ټولګټو وزارت وایي، د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د زمري مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۳ زره او ۲۵۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۲۵۹ زره او ۶۹۷ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۴۴ زره او۷۷۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۶۲ زره او ۲۲ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۵۲ زره او ۵۶۴ ټنه، چې ټولټال ۴۱۳ زره او ۲۵۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په زمري مياشت کې یو زر او ۳۱۶ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

