نن سه شنبه د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د وزارت امنیتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د وزارت مرستیالانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسولینو ګډون کړی و، چې د امنیتي موضوعاتو سربېره په کورنیو چارو وزارت کې د خلکو د ستونزو هوارولو په اړه بحث او خبرې اترې پکې شوې دي.
په پيل کې د یاد وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري کاري راپور وړاندې کړی او وروسته مسولینو د خپلو چارو په اړه معلومات او کاري راپورونه وړاندې کړي دي.
په پای کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د غونډې د معلوماتو او راپورونو ستاینه کړې او د مسولینو له هڅو یې خوښي ښودلې ده.
ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي او د پولیسو ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ کوشش وکړي، تر څو د ولس اعتماد لا پسې زیات شي.

