د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریز او ترانزیټي هوکړهلیک (اپټا) په تړاو لومړۍ بین الوزارتي ناسته وشوه.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې سوداګریز هوکړلیک د نهایي کولو په اړه خبرې شوې دي.
نورالدین عزیزي ویلي، چې یاد هوکړهلیک یو سوداګریز او ترانزیټي هوکړهلیک دی او باید د اړتیاوو له مخې پر اړینو موضوعاتو کار وشي.
دغهراز په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د اپټا هوکړهلیک په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړي دي.
په پای کې پرېکړه شوې، چې د اړوندو ادارو له استازو جوړ شوی تخنیکي ټیم به په څو غونډو کې پر موضوع کار وکړي او د خپلو فعالیتونو پایلې به په راتلونکې غونډه کې شریکې کړي.

