ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 424

په تېرو شپږو میاشتو کې د ۱.۱ میلیون خوارځواکه ماشومانو درملنه شوې ده

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په روغتیايي برخه کې تغذیې ته جدي پاملرنه شوې او د خوارځواکۍ درملنې د مرکزونو شمېر له ۸۰۰ څخه ۳ زره او ۲۰۰ ته لوړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له پینځو کلونو د کم‌عمره ۱.۱ میلیون خوارځواکه ماشومانو درملنه شوې ده.

د کابل اندراګاندي د ماشوم د درملنې روغتون ډاکټران د خوارځواکۍ لاملونه، اقلیمي بدلونونه، طبیعي پېښې، کډوالي، د مور د شيدو نه ورکړه او خوړو ته نه لاسرسی ګڼي.

دوی وايي، د اندراګاندي روغتون ته هره ورځ زیات شمېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي، چې پر وخت یې درملنه کېږي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه ۴۵۰ تنه محصلین فارغ شول

د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه د ۴۵۰ تنو فارغانو د فراغت او دوه زره او۳۰۰ تنو نویو شامل شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو مرستیالانو، اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، د مرکزي پوهنتونونو رسیسانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مسولینو او منسوبینو د ۱۴۰۴ کال فارغو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو او یاد پوهنتون کې نویو شامل شویو محصلینو ګډون کړی و.

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیا الرحمن الاریوبي فارغو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ویلي، دا د ویاړ ځای دی، چې د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې د ځوانانو سالمه روزنه کېږي او موږ یې نن د فراغت شاهدان یو.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په زیاتو هغو اقتصادي، تحصیلي، اداري او نورو برخو کارونه پیل کړي، چې پخوا د خلکو یو ارمان او خیال و؛ په دې برخه کې لوړو زده کړو وزارت په ځانګړي ډول د ځوانانو روزنې ته په بشپړ ډول ژمن دی او په همدې موخه یې په کور دننه د ځوانانو روزنې په موخه د لېسانس، ماسټري او دوکتورا برنامې ورته رامنځته کړې دي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب هم  فارغو او نویو شامل شویو محصلینو ته د مبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ، له فارغو محصلینو غوښتي، چې د علم لار وڅاري او د ماسټري او دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي.

 نوموړي دوی ته په خطاب کې ویلي، چې افغانستان تاسو ته اړتیا لري او د خپل علم له لارې ورته صادقانه خدمت وکړئ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د چاپېریال او دوامداره پراختیا علمي سیمینار جوړ شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او خاتم النبیین پوهنتون په ګډه همکارۍ تېره ورځ سه شنبه د ۱۴۰۴کال د سنبلې په څلورمه نېټه “د چاپېریال او دوامداره پراختیا” تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شوی و، چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص، د دې ادارې یو شمېر رییسانو او کارپوهانو، د پوهنتون استادانو، د رسنیو استازو او محصلینو ګډون کړی وو.

یاد علمي سیمینار کې د خاتم النبیین پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس عبدالبصیر نبي زاده ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د پوهنتونونو د رول او ونډې په تړاو هر اړخیزه وینا کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د ډول، ډول ممنوعه او کیمیاوي وسلو کارولو له امله زموږ هېوادوال ډیر زیات متضرره شوي او په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له بلې خوا اقلیمي بدلون هم افغانستان ډېر اغېزمن کړی، حال دا چې افغانستان پکې هېڅ ونډه نه لري.

ښاغلي خالص ويلي، د هېواد په لویو ښارونو کې په نا منظمه او غیر پلاني توګه د ښارونو پراختیا هم ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي، چې د حل لپاره یې باید ټول په ګډه لاس په کار شو.

نوموړي زیاته کړې، موږ د انسانانو په حیث دوامداره پراختیا ته اړتیا لرو چې دا مو هم ضرورت او هم امانت دی، موږ باید هم خپل ضرورتونه او هم راتلونکي نسل ته سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس له استادانو او محصلینو غوښتي، چې له فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او د چاپېریال ساتنې، علمي څېړنو او د عامه پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې دې له امارتي ادارو سره همکاري وکړي.

دغه‌راز د سیمینار په لړ کې د پوهنتون د استادانو او د دې ادارې د کارپوهانو لخوا د بېلابېلو چاپېریالي مسایلو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شوي دي.

د اپټا سوداګریز او ترانزیټي هوکړه‌لیک په تړاو لومړۍ بین‌ الوزارتي ناسته وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریز او ترانزیټي هوکړه‌لیک (اپټا) په تړاو لومړۍ بین‌ الوزارتي ناسته وشوه.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې سوداګریز هوکړ‌لیک د نهایي کولو په اړه خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي ویلي، چې یاد هوکړه‌لیک یو سوداګریز او ترانزیټي هوکړه‌لیک دی او باید د اړتیاوو له مخې پر اړینو موضوعاتو کار وشي.

دغه‌راز په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د اپټا هوکړه‌لیک په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

په پای کې پرېکړه شوې، چې د اړوندو ادارو له استازو جوړ شوی تخنیکي ټیم به په څو غونډو کې پر موضوع کار وکړي او د خپلو فعالیتونو پایلې به په راتلونکې غونډه کې شریکې کړي.

د امریکا د کانګریس استازی: غزه کې به جګړه هغه مهال پای ته ورسېږي چې امریکا اسرائیلو ته د وسلو ورکړه ودروي

د امریکا د کانګریس استازي روخانا وروسته له هغې چې ټرمپ وویل، فکر کوي د غزې جګړه به تر راتلونکو درې اونیو پای ته ورسیږي، له اسرائیلو د امریکا پر ملاتړ سخته نېوکه کړې.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، غزه کې جګړه هغه مهال پای ته رسیږي چې امریکا اسرائیلو ته د نظامي وسلو ورکړه ودروي او د فرانسې، کاناډا، بریتانیې په ګډون د ۱۴۷ هېواد په څېر فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

د امریکا د کانګریس استازي زیاته کړې: «ټرمپ تل وایي، چې د غزې جګړه به پای ته ورسیږي، مګر نتانیاهو ته سپین لاسلیک شوی چک ورکوي.»

امریکا پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې صهیونیستي رژیم سره د لسګونه میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړي او دغه راز د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نورو نړیوالو بنسټونو د هڅو او د فلسطینیانو د حقونو نقض له امله د اسرائیلي رژیم د ځواب ورکولو په برخه کې خنډ جوړ کړی دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شویو ته دایمي سرپناه چمتو کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د دې وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالانو او مرکزي رییسانو ګډون درلود، له اجنډا سره سم د یو شمېر مهمو موضوعګانو په هکله په کې بحث او پریکړې وشوې.

مولوي عبدالکبیر د ناستې په پيل کې راستنو شویو ته، د غوره خدمتونو وړاندې کېدو په برخه کې د خپلو همکارانو او د اسلامي نظام د مسوولینو د هڅو په ستایلو سره، د اسلامي امارت موخو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ابادولو ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته شي.

نوموړي په ادارو کې پر مسلکي چلند ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شویو ته دایمي سرپناه چمتو کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ توانيدلي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.

دغه‌راز نوموړي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالي ونیسي او خپلې اړتیاوې د وزارت له مقام سره شریکې کړي.

د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر ګډونوالو ته سپارښتنې کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو چارو وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړېدو ته باید پام وشي او همدارنګه له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ او ستونزو حل لپاره دې له ځنډ مخنیوی وشي.