ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1318

ملګرو ملتونو کې د چین استازی: غزه د ماشومانو په هدیره بدله شوې

ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون ویلي، چې غزه د اسرائیلو د پرله‌پسې هوايي بریدونو او بمباریو له امله د ماشومانو په هدیره بدله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ په غزه کې د اوربند غوښتونکي یو او له دواړو لورو غواړو، چې د غیرې نظامیانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

له دې سره هم‌مهال فلسطیني چارواکي وايي، چې د اسرائیلي برید له پیل څخه تر اوسه په هره دقیقه کې یو ټپي او په هر ساعت کې ۱۵ شهیدان روغتیايي مرکزونو ته راوړل شوي.

د راپورونو پر اساس د اسرائیلو د برید له پیل څخه تر اوسه پر غزه تړانګه ۳۵ ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي دي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي، چې د میزان له ۱۵ مې تر اوسه د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ زره او ۲۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي، چې له شپږ زرو زیات یې ښځې او ماشومان دي.

دغه‌راز ملګري ملتونه وايي، چې د غزې په جنګ کې په منځني ډول په هر لسو دقیقو کې یو ماشوم شهید او دوه نور ټپیان کېږي.

لغمان کې د نږدې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړو خونو بیارغونه پیل شوه

لغمان کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې ۳۵ میلیونه ۹۶۸ زره او ۹۵۹ افغانیو په ارزښت درې سړې خونې بیا رغول کیږي، چې په جوړیدو سره به یې بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې اسانتیاوې رامځته شي.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ دغه سړې خونې په سرخکانو، مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې موجود دي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به بیا ورغول شي.

نوموړي زیاته کړې؛ لغمان کې یې هرې برخې ته پاملرنه شته، هڅه کوي په ټولو برخو کې د لغمان ولسونه پر ځان بسیا کړي، ترڅو یې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي.

د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ د سړو خونو د بیا رغولو اړوند د امیرالمومنین د ځانګړي فرمان په اساس بودیجه ټاکل شوې، چې له مخې به یې لغمان کې درې سړې خونې چې پخوا جوړې شوې وې اوس بیا رغول کیږي او بزګرانو ته به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ښه زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سړو خونو د نشتون له امله بزګرانو خپل محصولات په ارزانه بیه پلورل ترڅو خراب نه شي، چې له دې وروسته به په سړو خونو کې ساتل کیږي او وخت پر وخت به په بزګرانو او ولس ارزانه پلورل کیږي.

انجینر محمد یاسر ځاځی د کرنې وزارت د طبیعي منابعو معینیت کارمند ویلي؛ د سړو خونو برارود مو وکړو، هره خونه کې په اوسط ډول ۱۸۰ متریک ټنه مواد ځای پرځای کیږي، چې تر ډیره به بزګرانو ته د محصولاتو د ساتنې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي.

افغان تېکوانډوکارانو د  G2 سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان تېکوانډوکارانو د پاکستان په کوربتوب د ۲۳ هېوادونو څخه د ۳۱۵ لوبغاړو ترمنځ د تېکوانډو پینځم پړاو ازادو/ G2 سیالیو کې لومړی مقام وګاټه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په یادو سیالیو کې افغان تکواندوکارانو خپلو پاکستاني، قزاقستاني او عرب سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دوه د سرو زرو او دوه د  سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدارنګه افغان لوبډلې د غوره لوبډلې، غوره لوبغاړي او غوره روزونکي ډالۍ هم ترلاسه کړې، چې د سیالیو په ا‎خیر کې د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضایي خپل د سرو زرو مډال له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته ډالۍ کړ.

د کابل مرکزي سېلو په تورخم کې راستانه شوو ګډوالو ته د ورځي ۳۰ زره وچه ډوډۍ برابروي

د افغانستان اسلامي امارت په ټول قوت سره هڅه کوي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت او په ښه ډول رسېدنه وکړي، اوسمهال د پاکستان هېواد څخه په جبري توګه د راستانه شوو هېوادوالو وضعیت ته د رسیدنې، هغوی ته د سرپنا‌ء، د خوراکي او روغتیایي توکو د برابرولو په موخه ګډې کمېټې جوړ شوي او په کار یې پیل کړی دی.

د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ په تورخم کې میشت افغان کډوالو ته د وچې ډوډۍ برابرولو مسولیت پر غاړه اخیستی، چي په ورځني ډول راستانه شوو ګډوالو ته تر ۳۰ زرو پوري وچه ډوډۍ برابروي.

د مالیې وزارت د مرکزي سېلو رییس مولوي نصرالله منصور ویلي؛ له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي افغان کډوال، چې د ژمي د یخ موسم په درشل کې هېواد ته راستنېږي، له هغوی سره مرسته کول خپل دیني، انساني او ملي مسولیت بولي او په دې برخه کې د کډوالو د بشپړ ځای پر ځای کېدلو پورې به د مرکزي سېلو له لوري دوی ته د وچي ډوډۍ برابرولو پروسه دوام ولري او همدا راز هڅه کوي، تر څو کډوالو ته نور اړین خوراکي توکي هم برابر کړي.

د کابل مرکزي سېلو په تېرو درو ورځو کې  راستانه شوو کډوالو ته د ۱۰۰ زره په شاوخوا کې وچه ډوډۍ  لیږلې او وېشلې ده.

همدا راز د یادي سېلو له لوري تورخم ته د ډوۍ پخولو داشونه، وسایل او پرسونل استول شوي دي ، چي په نږدې وخت کې به په تورخم کې د ډوډۍ پخولو پروسه پیل کړي.

د کابل مرکزي سېلو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د مالیې وزارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې فعاله شوه، چې اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، په لوړ کیفیت سره د اوړو د تولید، د وچې ډوډۍ، ناشتا، روټ، کیک او کلچو د پخولو په برخو کې فعالیت کوي او تر څنګ یې په دغه سېلو کي له ۴۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شیرمحمد عباس ستانکزی د افغان کډوالو جبري ایستلو په غبرګون کې؛ افغانان عکس‌العمل ته مه اړ کوئ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه له غبرګونونو وروسته د یاد هېواد دا پرېکړه یو اړخیزه او د کډوالۍ د ټولو معیارونو خلاف ګڼلې ده.

ښاغلي ستانکزي ویلي، چې پاکستاني پوځیان د افغانانو د ایستلو پر مهال د دوی مال او شتمني لوټي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له افغان کډوالو سره دې سم چلند وکړي او افغانان دې نه مجبوروي، چې د دوی د کړنو په وړاندې غبرګون وښيي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته دې افغانستان ته راستانه شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د مذهب او توکم له توپیر پرته د هېواد د قوانینو او شریعت په رڼا کې حقوق ورکوي.

شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي، چې زده‌کړه د هر افغان طبیعي او مشروع حق دی او هېڅوک انکار نه شي ترې کولای.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د انرژۍ له وزیر سره لیدنه؛ د اوبو مدیریت، بریښنا تولید، پانګونې او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې

دواړو لورو د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث شوی.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

په ډېری سیمو کې د هېواد دننه خلک د ځایونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې نور یې بیا مهاجرت ته مجبور شوي دي. 

نوموړي زیاته کړې، څه موده وړاندې د ایران تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.

همدارنګه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ایراني لوري څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي.

د ښاغلي برادر په وینا، افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برېښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کور دننه د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د ریاست‌الوزرا اقتصادي ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو سم مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا له رییس سره د ملا برادر اخوند لیدنه؛ پر سیاسي، اقتصادي او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي اکبر احمدیان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې شوې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې او دا هڅې لا هم دوام لري.

د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده، چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي.

دغه‌راز ښاغلي برادر له ایران اسلامي جمهوریت څخه د مهاجرینو د کوربتوب مننه کړې او ویلي یې دي، چې ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا رییس احمدیان د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړې او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړی.

ښاغلي احمدیان د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره ویلي؛ ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي، چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله څنګه نیمه‌پایلوبې ته لاره موندلای شي!؟

په روان کرېکټ نړیوال جام کې هند او جنوبي افریقا هغه لوبډلې دي چې نېمه پایلوبو کې یې ځای کره شوی، درېیمه لوبډله چې دغه پړاو ته یې د تګ امکان زیات لیدل کیږي اسټرالیایي لوبډله ده، چې په خپلو ۷ لوبو کې یې ۵ هغه ګټلي، چې د ۱۰ امتیازونو په لرلو د جدول په دریم ځای کې شتون لري.

د دې لوبډلې پاتې لوبې د افغانستان او بنګله‌دیش لوبډلو سره دي کچیرې د دې لوبو څخه یوه هم وګټي نو نیغ په نیغه بل پړاو ته رسیږي، له دی پرته د دې لوبډلې د منډو اوسط مثبت ۰.۹۲۴ دی او د پاتې نورو لوبډلو یې د منډو اوسط پورته دی، کچیرې پاتې دواړه لوبې له لاسه ووځي  بیا یې هم د وړاندې تګ اټکل زیات لیدل کیږي.

د دې پرته افغانستان، نیوزلینډ او پاکستان هغه لوبډلې دي، چې له ډلې به یې یوه لوبډله د څلورمې او وروستنۍ لوبډلې په توګه تر ډیره بریده  بل پړاو ته لاره مومي.

په دوی کې افغان لوبډله د دوه نورو لوبو په لرلو سره، چې یوه يې د اسټرالیا پر وړاندې او وروستۍ لوبه به د سویلي افریقې لوبډلې سره کوي، کولاې شي د خپلو دواړو لوبو په ګټلو بل پړاو ته خپل تګ باوري کړي.

یو بل کار چې بل پړاو د افغان لوبډلې په تګ کې مرسته کوي، د نیوزلینډ او پاکستان لوبډلو په ورستیو لوبو کې ماتې ده، او د افغان لوبډلې له لورې یواځې د یوې لوبې ګټل دي.

همدرانګه بل احتمال چې افغان اتلانو ته د مخکې تګ لاره پرانیزي، کچیرې پاکستان او نیوزلینډ لوبډلې راتلونکي لوبې وګټي افغان لوبډلې له لوري  په خپلو وروستیو لوبو کې یوه لوبه په ښه توپیر ګټل او بله په کم توپیر وبایلل شي، چې د نیوزلینډ او پاکستان یې د نمرو اوسط پورته شي په دغه بڼه هم لاره موندلې شي.

نیوزلینډ چې د نمرو اوسط یې د پاکستان او افغانستان پورته مثبت ۰.۳۹۸ دی، د مخکې تګ لپاره به راتلونکې لوبه چې سریلانکا  پر وړاندې یې کوي ګټي، د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان د لوبو پایلې به يې برخلیک ټاکي.   

د پاکستان سناریو تقریبا د نیوزلینډ سره ورته ده، خو یواځې یې د نمرو اوسط له نیوزلینډ ښکته او د افغانستان پورته مثبت ۰.۰۳۶ دی.