ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 425

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته‌راوړنې!

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې ګڼې کړنې او لاسته‌راوړنې لري، چې په لاندې توګه یې مهمو ته کتنه کوو.

– په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان د نوښتونو مرکز رامنځته کول او په دې مرکز کې په ملي او نړیواله کچه د چټک تلونکي موټر جوړول د یادې ادارې له مهمو لاسته‌راوړنو څخه ګڼل کېږي.

– د افغانستان د نوښتونو په مرکز کې اوس‌مهال ۷۵۰ نوښتګر ثبت شوي دي.

– د افغانستان د نوښتونو په مرکز کې د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۲ کې نندارتون جوړ شوی، چې له یو زر او ۲۷۰ ډېرې پروژې نندارې ته پکې وړاندې شوې دي.

– په ۱۴۰۳ کې د کابل په بادام باغ کې یو بل نندارتون جوړ شوی، چې له ۳۷۱ ډېرې پروژې نندارې ته پکې وړاندې شوې دې.

– د CNC ،PLC و GIS څانګې جوړې شوې او دې دوو کلنو روزنیزو دورو ته د کار بازار له اړتیا سنجولو سره سم روزنیز نصاب جوړ او تدوین شوی دی.

– د یادې ادارې د زده‌کړو په مرکزونو کې د څانګو ارزونه یوه بله لاسته راوړنه ده.

– د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې روزنیز یو نیم کلن پروګرامونه پیل کړي، چې همدا اوس له ۳۷ زره او ۷۵۰ ډېر مجاهدین په مرکز او ولایتونو کې په زده‌کړو پکې بوخت دي.

– د یادې ادارې روزنیزو مرکزونو ته ۳۸۰ زره کتابونه او ۳۷ زره او ۵۰۰ درسي توکي چاپ شوي دي.

– د ۴۷ مسلکي برخو په ۶۰۵ درسي ټولګیو کې له ۱۵ زره ډېرو کسانو ته د لنډ وخت مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې دي.

– د لنډ وخت مسلکي ۹۰ برخې پېژندل شوې؛ په تخار، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هلمند، روزګان او غور کې د ځانګړو زده‌کړو ۷ لیسې جوړې شوې؛ په نورستان او میدان‌وردګو کې دوه انسټیوټونه جوړ شوي؛ د جوزجان په قوش‌تیپه ولسوالۍ، سرپل او روزګان کې درې مسلکي لیسې جوړې شوې دي.

– په دې موده کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه ټیم د چین د ‘کمربند او لارې’ په نړیوالو سیالیو کې، چې د ۶۱ هېوادونو تر منځ شوې، د روباټیک په برخه کې څلورم مقام خپل کړی دی.

د خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د وزارت امنیتي غونډه وشوه

نن سه شنبه د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج‌ الدین حقاني په مشرۍ د وزارت امنیتي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د وزارت مرستیالانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسولینو ګډون کړی و، چې د امنیتي موضوعاتو سربېره په کورنیو چارو وزارت کې د خلکو د ستونزو هوارولو په اړه بحث او خبرې اترې پکې شوې دي.

په پيل کې د یاد وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري کاري راپور وړاندې کړی او وروسته مسولینو د خپلو چارو په اړه معلومات او کاري راپورونه وړاندې کړي دي.

په پای کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د غونډې د معلوماتو او راپورونو ستاینه کړې او د مسولینو له هڅو یې خوښي ښودلې ده.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي او د پولیسو ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمت‌ګارانو په توګه شپه او ورځ کوشش وکړي، تر څو د ولس اعتماد لا پسې زیات شي.

د افغانستان د پراختیايي تګلارې (ملي ستراتیژۍ) د تطبیقي چارې پيل شوې

د افغانستان د پراختیايي تګلارې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري منظوره شوې، د تطبیق پړاو چارې پیل شوې.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په دې تړاو غونډه جوړه شوې وه، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د کابینې غړو ګډون پکې کړی و.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت پراختیايي تګلاره د شرعي احکامو، علمي معیارونو او د هېواد عیني شرایطو ته په پام له خپلو داخلي ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې تدوین شوې، چې د هېواد د ملي پراختیا لپاره اساسي موخې او لومړیتوبونه په ګوته کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت ټولو وزارتونو او ادارو پخپل وار د نظام د بنسټ پياوړتیا او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په برخه کې پراخه ونډه اخیستې ده.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په خبره، د هېواد محدودې سرچینې او ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړتیاوې ایجابوي، چې ټول امارتي وزارتونه او ادارې اړوند پالیسۍ، پروګرامونه او پروژې د دې سند په رڼا کې ترتیب او عملي کړي، تر څو د ملي منابعو په تخصیص او مصرف کې د لا زیاتې همغږۍ او لومړیتوب ورکولو لامل وګرځي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې د یادې تګلارې د تطبیق لپاره د پروګرامونو جوړولو، د پروژو اولویت بندۍ، قیمت ټاکنه او مؤثره څارنه د ټولو وزارتونو او امارتي بنسټونو ګډ کار او مسولیت دی، چې دوامدارې خپلمنځي همکارۍ ته اړتیا لري، په همدې اساس پوره دقت او پاملرنه باید ورته وشي.

د غونډې په پای کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان پراختیايي تګلارې په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان پراختیايي تګلاره هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو ترلاسه کولو په پار چمتو شوی او ټولې امارتي سرچینې په یو واحد مسیر رهبري کوي.

د دې مهم سند موخې د اسلامي احکامو پر بنسټ ښه حکومتولي، د سراسري امنیت ټینګښت او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، کارموندنه او اقتصادي وده دي.

د یاد سند په تطبیق سره به روڼتیا او حساب ورکول او پر نظام به د خلکو او نړیوالې ټولنې باور زیات شي؛ ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو بنسټیزو خدمتونو ته به ښه لاسرسی پيدا شي.

په تېره میاشت کې نږدې ۱۳ زره زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۸۴۱ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي چې اته زره او ۴۶۱ یې د لویانو او څلور زره او ۳۸۰ یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي چې د روان کال په زمري میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه نهه زره او ۲۸۸ په کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د ۷۵۷، ننګرهار د ۷۱۴، بلخ د ۳۵۱ او هرات ولایت د ۳۰۹ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

له بل لوري ارقام څرګندوي چې شپږ زره او ۷۸۴ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې شپږ زره او ۵۷ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۲۲۴ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند ولایتونو کې دي.

په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۴۱۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د زمري مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۳ زره او ۲۵۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۲۵۹ زره او ۶۹۷ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۴۴ زره او۷۷۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۶۲ زره او ۲۲ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۵۲ زره او ۵۶۴ ټنه، چې ټولټال ۴۱۳ زره او ۲۵۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې،  د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په زمري مياشت کې یو زر او ۳۱۶ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

د اسلامي امارت په ګډون ګڼو هېوادونو په غزه کې پر خبریالانو برید غندلی

د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې په سویل خان یونس ښار کې پر ناصر روغتون برید، چې د پینځو فلسطیني خبریالانو په ګډون ۲۱ تنه پکې شهیدان شوي، په نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی.

د اسرائیلو د بریدونو له امله په خان یونس کې یو بل فلسطیني خبریال هم شهید شوی، چې یوازې پرون دوشنبه د شهید شویو خبریالانو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.

د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د خبریالانو په نښه کول د افغانستان اسلامي امارت په شمول په نړیواله کچه غندل شوي او د حقیقت د پټولو هڅه بلل شوې ده.

اسلامي امارت یو ځل بیا په غزه کې د فلسطینیانو روانه نسل‌وژنه غندلې او د خبریالانو شهیدانول یې ستر جنایت او د بیان ازادۍ د مدعیانو پر لمن تور داغ بللی دی.

دغه راز قطر، ترکیې، ایران، سعودي عربستان، اسپانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا او برېتانیا هم دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي رژیم یو ځل بیا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

د دې تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان، د خبریالانو د ملاتړ ټولنې، د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو د دې بریدونو په غندلو سره په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د پای ته رسولو او د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

اسرائیلي یرغلګرو پرون دوشنبه په خان یونس کې پر ناصر روغتون برید کړی، چې د ۵ خبریالانو په شمول ۲۱ کسان پکې شهیدان شوي. وروسته یې یو بل خبریال هم په خان یونس کې شهید کړی دی.

د اسرائیلي رژیم د نسل وژنې په نږدې دوه کلنه جګړه کې پرله‌پسې ملکي وګړي، خبریالان او روغتیايي کارکوونکي په نښه شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۳ فلسطیني خبریالان شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د بشپړ نیولو د پلان عملي کولو په موخه په دې سیمه کې پراخه پوځي عملیات پيل کړي او نږدې یو میلیون فلسطینیان یې اړ کړي، چې سویل ته کډوال شي.

همدارنګه په غزه کې د کلابندۍ، تحمیل شوې قحطۍ او لوږې له امله فلسطینیان له سخت بشري ناورین سره مخ دي.