ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 423

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د موسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د موسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مرکزي رییسانو، د یونیسف دفتر د واش کلسټر مسول او د نورو موسساتو استازو ګډون کړی و.

په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې غونډې د اهمیت په اړه وینا کړې ده.

نوموړي ویلي، اوبه د انسان د ژوند لپاره اړین رول لري او د خوښۍ ځای دی، چې اوس‌مهال په هېواد کې د اوبو رسولو د سترو پروژو چارې روانې دي.

هغه د اوبو مدیریت ته په اشارې زیاته کړې، چې د اوبو رسولو پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر اساس تطبیق شي. دغه‌راز زموږ ټولو مسولیت دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپل ولس لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.

د لوړو زده‌کړو وزیر د ځوانانو د روزنې لپاره پر دوامداره هڅو ټینګار کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلانو ته په جوړ شوي دیني-اصلاحي سمینار کې هر اړخيزه اصلاحي وینا وکړه.

نوموړي محصلینو ته د‌ نورو توصيو تر څنګ سپارښتنه کړې، چې دیني او عصري زده‌کړې دې د الله تعالی د رضا، اسلام او ټولنې د خدمت لپاره وکړي.

ښاغلي ندیم ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د متعهدو او متخصصو ځوانانو د روزنې لپاره دوامداره هڅې کوي.

په ياد‌ سمینار کې د لوړو زده‌کړو د وزیر او مل پلاوي تر څنګ د ننګرهار مرستیال والي او د پوهنتون رهبرۍ هم ګډون کړی و.

دغه شپږ ورځنی سمینار د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د لغمان، ننګرهار او د ننګرهار خصوصي پوهنتونونو محصلینو لپاره جوړ شوی دی.

عزیزي انرژي ګروپ به د لس زره مېګاواټه برېښنا تولیدي پروژې د لومړي فاز عملي چارې ژر پيل کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په پینځمه پخپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او د عزیزي انرژي ګروپ شرکت له لوی رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.

د دې لیدنې پر مهال میرویس عزیزي د لس زره مېګاواټه پروژې د چارو د پرمختګ راپور د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړی دی.

ښاغلي عزیزي ویلي، د هوکړې له لاسلیک وروسته یې خپل ټیمونه د اړوندو وزارتونو د تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته لېږلي، چې د تېرو شاوخوا دوو اوونیو په جریان کې یې د یو شمېر پروژو ابتدايي سروې کړې او تخنیکي معلومات یې راټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه یې په درېیو فازونو وېشلې، چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري.

د عزیزي انرژۍ ګروپ شرکت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د لومړي فاز د پروژو عملي چارې به له اړوند وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل شي.

ښاغلي عزیزي په دې اړه خپلې غوښتنې هم د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال او د اړوند وزارتونو او ادارو مسولینو د یادو غوښتنو د پوره کولو پوره اطمینان او ډاډ ورکړی دی.

د غونډې په پای کې د ملا عبدالغني برادر اخوند د لارښوونې پر اساس د اړوند وزارتونو او ادارو او عزیزي انرژي شرکت له استازو څخه ګډه کمېټه جوړه او دنده ورته سپارل شوې، تر څو د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولیدي پروژو د کارونو تعقیب او نظارت وکړي او راپور یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له مقام سره وخت پر وخت شریک کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د نفتو ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت الله بدري د لوړپوړي پلاوي په ملتیا د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د یاد هېواد د نفتو، ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې د ګډون پر مهال وینا وکړه.

ملاهدایت الله بدري د یاد هېواد له رهبرۍ څخه د مننې سربېره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو، د افغانستان د نفتو او ګازو د بډایه زېرمو، له یاد هېواد څخه د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه خبرې وکړې او همدا راز یې پانګوالو ته بلنه ورکړه تر څو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي پلاوي د تاتارستان د رییس جمهور په مشرۍ له لوړ پوړي پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل او پرېکړه یې وکړه، چې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې جوړه شي ترڅو د همکاریو زمینه لا پراخه شي.

همداراز د تاتارستان چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغان محصلینو لپاره به د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري کوي.

افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې د تات د نفتو دولتي شرکت له مشرتابه پلاوي سره ولیدل، یاد شرکت د افغانستان له اړوندو ادارو سره د تخنیکي همکاریو، د متخصصینو د لېږلو او د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو ډاډ ورکړ.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۶۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې پرون سې‌شنبه ۶۴ فلسطینیان شهیدان شوي. له دې جملې ۱۳ د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د مې میاشتې په وروستیو کې د غزې د بشري بنسټ له جوړېدو وروسته له دوه زره او ۱۰۰ ډېر فلسطینیان یوازې د مرستو په مرکزونو کې په نښه او شهیدان شوي دي.

د صهیونیستي یرغلګرو له پرله‌پسې بریدونو سره-سره په غزه کې لوږه او قحطي تر ټولو ناوړه کچې ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی، چې په غزه کې لوږه او قحطي تر ټولو ناوړه کچې ته رسېدلې، تلفات زیات شوي او په ټوله تړانګه کې خدمات له منځه تللي دي.

د غزې د روغتیا وزارت له قوله، تر پرون سې‌شنبې په ۲۴ ساعتونو کې درېیو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی. د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د ۱۱۷ ماشومانو په شمول ۳۰۳ فلسطینیان یوازې د لوږې له امله شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د نیولو په موخه پراخه پوځي عملیات پیل کړي، د سیمې ډېری برخه یې ویجاړه کړې او فلسطیني کورنۍ د تګ لپاره هېڅ خوندي ځای نه لري؛ حال دا چې د صهیونیستي رژیم له لوري تحمیل شوې لوږه او قحطي په ټوله کلابنده غزه تړانګه کې خپره شوې او سخت بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د غزې د ملکي دفاع ادارې د اټکل له مخې، د روانې اګسټ میاشتې پر شپږمه پر غزه ښار د صهیونیستي عسکرو د یرغل له پيل راهیسې په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډېرې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

تېره میاشت کې نږدې څلور زره بهرمېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په زمري میاشت کې درې زره او ۷۸۵ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي.

یاده اداره وایي، چې په دې خدمتونو کې د یو زر او ۲۴۳ نویو پېژندپاڼو ، ۳۱۵ مثنی پېژندپاڼو  وېش او دوه زره او ۲۲۷ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو  اصلاحي خدمتونه شامل دي.

بل خوا دې رياست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې یو زر او۲۳۰ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې او ۹۴۱ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۴ زره او ۷۷۰ کسانو د کاغذي پېژندپاڼو  اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو  اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو (شفافو) خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د جاپان سفیر: توکیو به له افغانستان سره د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د چاپان سفیر تاکایوشي کورومایا او مل پلاوي د افغانستان ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد سره د خدای پامانۍ لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد د جاپان هېواد له خوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو همکاریو په ځانګړې توګه د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې مننه کړې او د افغانستان په بیارغونه کې یې د دغه هېواد رول مهم بللی دی.

دغه‌راز د جاپان سفیر د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څلور کلونو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د نشه‌یې توکو پر وړاندې مبارزې، اداري فساد او په ټول هېواد کې د امنیت تامینولو برخو کې لاسته راوړنې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې جاپان به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د دغه هېواد د کلتوري میراثونو او ملي موزیم د ساتنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

ملا نورالله نوري د ایران له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پراختیا، متقابل باور، د سیمې‌ مسایلو او د افغانستان او ایران ترمنځ د غوره همغږۍ په اړه خبرې کړي.

ملا نورالله نوري د افغانستان او ایران اړیکي تاریخي بللي او له ښاغلي بیکدلي یې غوښتي، چې په ایران کې له مېشتو افغانان سره باید د اسلامي او نړیوالو نورمونو په چوکاټ کې چلند وشي.

ورته مهال د ایران سفیر وویل، هېواد یې هڅه کوي، چې له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او دوستانه برخو کې خپلې اړیکې له پخوا پراخې کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللې او له افغانستان سره یې د دوامداره همکارۍ ژمنه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۷۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰۸ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۱۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۰۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه و، هرات، هلمند، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۲ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۶۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۴۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۰۸ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۴ تنه و، کندهار، هلمند، غزني، زابل، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۵۲۸ زره  او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۰ کورنیو سره ټولې۴۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱۲۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۵۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو دوه زره او ۶۳۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۶۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۱۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه ،۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۹۵ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۷۳۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۴۷۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې ۲۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۴۰۰‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۴۴ تنه و، کندوز، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، کندهار، پکتیا، لغمان، پروان او کاپيسا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷۱۳۸۶۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :               یو زر او ۱۶۸ کورنۍ او شپږ زره او ۱۶۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال :           یو زر او ۱۷۱ کورنۍ او شپږ زر او ۵۰۴ وګړي

مرسته شوي کډوال :             یو زر او ۲۲۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          یو زر او ۶۵۷ عدده

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ او د نړيوالو موسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتيا سکتور له تمويلوونکو او د يو شمېر نړيوالو موسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، ګاوي (Gavi) او نورو مرسته کوونکو موسسو استازو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ناسته کې د افغانستان د روغتیایي سکتور پر اوسني وضعیت، د مرستو پر اهمیت او پر راتلونکو پلانونو خبرې شوې.

مولوي نورجلال جلالي د غوره او باکیفیته خدماتو وړاندې کولو لپاره د سرچینو اغېزمن مدیریت، د روڼتیا اصل ته ژمنتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسولیت بللی او زیاته کړې یې ده، چې له ۲۰۲۶ زیږدیز کال وروسته به د افغانستان روغتیایي سکتور لپاره یوه واضحه او اوږد مهاله ستراتیژیکه نقشه شتون ولري، چې په هغې کې به د وزارت د تمویلوونکو رولونه روښانه او د خدماتو ادغام به د یوې جامع ارزونې وروسته په منطقي ډول ترسره شي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، ګاوي (Gavi) او د نورو مرسته کوونکو موسسو استازو ویلي، چې د افغانستان د روغتیایي سکتور ملاتړ تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې تازه کوي او په دې موده کې به د روغتیا برخه کې د بېړنیو خدماتو پروګرام د تمویل ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت سره نږدې او ګډ کار هم وکړي.