ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 227

روسیې، اوزبیکستان او قزاقستان د ګازو ټانکرو صادرات پیل شوي

د هرات ولایت مقام د خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې ‏له یاد ولایت څخه روسیې، اوزبیکستان او قزاقستان ته د ګازو ټانکرو صادرات پیل شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، تر دې دمه ۱۴ ستر ګاز ټانکرونه روسیې او اوزبیکستان ته صادر شوي او د صادراتو بهیر لا هم دوام لري.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په حاکمېت سره هېواد کې د کارخونو شمېر او تولیدات د پام وړ زیات شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور د وزیر شيخ شېر احمد حقاني په مشرۍ د دغه وزارت اداري غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د کارونو لا چټکتيا، د چارو معياريتوب او د ګډې کاري روحيې د پياوړتيا په موخه مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د صنعت او سوداکرۍ وزیر په حلال استانبول کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د ترکیې په رسمي بلنه د حلال استانبول نړیوال کنفرانس او نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي عزیزي یادې غونډې ته په وینا کې؛ د حلالې سوداګرۍ پر پراختیا، د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتی او د سیمې او نړۍ بازارونو کې د افغانستان په رول ټینګار کړی دی.

یاد نندارتون د روانې نومبر له ۲۶مې تر ۲۹مې د نړۍ د شاوخوا ۱۱۰ هېوادونو په ګډون په استانبول کې جوړه شوی دی.

افغان سوداګر او صنعت‌کاران به هم په یاد نندارتون کې خپل محصولات او د افغانستان صنعتي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي.

مولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکو نودا سره وکتل.

د کډواولو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې د افغان راستنو شویو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالۍ پر دایمي حل لارو خبرې شوي.

اغلې شکو نودا د راستنېدونکو د لړۍ د ښه مدیریت له امله د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې لپاره لومړیتوب لري او زیاته کړې يې ده، چې د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي.

د نوموړي په وینا، د راستنو شویو ظرفیتونو او وړتیاوو ته په کتو، هغوی به د ټولنې فعال غړي شي او یادو کډوالو ته د مناسب کاري چاپېریال د چمتو کولو په برخه کې هڅې کوې.

د ناستې پر دوام د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي د راستنو شویو چارو ته د رسېدنې او اغېزمن کار په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د ګډې کمېټې جوړولو وړانديز وکړ.

ورته مهال، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.

د کډوالو چارو وزیر ویلي، چې د ژمي په راتګ سره د راستنو شویو ستونزې ډېرې شوې دي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو تر څنګ د دایمي سرپناوو پلان هم پلی کوي او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي ويلي، چې د کډوالو چارو وزارت اړمنو راستنو شویو ته د مرستې د وېش لړۍ پیل کړې او یادونه یې وکړه، چې د ملګرو ملتونو ادارې دې هم د کډوالو لاس نیوی وکړي.

تېره میاشت کې هېواد ته د نږدې ۳ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۶۲ښځینه‌وو په ګډون یو زره او ۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ښځینه‌وو په ګډون، یو زره او ۳۴۲ تنه نور له هېواده وتلي دي.

بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زره او ۴۰۷ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۱۹ تنه نور د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۶۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور يې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر یو زر او ۵۲ تنه بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۲۸۸ تنه د هرات ولایت د ځمکنیو بندرونو، ۵۵ تنه د فاریاب اقینې بندر او ۳۱ تنه نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د اقتصاد وزیر د «مرسي کرېپس» نړۍوالې موسسې له مسولینو سره لیدنه وکړه

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د «مرسي کرېپس» نړۍوالې بشرپالې موسسې له سیمه‌ییز مسول سانا جانس او په افغانستان کې د دې ادارې له رییس ماریانا وان‌سهن سره لیدنه وکړه.

اقتصاد وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې له سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، له اقلیمي او چاپېریالي بدلونونو سره د نړیوالو سازمانونو د مبارزې د رول او د کرنې او انرژۍ برخو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

د دې وزارت په وینا، د یادې موسسې مسولینو راستنېدونکو ته د مرستو برابرولو، د اوبو رسولو، کرنې او انرژۍ، د چاپېریال ساتنې او د کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مولوي ګل حسن حسن د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره لیدنه کړې.

په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د شانګهایهمکارۍ سازمان وروستۍ غونډې او په راتلونکو ناستو کې د افغانستان د ناظر په توګه د عضویت د بیا فعالېدو پر موضوع خبرې او د نظرونه تبادله شوې ده.

 همدا راز دې لیدنه کې ښاغلي حکیموف د خنډونو په لرې کولو او د اړوندو خواوو ترمنځ په دوامدارو خبرو ټینګار کړی دی.