د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري؛ په افغانستان کې د افغانانو لپاره د مرستو د انسجام (اکبر) موسسې له رییس نامیک حیدروف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د بیکارۍ او بیوزلۍ کچې د کمښت پر څرنګوالي او پر حل لارو، د مرستو په غوره همغږۍ او اړمنو ته يې په رسولو او په ټوله کې د هېواد په کچه د زیان سره مخ اقشارو پر ستونزو او د ټولنیز خوندیتوب په ټینګښت خبرې کړې دي.
ملا عبدالمنان عمري ویلي، د فقر کچې کمښت او همدارنګه د بشري مرستو د غوره وېشلو لپاره ضروري ده، چې د مرستو په برخه کې د پروژو په ډیزاین او پلي کولو کې له امارتي ادارو په ځانګړي توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره همغږي وشي.
نوموړي زیاته کړې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپل پینځه کلن ستراتيژيک پلان باندې، چې په وروستیو پړاوونو کې دی، کار کوي او هېله لرو، چې دا پلان به د اکبر موسسې له استازو سره یو ځای د افغانستان خلکو ته د کانفرانس او رسنیو له لارې خپور کړو.
د اکبر موسسې مشر نامیک حیدروف، هم په خپلو خبرو کې د افغانستان پر ټولنیز وضعیت د هر اړخیز بحث وروسته ویلي، چې له مرستندویو موسسو سره د افغاني ټولنې د واقعي وضعیت تصویر شریکوي او هڅه به کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیزونه او نظریات په ټولو پروژو کې په پام کې ونیول شي.
ښاغلي حیدروف د پینځه کلن ستراتیژیک پلان له ترتیب څخه د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ ژمنه کړې، چې د پلان د تطبیق په اړوندو برخو کې به د موسسو اړوندې ادارې بشپړه همغږي او همکاري ترسره کوي.








