغه وسلې او مهمات د اوکراین پر وړاندې جګړه کې کاروي.
د واشنګټن د دغې ادعا په اړه شمالي کوریا او روسیې تر اوسه څه نه دي ویلي.
روسیې ته د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د وروستي سفر پر مهال واشنګټن ویلي و، چې نوموړی له ویلادیمیر پوتین سره په دغې برخه کې هوکړې ته رسېدلی دی.

فلسطین کې د غزې په تړانګه د وحشیانه بمبارونو او بندیزونو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

دا څو ورځې کیږي چې د غاصبو اسرائیلو لخوا د فلسطین په مظلوم او بیچاره ولس خورا سخت وحشیانه بمبارونه او بریدونه روان دي، زرګونه خلک بې کوره شوي او لا هم ورته ویل شوي، چې تر یو میلیون زیات فلسطینیان باید خپل کورنه پریږدي، سلګونه ښځې، ماشومان او سپين ږیري شهیدان شوي او زیات کورونه نړول شوي دي.

 همدا ډول د غاصبو اسرائیلو لخوا پر غزه باندې د بندیزونو کړی هم تنګه شوې او د اسرائیلي مشرانو  لخوا په رسمي ډول اعلان شوی چې خوراکي توکي، اوبه، دوا او تیل چې ټول اړین او اولیه انساني مواد دي، یو به هم غزې ته نه پريښودل کیږي.

 اسلامي امارت دغه ستر انساني وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي.

 یوځل بیا خپله خواخوږي او ملاتړ د فلسطین له مظلوم ولس څخه اعلانوي او له نورې اسلامۍ نړۍ څخه هم غواړي چې د مظلومو فلسطینیانو لاس نیوی وکړي او په دې ستر الهي امتحان کې بې تفاوته پاته نشي.

 همدا ډول هغه هېوادونه او سازمانونه چې په نورو مستقلو هېوادونو کې د مداخلو لپاره د انساني او بشري حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقوقو له موضوع څخه استفاده کوي، هغوی نن ولی د وحشت سره مخ فلسطیني ښځو، نارینه و او ماشومانو په ښکاره حق تلفیو او مظلومیت خاموشه دي او یا هم د غاصبینو ملاتړ کوي؟

له دې څخه څرګندیږي چې په حقیقت کې د دوی لپاره د بشري حقوقو موضوع ارزښت نه لري، بلکې دا شعار صرف هغه وخت کارول کیږي چې د دوی شومې سیاسي او استخباراتي موخې پورې وتړل شي، کنه نو د فلسطین انسان (ماشوم، ښځې او سپين ږیري ) بشر نه دي؟

په دې موضوع کې د ملګرو ملتونو د سازمان او د امنیت د شورا حیثیت او مؤثریت هم ټولې انساني ټولنې ته جوتیږي.

 د غزې تړانګې له شمالي سیمو څخه د څه د پاسه ۱.۲ میلیونه فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو هڅه او د فلسطیني سیمو پلان شوی الحاق یو جنګي جنایت دی او په دې اړه د نړيوالو جوړښتونو غير مؤثر دريځ د اوسني نړیوال نظم بې‌سابقې ناکامي ښيي.

 د افغانستان اسلامي امارت په ټوله نړۍ خصوصا په اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي، چې د فلسطین قضيې ته هرڅه ژر رسیدګي وشي، او د اسرائیلو د وحشت او بې مهاره اقداماتو مخه هرڅه ژر ونیول شي، کنه نو هلته د روانو حالاتو په نتیجه کې د هر ډول انساني ناورین مسولیت به د ټولو په غاړه وي.

خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ۲۸۵ کیلومټره ډیورنډ فرضي کرښې څارنه شوې

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معینیت د خپل پلان سره سم د خوست او پکتیکا ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښه د ۲۸۵ کیلومتره په دوام بررسي، څار او کتنه کړې.

یاده بررسي د خوست د مرکز په شمول په ځاځي میدان، باک، علي شېر، ټني، سپېره او ګربز ولسوالیو او د پکتیکا په ګیانه او برمل ولسوالیو کې شوې.

د دغې پلټنې او څار په نتېجه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مېشتو قومونو له مشرانو سره ناستې شوي، د کانونو او طبیعې زیرمو د تثبیت په برخه کې لومړني معلومات راټول او د خلکو ستونزې اوریدل شوي، چې د حل په برخه کې به یې عملي کړنې ترسره شي.

د هیواد د ټولو سرحدي پولو، صفري نقطو او ډېورنډ فرضي کرښې څار، پلټنه، د بندرونو نظارت، د سرحدي تخطیو مخنیوی او په نړیواله توګه د منل شویو سياسي پولو اړوند د افغانستان د ټولو سرحدونو بررسي او نظارت د یاد وزارت یوه مهمه دنده ده.

 د سرحدي بررسيو رياست توانيدلی، چې د هېواد د پولو او ډېورنډ فرضي کرښې د داسي ساحو څخه بررسي او څارنه وکړي، چې په لسګونو کلونو کې يې هيڅ ډول څار او بررسي نه وه شوې.