د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په زمري میاشت کې درې زره او ۷۸۵ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي.
یاده اداره وایي، چې په دې خدمتونو کې د یو زر او ۲۴۳ نویو پېژندپاڼو ، ۳۱۵ مثنی پېژندپاڼو وېش او دوه زره او ۲۲۷ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
بل خوا دې رياست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې یو زر او۲۳۰ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې او ۹۴۱ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۴ زره او ۷۷۰ کسانو د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو (شفافو) خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

